راشد خان د کریس ګیل مقابلې ته انګلستان ته رسیدلی دی

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

 د کرکټ په ډګر کې د انګلستان د لارډز تاریخي کرکټ لوبغالی نن د کرکټ نړۍ د غوره او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د خیریه سیالۍ کوربه دی.

 د ویسټ انډيز «کاربین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړلو د مرستې راټولولو په موخه د ویسټ انډیز د کرکټ د ملي او د نړۍ د غوره یولس کسیزې لوبډلې ترمنځ د روانې میاشتې په ۳۱ مه نېټه د انګلستان په لارډز تاریخي لوبغالي کې د کرکټ یوه ۲۰ اوریزه خیریه سیالي پلان شوې ده، چې نن د پنجشنبې په ورځ ترسره کیږي.

 په دغه سیالۍ کې د نړۍ په غوره لوبډله کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او په نړیوال کرکټ کې د ګوګلي ماسټر په نوم سره مشهوره لوبغاړی ځوان راشد خان د افغانستان نمایندګي کوي.

 افغان لوبغاړی راشد خان به د پاکستانيو لوبغاړو شاهد خان افریدي، شعیب ملک، نیوزیلینډي لوبغاړو لوک رانکي، میچل میکلینیګن، اسټرالوي سیم بیلنګز، بنګله دیشي لوبغاړي تمیم اقبال، سریلانکايي الراونډر تیسارا پریرا، هندي محمد شامي، انګلستاني عادل رشید او نیپالي سندیپ لامیچاني سره یو ځای د ویسټ انډیز خلاف د نن ورځ په سیالۍ کې ولوبیږي.

 ویل شوي و، چې په دغه سیالۍ کې به انګلستانی کپتان ایون مورګن د نړۍ د غوره لوبډلې مشري وکړي، خو د لاس د ګوتې د ماتیدو له کبله یې اوس پر ځای پاکستانی شاهد خان افریدي د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی.

همدا راز په دغه خیریه سیالۍ کې به د ویسټ انډیز لخوا کارلوس بریټ ویټ د کریس ګیل، انډریو فلیچر، ایون لیوس، مارلیون سیمیولز، انډریو رسل، ریاډ امیریټ، ایشلي نرس، کیمو پاول، رومان پاول، دینیش رامدین، سمیویلز بدري او کیس ریک ویلیمس په شتون کې د ویسټ انډیزۍ لوبډلې لوبډلمشري وکړي.

 د دواړو لوبډلو ترمنځ به دغه د کرکټ ۲۰ اوریزه خیریه سیالي نن د افغانستان پر وخت د شپې به ۹ بجو سره په انګلستان کې پیل شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.