راپور: بشر درویش
افغان ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری ورکړی چې که له طالبانو سره د سولې خبرې ناکامې شي، نو دا به په مرګوني قیمت تمام شي.
نوموړي یوه مقاله کې چې واشنګټن پوسټ ته یې لیږلې ویلي چې که پخلاینې له ماتې سره مخ شي، نو دا به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ته په ډیر لوړ قیمت پریوزي.
ښاغلي غني لیکلي؛ د لویې جرګې پریکړې له مخې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول ترټولو لوی ګواښ دی چې د افغانستان خلکو یې د سولې راتګ په موخه پرځان منلی دی.
غني زیاته کړې:
«طالبان باید د اوسني افغانستان واقعیتونه ومني. طالبان باید موږ سره په تیرو ۱۹ کلونو کې د افغانانو لاسته راوړنې خوندي او پرمختیا لپاره کار وکړي، دغه لاسته راوړنې به زرګونه طالب جنګیاليو، کډوالو او بیرته راستنیدونکو ته ګټه وکړي چې باید سمدلاسه په ټولنه کې مدغم شي.»
باید وویل شي چې افغان حکومت د لویې جرګې د پریکړې له مخې تر اوسه له ۴۰۰ خطرناکو بندیانو ۸۰ تنه خوشې کړي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې تر اوسه یې ۸۰ تنه خوشې کړي دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د خبرو اترو د پلاوي غړي حافظ منصور وايي، هیله لري چې دا خبرې به په ښه ډول پیل شي.
دی زیاتي چې تر اوسه د خبرو اترو د پلاوي د سفر نیټه لا څرګنده نه ده.
یو شمیر سرچینو خو ویلي چې ځیني هیوادونه لکه متحده ایالات، فرانسه او آسټرالیا د دې ډلې د ۴۰۰ غړو په لیست کې د یو شمیر طالب بندیانو خوشې کیدو باندې غور کوي، نو له همدې امله یې خوشې کیدل نامعلوم دي.
د طالبانو تازه اعلامیه
بل پلو وسله والو طالبانو د ولسمشر غني وروستیو خبرو ته توند غبرګون ښودلی او دا یې د سولې د سبوتاژ کولو هڅه بللې ده.
طالبانو همداراز په اعلامیه کې ویلي چې له حکومت سره خبرې نه کوي، یوازې له افغان لوریو سره خبرې کوي. دوی ویلي که پلاوی د حکومت په استازولۍ خبرو ته کیښني دوی به ورسره ونه غږیږي.
دا د سولې پر وړاندې نوی خنډ بلل کیږي چې د طالبانو له خوا راپورته شوی دی.
معلومه به شي چې له دې وروسته څه کیږي او څه وخت به د سولې خبرې له کومو خنډونو سره پيلیږي.