ژباړه: عطا محمد میاخېل
په ډاډ سره ویلی شو، چې سترو بریاوو ته رسېدل او په کار کې پرمختګ کول، د ټولو مدیرانو له هیلو څخه ګڼل کېږي. لا ډېرو بریاوو ته د رسېدو لپاره، باید له یوې سمې مدیریتي تګلارې څخه کار واخلئ، ترڅو د هرې ورځې پرمختګ مو تضمین کړي.
که چېرې غواړئ تر ټولو غوره مدیریت تجربه کړئ، نو باید وکولای شئ، د ټیم له ټولو غړو سره ښه اړیکه ټینګه کړئ، دا ټکی تر هغه بریده مهم او اړین دی، که چېرې تر ټولو غوره دستورالعملونه او زده کړې هم ولرئ، خو که چېرې ونه شئ کولای، چې ټیم مدیریت کړئ، ښایي د هېڅ بریا مخ ونه وینئ، د دې لیکنې په دوام له یاران وېب سایټ سره اوسئ، ترڅو که چېرې نوی مدیر شوی یاست، هغه ټکي زده کړئ، چې په مرسته یې وکولای شئ، د مدیریت تر ټولو غوره ډول تجربه کړئ.
مدیریت یو پېچلی کار دی، البته که چېرې ټاکل شوې وي، چې یوازې خپل شخصي کارونه په سمه توګه ترسره او مدیریت کړئ، نو کار مو لږ آسانه دی، خو کله چې د نورو د مدیریت کولو خبره را منځته کېږي، نو مسئله لږ څه زیاته ننګونکې کېږي.
د مدیریت جذابیت او جالبیت د دې سبب ګرځي، چې ډېری کسان له مدیر کېدلو سره لېوالتیا پیدا کړي، دا چې وکولای شئ، له بل مدیر سره مرسته وکړئ، ترڅو وده او پرمختګ وکړي او یا کومه پروژه بشپړه کړي، نو د دې دندې او مسلک له ښېګڼو څخه ده. د مدیریت یوه تر ټولو آسانه تګلاره، چې کولای شي، په ډېرې آسانۍ سره مو خپلې موخې ته ورسوي، دا ده، چې د مدیریت لارې چارې، له هغو مدیرانو څخه، چې له تاسو مخکې یې دا دنده په غاړه لرله زده کړئ. شونې ده، چې مخکینيو مدیرانو ته لاسرسی ونه لرئ، اندېښنه مه کوئ، د دې لاندې ټکو په لوستلو سره کولای شئ، د مدیریت لپاره تر ټولو غوره تګلاره پیدا کړئ.
غوږ نیول کم مه ګڼئ
نوي مدیران، چې تراوسه کارمندانو ته د غوږ نیولو په ارزښت باندې نه پوهېږي، ښایي اصلي وېره یې د خبرو څنګه پیلول وي، دا چې څنګه د بېلابېلو مسایلو په اړه له کارمندانو سره خبرې وکړي او خبرې له کومه ځایه پیل کړي. دا مدیران د خبرو په څنګه پیلولو کې را ګیر دي، چې د غوږ نیولو له مسئلې څخه په ډېرې آسانۍ سره تېرېږي، له دې څخه ناخبره، چې په ځیرکه او دقیقه توګه غوږ نیولو سره، کولای شو، په کارمندانو کې د ژمن اوسېدو لا ډېر احساس را منځته کړو.
هرڅوک باالقوه وړتیاوې لري، چې باید ورته پام وشي
په نړۍ کې چې له هر غوره او پیاوړي مدیر سره مخامخ کېږئ، نو دا وړتیا لري، چې د خپلو کارمندانو استعدادونه وغوړوي. په ډاډ سره ویلی شو، که چېرې د کوم کارمند د استعدادونو په را برسېره کولو باندې کار وشي، نو کولای شي، چې خپل کارونه په ښه توګه ترسره کړي.
بسنه کوي، چې له کارمندانو سره یوه ناسته ولرئ، ترڅو د خپلو استعدادونو په اړه وغږېږي، په دې صورت کې به یې وړتیاوې هم د خپل ځان او هم ستاسو لپاره روښانه شي. ځینې کسان په دې باور دي، کارمندان تر هغه ځایه، چې مدیران ترې تمه لري پرمختګ کوي.
