غرب ته د غني ګوتنیونه: د خطرناکو بندیانو خوشې کولو کې مسوول یاست

رنګین تجريدي ډیزاین
راپور: بشر درویش

ولسمشر اشرف غني یوه تازه مرکه کې غربي مشران د ۴۰۰ خطرناکو بندیانو په خوشې کولو تورن کړل.
د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې ولسمشر اشرف غني د ټایمز بریتانوۍ ورځپاڼې سره یوه مرکه کې ویلي چې اروپايي او امریکايي مشران د ۴۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو کې مسوولیت لري.
هغه دې ورځپاڼې ته ویلي:

«که په انګلستان او اروپا کې مخدره توکي ډیر شي او امفیتامین د متحده ایالاتو څنډو ته ورسیږي، نو ستاسو ټول مشران پکې دخیل دي. موږ باید د دې خلاصون په پایلو پوه شو ، او که دا خلک جرمونه وکړي، نو دا د نړۍ ګډ مسؤلیت دی.»

ویل کیږي چې د مخدره توکو یو شمیر لوی قاچاقبران او بهرني اتباع د طالبانو د پاتې بندیانو په ډله کې دي.
ویل شوي چې له ۱۵۰ ډیر د مخدره توکو قاچاقبران د طالبانو د بندیانو په لیست کې دي.
افغان حکومت دا بندیان خطرناک وبلل او د دوی برخلیک مشورتي لویې جرګې ته پریښود چې مشورتي لویې جرګې یې هم د خوشې کیدو تائید رایه ورکړه.
حکومت د لویې جرګې په پریکړې سره تر دې دمه ۸۰ کسان خوشې کړي دي.
ویل کیږي چې د طالب بندیانو خوشې کیدل د یو شمیر هیوادونو د مخالفت له امله ځنډیدلي دي.
فرانسې او آسټرلیا پدې وروستیو کې پر افغان حکومت غږ کړی چې د “ترهګرو” بندیان دې خوشې نه کړي.
تمه کیده چې د بین الافغانستان خبرې به د دې اونۍ په پیل کې د طالبانو د پاتې بندیانو خوشې کیدو وروسته پیل شي؛ خو ویل کیږي چې خبرې د خوشې کیدو په پروسه کې د ځنډ له امله ځنډول شوې دي.
بل پلو ته په ورته وخت کې، امریکايي چارواکي د امکان تر حده ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو د پیل غوښتنه کوي او غواړي د طالب بندیانو خوشې کول ګړندي کړي.
تازه زلمي خلیلزاد هم په خپل خپل وروستي پيغام کې ویلي چې بین الافغاني خبرې دې ژر پیل شي.
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.