د کرکټ په برخه کې ډګر ساتنه مهمه برخه ده، چې لوبغاړي باید د توپ اچونې او توپوهنې سره سره ښه فیلډر یا ډګر ساتونکی هم وي.
په هره لوبډله کې چې کوم لوبغاړی توپوهونکی او یا هم ښه توپ اچوونکی وي، خو چې د ډګر ساتنې برخه کې کمزوری وي، نو بیا د غوراوي کمېټه د لوبو انتخاب لپاره د ډګر ساتنې برخه کې د کمزوري لوبغاړي په اخېستلو کې دلسچپي نه ښيي.
په کرکټ کې اصطلاح ده، ټېک د کېچ وېن د مېچ!
Take the catch win the match!
یعنې کېچونه مېچونه ګټي.
د دې سربېره د څلوریزو او شپږیزو مخنیوی، ډ غبرګو او یا هم یوې منډې مخنیوی خورا مهم دی.
په ډګر ساتنه کې د منډو مخنیوي ته سېف وایي، یعنې د منډو بچ کول.
دلته د نړۍ په کچه د غوره فیلډرانو یا ډګر ساتونکو نومونه وړاندې کوو.
جانټي رودز؛ دې د سویلي افریقا دی او د نړۍ په کچه لومړی نمبر ډګر ساتونکی و، چې اوس یې زیاتره لوبډلې د ډګر ساتنې روزنې لپاره نیسي او د خپلو لوبغاړو ډګر ساتنه پرې پیاوړې کوي.
لېنک:
https://www.youtube.com/watch?v=hlwywB2OZHs
برېنډن مکالم!
په معاصر کرکټ کې یې ډګر ساتنه بې مثاله ده، دی د ډګر ساتنې برخه کې په باز مشهور دی او خورا ښه ډګر ساتنه کوي.
د ویډیو لېنک:
https://www.facebook.com/cricketcomau/videos/410091769737336
محمد نبي عیسی خېل
د محمد نبي عیسی خېل نوم هم په ۲۰۲۰ کال کې د غوره فیلډرانو په قطار کې راغلی او ۷۵ یم ځای یې ورکړی دی.
نوموړی د افغان لوبډلې ترڅنګ په نړیوالو لوبو او لیګونو کې خورا ښه کېچونه نیسي او ښه ډګر ساتنه نندارې ته وړاندې کوي.
https://www.youtube.com/watch?v=B2E8W9jzklQ
سورېش رېنا
د هندوستان کیڼ لاسی الراونډر لوبغاړی دی، چې خورا ښه فیلډر دی، ده هندوستانیانو د هندوستان جانټي رودز لقب هم ورکړی دی.
د ټېن یا لس په نامه وېب پاڼې د غوره فیلډرانو په نوملړ کې د اسټرالیا ریکي پونټېنګ، د ویسټ انډیز ګوس لاجي، د هندوستان روېندرا جدیجا، د افریقا اې بي ډیویلیرس دی تر جانټي رودز وروسته د افریقا لپاره غوره فیلډر و، مارک واف استرالیایي لوبغاړی، اسټرالیایي انډریو سېمونډز، یوراج سېنګ، محمد کېف، کېرن پولارډ، ویرا کولي، کار هوپر ویسټ انډیز لوبغاړی و، شاهد افریدي، مهیندرا سېنګ ډوني، اسټرالیایي الن بارډر، سټېف سمېت، د انګلستان پال کالېنګ ووډ دی د نړۍ په کچه دویم ډګر ساتونکو کې هم حساب شوی دی او د کېچونو برخه کې لومړی نمبر فیلډر په خپل وخت کې بلل کېده، ډېوېډ وارنر، روهېټ شرما، هندی ایکنات سولکر، سچېن ټېنډولکر، ډوېن براوو، سټېف واف اسټرالیایي، هرشېل ګېبز، ډوپلیسي، اجېنکیا رهانی، محمد ازهرالدین، ټېلي کرټنی دېلشن،
عمر اکمل، راهول ډراوېډ، ګلین مکسوېل، پاکستانی عبدالرزاق، شکېب الحسن، په غوره ډګر ساتونکو کې د شعیب ملک، احمد شهزاد، کولېن بلانډ، وېرېنډر سېواګ، برېټلي، مصباح الحق، ګاتم ګمبیر، مایکل هسي، یونس خان، جایاوردنی، اجی جدېجا، کرېس هېرېس، ډېرېک رېنډبال، عمران نظیر، سومایا سرکار، پرویز رسول، جېکس کېلېس، مایکل کلارک، بونېشور کومار، سورف ګنګولي، کومار سنګاکارا، ډېوېډ مېلر، راس ټایلر، روشن مهاناما، منوج تېواري، ایئن مورګن، مارټېن ګوپټېل، سرفراز احمد، ازهر علي، نیول ډېوېډ، اډم ګېل کرېسټ، شیریاس ایئر، کېن ویلیمسن، محمد حفیظ، دېنېش کارتېک، عمرګل، محمد نبي عیسی خېل، اعجاز احمد، ریوي چندرن اشوېن، کوېنټن ډیکاک، کپیل ډیو، معین علي، ناصر جمشېد، ډیل سټین، این بیل، ټرېنټ بولټ، هندی زهیرخان، کرېس ګېل، کرېس جورډن، ډيپک هوډا، کرېګ ایرواین، آر پي سېنګ، انضمام الحق، جېمز فولکنر، شېکردوان، کېمرن وایټ، سونېل نرېن، ډېوېډ هسي، لهیرو ترمانا، تېسارا پرېرا، فواد عالم، نتن کولټر نایل، صابر الرحمن، غلام پرکار، کلېف لایډ، باب سېمپسن، هاشم امله، نتن اسټل، جېکوب اورم، کامران اکمل، ریوي بوپارا، عرفان پټان، سچېترا سنا نایکي، سواټېک پټانیاک، کیوېن پېټرسن، تمیم اقبال، ډانېیل وېټوري، اډم مېلن او محمد رضوان شامل دي.
https://www.thetoptens.com/best-fielders-cricket/