خپل ټیم ته پام وکړئ
ټیم یوازې په هغه صورت کې ستاسو مثبت احساسات حس کولای شي، چې له تاسو سره لیده کاته ولري. ښایي فکر وکړئ، که یوازې د برېښنا لیک لارې له کارمندانو سره اړیکه ټینګه کړئ، هم کولای شئ ډېر کاري حجم پرمخ یوسئ او هم خپل فعاله اړیکه ټینګه وساتئ، خو د فکر دا بڼه د نویو مدیرانو لپاره ده، ځکه پیاوړو او تجربه لرونکو مدیرانو دا په ښه توګه درک کړې ده، چې باید خپل لومړیتوبونه د کارمندانو لپاره په حضوري خبرو اترو کې توضیح کړي، ترڅو هماغه پایله ترلاسه کړي، د کومې چې تمه لري. دا سمه ده، چې برېښنا لیک کولای شي، ستاسو موخه کارمندانو ته ورسوي، خو هېڅ احساس سل په سلو کې د برېښنا لیک له لارې نه لېږدول کېږي. ښایي له لرې کارمندانو سره مو کار پیدا شي، په دې صورت کې کولای شئ، کله وخت د ویډیو کنفرانس له لارې، له هغوی سره خبرې وکړئ.
مثبت فکر پیاوړی کړئ
د هغو څېړنو پر بنسټ، چې تر اوسه په دې برخه کې ترسره شوې دي، هر حالت او وضعیت چې لرئ، په ډېرې آسانۍ سره کولای شي، شاوخو ته مو خپور شي، په ځانګړې توګه اوس، چې ستاسو مقام ډېر مهم دی او مدیر یاست، ستاسو حالت او وضعیت په ډېر ځواک سره نورو ته لېږدول کېږي. که چېرې سهار ډېر ژر له انرژي ډک حالت ځانته غوره کړئ، نو کولای شئ، په ډېرې آسانۍ سره دا حالت کارمندانو ته ولېږدوئ او که چېرې بد احساس او بد اخلاق ولرئ، نو په ډېر احتمال سره به کارمندان تر مازدیګره پورې له همدې حالت او وضعیت سره کار وکړي. ویلو ته اړتیا نه شته، که کارمندان هرڅومره په خوښۍ او خوشالۍ سره کار وکړي، پایله یې لا ښه کېږي او د شرکت بریاوې لاپسې ډېرېږي.
مشخصې کاري موخې ولرئ
په ډاډ سره ویلی شو هرڅومره چې رڼه ( شفافه ) او دقیقه موخه ولرئ، نو د کړنو کچه مو ښه او لوړېږي او کولای شئ، خپلې موخې ته د رسېدو لپاره اړین پروګرامونه جوړ کړئ. خپلو کارمندانو ته توضیحات ورکړئ، که چېرې کوچنی کار هم ترسره کړي، نو د معما کوچنۍ برخه به یې حل کړې وي او ټول ټیم وروستۍ او نهایي موخې ته یو ګام وړاندې کېږي. البته مخکې تر دې، چې نور ډېر کار ته وهڅوئ، نو باید د ځان لپاره مو، موخه مشخصه وي. هرڅومره چې تاسو هغه کار ته ژمن واوسئ، کوم چې د ترسره کولو هوډ مو کړی دی، نو د کار د ترسره کولو لپاره د کارمندانو ژمنتیا هم لوړېږي. په اوونۍ او یا هم په میاشت کې هرومرو یو ځل د خپلو کاري او شخصې موخو په اړه فکر وکړئ، ترڅو دا موخې ستاسو لپاره په بشپړه توګه روښانه شي او هرومرو دا ټکی مه هېروئ، چې شاوخوا خلک مو باید داسې کسان وي، چې خپلې موخې ته رسېدو لپاره مو، په تاسو کې انګېزه را منځته کړي.
ښایي په کاري ورځو کې له ستونزمن پړاو سره مخامخ شئ، خو د پورټه ټکو په تمرین او ترسره کولو سره کولای شئ، د پام وړ پرمختګونو ته لاسرسی پیدا کړئ.