خبريال: مدثر دعوت
ويسټ انډېزي کېل ماير په خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه کې د بنګلدېش په وړاندي ډبله سليزه ووهله.
تر اوسه د ټيسټ کريکټ په تاريخ کې ۶ توپوهونکو په خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه کې ډبلي سليزي وهلي چې د هغوی له ډلې څخه يو هم ماير دی.
کريکټ پوهان د ماير ډبله سليزه د ټیسټ کريکټ د تاريخ د هغو توپوهونکو له ډلې څخه تر ټولو غوره يادوي چې په لومړۍ لوبه کې يې ترسره کړې دي،دوی دا دليل ورکوي چې ماير وکولای سوه يو غټ هدف ته ځان ورسوي پداسي حال کې چې دا چېس د ټیسټ د تارېخ پنځم لوړ چېس دی او په اسيا کې تر ټولو لوړ،خو مایر په قوي مرال لوبه وګټله.
تر ټولو جالبه داده چې تر دې ټيسټ وړاندي ماير په خپلو تېرو وروستيو دوو پړسټ کلاس لوبو کې په صفر سوځېدلی وو او په پړسټ کلاس لوبو کې يې عمومي اوسط ۲۹ دی.
د بنګلدېش په ۳۵۹ منډو هدف پسې ويسټ انډيزۍ لوبډلې د ماير د ۲۱۰ ناسوځېدلو منډو باندي په ۷ ويکټو ځان ورسوی او لومړنۍ ټيسټ لوبو يې په ۳ ويکټو وګټله.
ماير په ۳۱۰ توپونو ۲۰ څلورېزي او ۷ شپږيزي ووهلې.