د کرکټ نړیوالې شورا د نومبر په ۲۸ مه په خپله فیسبوک پاڼه خلک تشویق کړي، چې د لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه راشدخان ته رایه ورکړي.
یادې شورا ویلي، چې راشدخان د لسیزې یواځینی بالر دی، چې په شل اوریزو لوبو کې یې په لږو لوبو کې تر نورو ډېرې وېکټې اخیستي دي.
یادې شورا لیکلي، چې راشدخان د لسیزې د یو ښه توپ اچوونکي په صفت ۸۹ وېکټې ترلاسه کړي، چې په لږ وخت کې یې لږ تر لږه خپل اوسط ۱۲ اعشاریه ۶۳ ته لوړ کړی دی.
یادې شورا په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د بالرانو په منځ خان یواځینی هغه دی، چې په دې وروستیو کې یې ۵۰ وېکټې پوره کړي او د ټولو شل اوریزو لوبو په کېریئر کې یې ۸۹ وېکټې خپلې کړي دي.
راشدخان له ۲۰۱۵ کال وروسته
نوموړی په ۲۰۱۵ کې له خپلې ملي لوبډلې سره مل شو، هم یې د ځان او هم یې د هېواد د لا مشهورتیا هڅې پیل کړې.
په ۲۰۱۷ کې یې د مشهورتیا پړاو پیل شو، د ویسټ انډیز خلاف یې یوه لوبه کې ۷ وېکټې اخیستل غوره ریکارډ شو او دی یې د غوره توپ اچوونکو د څېرو په ریکارډ ودراوه.
ورپسې یې د ایرلېنډ، زِمبابوې، بنګله دېش او پاکستان خلاف غوره توپ اچونه وکړه.
د ده د یو کال اغېزناکو لوبو په نتیجه کې دی د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو په درجه کې تر لومړي مقامونو ورساوه.
په ۲۰۱۸ کې یواځینی لوبغاړی و، چې هم د یو ورځنیو لوبو، هم د شل اوریزو لوبو او د یو ورځنیو لوبو په الرانډرانوکې لومړی و.
د ده زیات ځلېدلو او بې سارې وړتیا یې نړیوال حیران کړل او په سودګریزو کرکټ لیګونو کې یې د لوبډلو مالکان د ځان په اخیستلو مجبور کړل.
۲۰۱۷ کې یې د غني کېدو پړاو پیل شو.
آی پي اېل کې د حیدراباد لوبډلې په کروړونو هندي کالدارو وپېره، ورپسې په بېګ باش لیګ کې واخیستل شو، هلته دومره وځلېد، چې د زیاتو وېکټو په اخیستلو سره د ټورنمنټ غوره لوبغاړی شو او اتلولي هم د دوی اړوند لوبډلې اډیلایډ سټرایکرز وګټله.
د انګلستان په بلاسټ لوبو کې سسېکس لوبډلې وپېره، ورپسې د سي پي اېل لوبو په لړ کې د امازون جنګیالیو لوبډلې واخیست، په ټي ټېن لیګ کې ولوبېد، د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ کې یې برخه واخیسته.
د انګلستان د سل (۱۰۰ ) لوبو کې اخیستل شوی او د افغانستان په اې پي اېل او شپږیزه لیګ کې یې خپلې جادویي وړتیا وې وښودې او ۲۰۱۷ شپږیزه کې یې د بند امیر لوبډله په اتلولۍ ونازوله.
دا د ده د شل اوریزو لوبو خواریکښ خو ځلېدونکی مزل و.
اوس د کرکټ نړیوالې شورا هغه د لسیزې د شل اوریزو لوبو غوره کرکټر جایزې ته نوماند کړی او له خلکو یې غوښتي، چې ماسټر راشدخان ته رایه ورکړي او د جایزې مستحق یې کړي.
خو یو شمېر خلک له راشدخان مرور دي!
کله ډېری افغانان د راشدخان نوم اخلي، نو سترګو ته یې د ۲۰۱۹ نړیوال پنځوس اوریز جام ودرېږي.
هلته افغان لوبډلې ۹ لوبې سر په سر وبایللې او له نړیوال جام څخه افغان لوبډله خالي لاس راستنه شوه.
ډېری افغانان وایي، چې راشدخان، محمد نبي او اصغر افغان هغه مهال د ګلبدین نایب تر لوبډلمشرۍ لاندې درسته لوبه نه کوله او د دوی په وېنا علت یې دا و، چې ددغو کلیدي لوبغاړو د ناسم لوبېدو له افغان لوبډله سل په سلو کې ناکامه شوه.
د انګلستان خلاف د نړیوال جام لوبه کې راشدخان هم خورا وټکېد او د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې یې له دویم بالر څخه لسم نهم نمبر بالر کړ.