لیکنه: صادق طارق
د افغانستان مشهوره څېړونکې، لیکواله او سیاسي فعاله غوټۍ خاورې د سختې ناروغۍ له کبله په هندوستان کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
آغلې غوټۍ ته نیږدې سرچینو یاران وېب پاڼې ته ویلي، چې نوموړې هندوستان ته د درملنې لپاره تللې وه.
هغه په وروستیو کې د سرطان له ناروغۍ سخته کړیده.
غوټۍ خاورې څوک وه؟
غوټۍ خاور په کال ۱۳۴۰م لمریز کال د کب په میاشت کې د ننگرهار د روداتو ولسوالۍ په حصارشاهي کلي کې زېږېدلې. خاورې د شاه ولي خان خاورې لور او د حاجي عبدالغفران خان لمسۍ وه چې په خټه علي محمد خېل دي .
دې آغلې خپلې زده کړې په کابل کې ترسره کړي او د وخت په رسنیو کې د خبريالې او څېړونکې په توگه کار کړی. همدارنگه په شاعرۍ کې یې هم قلم چلولی و.
زده کړې
مېرمن خاورې خپلې لومړنۍ او د لېسې زده کړې د کابل د رابعې بلخي په لېسې کې پای ته رسولي. وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه د پښتو ادبياتو له څانگې د لسانس بری لیک اخیستی او بيا يې خپله ماسټري هم ترسره کړې .
دندې
د آغلې دندې له ۱۳۶۳م لمریز څخه د زېري جریدې مرستيالې مسولې په توگه پیل شوي او بيا د علومو اکاډمۍ د فلکلور او گړنيزو ادبياتو د ديپارټمنټ غړې شوه . په ۱۳۶۵م لمریز کې د همدې ډيپارټمنټ مسوله شوه چې وروسته بيا د کابل مجلې چلوونکې، د باختر آژانس د پښتو څانگې د رسنیو کارکوونکې او غړې هم وه .
علمي چارې
غوټۍ خاورې د ۱۳۶۰ م لمريز کال راهیسې علمي او څېړنيزه لیکنې کولې چې ډېر شمېر علمي او څېړنيزې لیکنې یې د هېواد په بېلابېلو خپرونو کې خپرې شوي . د آغلې راټول شوي او چاپ شوي نښېرونه پدې توگه دي ː
نورې دندې:
غوټۍ خاورې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسون او دغه راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسون کمیشنره پاتې شوې ده.
هغه په وروستیو کې ناروغه وه، ځینې وخت د علومو اکاډمۍ ته ورتله او نور به ډېر وخت په کور وه.
چاپ شوي اثاریې
د پښتو شفاهي ادبيات ـ بڼه او مضمون چاپکال ۱۳۶۶م لمریز
د پښتني فولکلور جامع کتابښود
د ننگرهار نکلونه
پښتو لنډۍ د يوې تحقیقي مقدمې سره
په پښتو شفاهي ادبياتو د ښځې ټولنیز دريځ انعکاس
کجاوې د لڼدو کیسو ټولگه
جنازه او غبرګونونه
سرچینې وایي، چې د آغلې خاورې جنازه به زر هېواد ته ولېږدول شي، چې یا به کابل او یا به پخپل پلرني کلي کې خاورو ته وسپارل شي.
د نوموړې په مړینه په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو حکومتي چارواکو، سیاستوالو، فرهنګیانو او عامو خلکو خواشیني ښودلې ده.
د علومو اکاډمۍ ریس ډاکټر عبدالظاهر شکیب د آغلې خاورې مړینه پښتو ادب او فرهنګ ته یوه لویه ضایع ګڼلې او کورنۍ ته یې تسلیت ویلی.