که غواړئ ښه پلرونه اوسئ، دا ځانګړنې ځان کې پیدا کړئ !

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د ګلاب هیواد ژباړه او زیاتونه
د ښه اولاد لرلو هیلې ټول لري، خو لږ خلک دې ته فکر کوي چې د ښه اولاد لرلو لپاره باید لومړی ښه پلرونه شي.
په افغانستان غوندې دودیز هېواد کې خو دا مسئله بیخي له پامه لویدلې، دلته پلرونه فکر کوي چې اولادونه یې لکه غلامان چې وي، په هرقیمت چې وي باید د دوی د کړو وړو، اوامرو او عادتونو تابع وي.
خو واقعیت دا دی، چې که څوک ښه اولاد لرل غواړي، اول باید ښه پلار شي.
ښه پلار کیدل څنګه ممکن دي؟ دلته یې په نړیواله کچه د روان پوهنې په وسیله څېړل شوې ځانګړنې درسره شریکوو:
ښه پلار اولاد ته غوږ نیسي!
زموږ په ټولنه کې په عام ډول اولادونه حتا کور ته د پلار د راتګ په وخت وارخطا او په وېره کې وي. دلیل یې دا وي چې پلار قهرجن وي، اولاد یې په مخکې څه چې حتا راتګ نه مخکې داسې کومه خبره نه شي کولای چې پلار یې مناسبه نه ګڼي.
اولاد وېریږي، چې مور یا د کورنۍ کوم بل غړی یې خبره پلار ته وکړي او د وهلو ډبولو قرباني شي.
دا د ښه پلار ځانګړنه نه ده، ښه پلار اولاد ته غوږ نیسي، نظریات، احساسات، غوښتنې او حتا غلط تصورات یې اوري او د ښه کیدو لپاره یې لازمې سپارښتنې ورته کوي.
فرض کړئ که تاسې د خپل اولاد یوه زشته یا نامناسبه خبره وانه ورئ او د نه تکرار لارښوونه ورته ونه کړئ، د ده په زړه کې ګرځیدلې دا نامناسبه او زشته خبره به څوک اوري او غلطۍ به یې ور په ګوته کوي؟
چې داسې ده نو خپلو اولادونو ته غوږ ږدئ، چې څه وایي، څه غواړي، خبرې یې څومره مناسبې او څومره نامناسبې دي، چې باید لارښوونې ورته وشي!
د اولادونو په علایقو پوه شئ!
غوره پلرونه د اولادونو په علایقو ځان پوهوي، په دې چې د دوی کوم لباسونه، څنګه تفریح، څنګه خوراک څښاک، کوم ډول لوبې او نور شیان خوښیږي.
که په دې علایقو پوه شوئ او لازمه رسیدګي مو ورته وکړه، تاسې یو ښه پلار یاست.
د اولادونو خلاقیت وروزئ!
هر انسان په طبیعي لحاظ په یوه نه یوه برخه کې د ځانګړي استعداد څښتن وي، غوره پلار هغه دی چې د خپل اولاد دغه استعداد درک او له ماشومتوبه یې په روزلو کې برخه واخلي.
مثلاً: یو ماشوم کیدای شي یوې ځانګړې لوبې سره خاصه لېوالتیا او پکې ښه استعداد ولري، بل ممکن د مذهبي زده کړو، بل د موسیقۍ، بل د تخنیکي شیانو او نور د نورو چارو ښه طبیعي استعداد ولري.
د روان پوهنې د څېړنو له مخې د ماشوم ذهن که له وړوکتوبه په یوه خاصه برخه کې ښه ورزول شي، ډېرښه راتلونکی به ولري.
پراخه حوصله پیدا کړئ!
ښه پلرونه لویه حوصله لري، خپل کنټرول نه بایلي او اولادونه ورسره په همدې راحت وي. کله چې اولاد پوه شي پلار یې بې حوصلې دی، په زړه کې پټ نفرت ترې کوي، ورنه لیرې ګرځي او هیڅکله د یوه ښه پلار په سترګه نه ورته ګوري.
ښه پلرونه په اسانۍ پیدا کیږي
د ښو پلرونو ځانګړنه دا هم ده، چې اولادونه یې په اسانۍ سره پيدا کولای شي. که پلار په کوم بل هېواد کې مساپر وي او ښه پلار وي زوی ته د عاطفي خلا احساس نه ورکوي.
اولاد یې هرکله کولای شي، چې پلار په ټلیفون یا بله وسیله پیدا او خبرې ورسره وکړي. که پلار مساپرنه وي او کورنۍ سره یو ځای اوسي، اولادونو ته باید پوره وخت ورکړي، سیاحت ته یې بوځي، درس ورسره ووایي او په مختلفو بڼو د ښه پلرولۍ احساس ورکړي.