غني: طالبان دې افغانانو ته سپکاوی نه کوي، رادې شي د جرګې له لارې تفاهم ته رسیږو

رنګین تجريدي ډیزاین
  • راپور: غازي عابد

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې دولتي مسوولینو سره د کتنې ترڅنګ یوې ولسي غونډې ته وینا هم وکړه.
امنیتي وضعیت ارزول

ولسمشر اشرف غني د ننګرهار ولایت له امنیتي مسئولینو سره وکتل. په دغه کتنه کې د ننګرهار امنیتي مسئولینو جمهوررئیس غني ته ددغه ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په هکله ګزارش وړاندې کړ.
د ښځو له استازو سره ناسته

ښاغلي غني ننګرهار ته د خپل سفر په لړ کې ددغه ولایت د ښځو له استازو سره وکتل. په دغه کتنه کې، د ننګرهار ولایت د ښځو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
له متنفذینو سره ناسته

جمهوررئیس غني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې ددغه ولایت له مشرانو او متنفذینو سره وکتل. په دغه کتنه کې، د ننګرهار مشرانو او متنفذینو جمهوررئیس غني ته د ښه راغلاست ترڅنګ خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
عامو خلکو سره ناسته
ولسمشر غني له ولسي خلکو سره هم عمومي ناسته وکړه. په دې ناسته کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل، ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالروف شپون او د ننګرهار ولایتي شورا مشر احمد علي حضرت خبرې وکړې او د ننګرهار د ځینو ستونزو یادونه یې وکړه.
ښاغلي غني د خپلو خبرو په پيل کې له ننګرهاریانو مننه وکړه.

هغه وویل:

« تاسې ماته یو ډېر لوی پور راکړئ. اول پور دادی چې ننګرهار بیا ولسمشر کړم، له ټولو ننګرهاریانو وروڼو، خویندو، ځوانانو، مشرانو او علمای کرامو څخه د زړه له کومې مننه کوم.»

هغه د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ننګرهار د ځوانانو مننه وکړه چې خدمت ترسره کوي.
ده زیاته کړه:

« زه د ننګرهار له مېړنیو میندو مننه کوم چې زوړور بچیان یې روزلي دي. نن د ننګرهار ځوانان د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د وطن او وطنوالو خدمت کوي.»

ولسمشر وویل؛ د ننګرهار آبادي او امنیت افغانستان ته یو پیغام لري. ننګرهار به په یو لوی اقتصادي قطب او مرکز باندې بدلیږي.
د افغانستان کانال
ولسمشر غني د ننګرهار کانال یادونه کړه چې هیواد ته ډیر ګټور دی. هغه وویل:

« د ننګرهار کانال یوازې د ننګرهار نه بلکه د ټول افغانستان کانال دی. د ننګرهار د محصولاتو د ودې لپاره به پر دغه کانال پانګونه کیږي.»

غني د ننګرهار د نفوس شمیرنې په اړه وویل:

«د ننګرهار د نفوس شمېرنې لپاره به اساسي اقدامات ترسره شي، تر څو حق حقدار ته ورسیږي. په دغه برخه کې ستاسې ملاتړ ته اړتیا ده.»

طالبان او سپکاوی
ښاغلي غني د طالبانو او سولې اړوند خبرو کې وویل چې طالبانو سره سوله کوو.
دی وايي:

«موږ د چا سپکاوی نه کوو. طالبان ددې وطن یوه برخه دي. مګر د نورو افغانانو سپکاوی دې نه کوي. راشي دې او د جرګې له لارې دې له موږ سره تفاهم ته ورسیږي.»

د مشورې قوي بدنه
د افغانستان په ګټو کې دې څوک له ما د انعطاف غوښتنه نه کوي.
ده وویل:

«زه د خپل ولس پر حقوقو معامله نه کوم. د سولې وروستۍ پرېکړه د افغانستان د خلکو پرېکړه ده او ددې لپاره چې ټول افغانان د سولې په پروسه کې ګډون ولري، په کابل کې به د مشورې یوه قوي بدنه جوړه کړو.»

ښاغلي غني همداراز د سولې په اړوند وویل چې څوک دې افغانستان ته له بهره د ویتنام فکر نه کوي چې کله به یوې دلې کودتا کوله او کله بلې، چې شاید په دې کې اشاره طالبانو او نورو داخلي خواو ته وي.

ده پر طالبانو غږ وکړ چې بندیان به یې خوشي کړي، خو دوی دې له پاکستانه ووځي او ملت ته دې وضاحت ورکړي.
ځکه طالبان د ښاغلي غني حکومت سره له خبرو انکار کوي او ډیر داخلي افغان سیاستوال هم د نوموړي خلاف دریځ لري.