
- لیکنه: بهار سمسور
هندی کریکټ مشر ګنګولي سبا د هند غورهلیګ په اړه رسنیو ته معلومات ورکوي
له کورنا ویروس د دوه ځلې ځنډول شوي، هند غورهلیګ ای پي اېل په اړه به سبا وروستۍ پرېکړه واورول شي. دا د لومړي ځل لپاره ده، چې د هند غورهلیګ دوه ځلې ځنډول کېږي، خو لا يې هم روان کال د ترسره کېدو یا هم نه ترسره کېدو په اړه دقیق خبرونه نه دي خپاره شوي. په هندي کریکټ بورډ کې یوې سرچینې کریک ټيکر ته ویلي، چې سبا د اپرېل په دیارلسمه نېټه به د هندي کریکټ بوډ مشر سوراو ګنګولي رسنیو ته معلومات ورکړي، چې روان کال د هند غورهلیګ ای پي اېل ترسره کېږي یا نه. تېره ورځ هم خبر ورکړل شوی و، چې د روان کال په جولای کې به د هند غورهلیګ دیارلسم پړاو ترسره شي.
خو لا هم د هند غورهلیګ مینهوال ګوتې شمېري، چې آیا سږ کال، چې کرونا ویروس ټوله نړۍ وګواښله، هند غورهلیګ به وشي، که نه. تېر ۲۰۱۹ کال د هند غورهلیګ اتلوالي ممبۍ انډينز لوبډلې ګټلې چې روان کال به له خپلې تېرې اتلوالۍ څخه دفاع کوي.