په ژوندانه د ولسمشر غني ستاينه!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: مدثر دعوت
افغان هنرمند او د سينما مشهور لوبغاړي ارين خان وايي شخصيتونه بايد په ژوندينه وستايل سي.
“په ژوندانه د ولسمشر غني ستاينه” د هغه لنډ فلم نوم دی چي ارين خان د ولسمشر غني د ستايني لپاره جوړ کړی.
ارين خان ياران سره په خبرو کي وويل”ما ددې فلم لپاره ډير کوښښونه او هڅي کړي،داچي افغانان خپل اتلان په مړينه ستايي غواړم دا دود ختم کړم او هغه شخصیتونه چي وړ وي او د خپل ولس لپاره په رښتيني ډول کار کوي په ژوندينه يې وستايم”
پدې لنډ فلم کي چي د سندري په شمول د احساساتو څخه ډکي جملې او بيتونه کارول سوي ۸ دقيقې او ۳۹ ثانيې دی.

خان وايي “ما غني افغانستان په خپلي ميني او احساساتو کي ستايلی،زه خپل کار ته ژمن او صادق يم،که څه هم داسي کسان به وي چي زما د پرمختګ او ستړياوو مخه ونيسي خو زه به په حرکت کي يم او په پوره باور او ريښتنولۍ سره به مخته ځم.
ارين خان دا لنډ فلم پر خپل رسمي اکاونټ خپور کړی چي د ډيرو مينوالو له لوري يې کار ستايل سوی او دايي د نوموړي يو نوښت بللی.
تاسو په لاندي لينک کي د ” په ژوندانه د ولسمشر غني ستاينه” لنډ فلم کتلای سئ.
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=622432761654341&id=444666765582878