ژباړه او زیاتونه: بریښنا ارغاند
مور ته تقریباً ټول خلک په ډېر لوړ احترام قایل دي، ښه یې ګڼي او لرل یې ورته یو لوی غنیمت وي. خو له دې سره بیا هم مور تر موره وي.
میندې معمولاً پر اولادونو مهربانه وي، ورته پاملرنه کوي، خو دلته پردې بحث کوو، چې څنګه یوه ښځه په ټوله مانا ښه مورکیدای شي.
افغاني ټولنه د یوې مسلمانې ټولنې په توګه د میندو په برخه کې پریمانه الګوګانې لري. په اسلامي برخه کې ګڼې بېلګې شته، چې میندو اتلولۍ کړې، افغاني ټولنه هم د ښو اولادونو د روزنې او د بې پایه مهربانۍ له لرونکو میندو ډکه ټولنه وه او ده.
له دې سره زموږ ټولنه له ګڼو منفي ځانګړنو هم ډکه ده. ناسم دودونه، متشدده روحیه، یو بل نه درک کول او نالوستي تر ډېره هغه څه دي، چې زموږ کورنی نظام؛ په ځانګړي ډول د تېر او نوي نسل په رابطو کې یې ژورې ستونزې پيدا کړي.
دلته چې کوم مسایل د یوې ښې مور د ځانګړنو په توګه یادوو، هدف او پيغام یې ترډېره دا دی، چې موږ د کورني نظام او هرڅه په اړه پر خپلو اسلامي او افغاني اصولو د ویاړ ترڅنګ اړتیا لرو، چې د خپل کورني نظام د پياوړتیا لپاره له نړۍ هم ډېر څه زده او مثبت ټکي یې را خپل کړو.
مثبت ټکي ځکه وایو، چې ناسم پوهاوی ونه شي، ځکه د بهرنیانو په لارښوونو او اصولو کې ډېر داسې څه شته، چې زموږ د ټولنې له نظره مردود او د نه خپلیدو دي.
ګاونډۍ پریږدئ، تلویزوني ایډیاله پيدا کړئ!
هره مور غواړي پوه شي، چې څنګه ښه مور کیدای شي. دا هېر کړئ چې د ګاونډي مېرمنه څه کوي او څه نه کوي، تاسې که غواړئ په مورولۍ کې د چا سیالي وکړي، د ګاونډي د مېرمنې پرځای د یوه تلویزون سریال ترټولو غوره مور درته ایډیاله کړئ.
افغاني ښځو ته د تولسي مشهور سریال او خپله تولسي ممکن په دې برخه کې د یوې ښې مور الګو شي. موږ نه وایوو،چې خدای مه کړه د هغې کرکټرې د لباس او هغو ازادیو تقلید وکړئ چې زموږ ټولنه ورسره جوړه نه ده؛ هدف دا دی چې د یوې پياوړې مور په توګه پوره زغم، ناپایه مینه، بې سارې ځان تېریدنه او نور شیان د خپلې کورنۍ د هوساینې، عزت او سیالۍ د برابرۍ لپاره خپلې ځانګړنې کړئ.
د کورني ژوند د تنظیم مسایل مطالعه کړئ!
کورنی ژوند یا نظام موږ ته ډېرعادي شی ښکاري، خو واقعیت دا دی چې د هېواد ترنظام به مو په کور دننه نظام جوړول ډېر ضرور وي.
دلیل دا دی، چې که په کور کې مو نظام ګډوډ او ناسالم و، هرڅه به مو ګډوډ او بې نظمه وي. د دې لپاره چې ښه کورنی ژوند او نظام ولرئ، په دې برخه کې مطالعه وکړئ.
مثلاً: ولولئ، چې د ژوند ملګری مو که په خوله د ټولنیزو مسایلو له وجې هرڅه نه شي درته څرګندولای، خو د خصوصیاتو له مخې یې څه ډول توقعات درڅخه د ژوند په مختلفو برخو کې لري.
اولادونه څه غواړي، روحي اړتیاوې یې څه دي او څنګه کیدای شي، چې د دوی افکار مدیریت او له ممکنو غوښتنو سره یې تعامل وکړئ او ورپوره یې کړئ!
د کورنۍ فرد ـ فرد او خواص یې وپېژنئ!
زموږ د ټولنې یوه لویه ستونزه دا ده، چې افراد پکې د یو بل ترڅنګ فزیکي حضور لري، خو رواني تعلق نه سره لري.
د رواني تعلق پيدا کولو لپاره غوره ده، چې یوه مور د کورنۍ له هرغړي سره جلا ـ جلا دوستانه روابط ولري.
په اوږدمهاله اهدافو، اړیکو، ورځینیو بوختیاوو او ټولو چارو ورسره د یوه دوست په حیث خبرې وکړي، مشورې ورکړي او په دې ډول د یوې بشپړې بریالۍ مور د لرلو احساس ورکړي.
د کورنۍ ترڅنګ له موجودیته خوند واخلئ!
زموږ په ټولنه کې دود ده، چې ښځینه وو ته خپل کور ایډيال ځای نه ښکاري، څوک یې د پلار د کور یادونه تازه کوي، څوک خپلوانو ته د نه رسیدګۍ شکایت کوي او څوک یې د نورو د آسوده ژوند حرص او ارمان لري.
ښه به دا وي، چې هره مور خپل فکر پرخپلې کورنۍ متمرکز کړي، پر دې فکر وکړي، چې څنګه پرخپلو ماشومانو ښه پانګونه کولای شي، څنګه اوږدمهاله موخې ورته وټاکي او ټولې آسوده ګۍ د دوی په ښې روزنې او ځلولو سره ترلاسه کړي.
ښه مور دا نه ده، چې ماشومانو ته ډېر شیان واخلي، ورته غوسه نه شي او تل پاکې جامې ور واغوندي، یا ښه خواړه ورته پاخه کړي.
د ښه مورولۍ ټولو نه ښه ځانګړنه دا ده، چې هره شېبه له خپلې کورنۍ سره پرګډ ژوند وویاړي، خوند ترې واخلي او د یوې لویې شتمنۍ په توګه ورسره بشپړ رواني تعلق ولري.