ژباړه: حامد حقمل
تولستوی په هر کونج کې اورېدو؟ آګاتا کریسی هره ورځ به په لاره اورېدو؟ کیپلینګ به په پخلنځي کې اورېدو؟
بشر یو لرغونی تاریخ د داستانونو لري، شفاهي کیسې لسګونه کلونه مخکې هغه وخت چې آن لیک رامنځ ته شوی هم نه، د نسلونو ترمنځ سینه په سینه به یو له بل لېږدېدلې!
موږ ډېر داسې نړیوال داستاني اثار لرو، خو هغه ته څنګه د تکنالوجۍ په اساس پوښښ ورکړو.
په ریښتیا هم چې د کتابونو اورېدل او لوستل ډير توپیر نه لري، موخه او مهمه دا ده چې داستان واورو او له هغې خوند واخلو؛ مهمه نه ده چې له کومې لارې دغه کړنه تر سره کړو. لاندې مو دیارلس هغه لارې چې د غږیز کتابونو اورېدل ګټه کوي ذکر کړې دي.
۱ــ کولس شئ کله چې کار کوی، غږیز کتاب واورئ.
کله چې تاسو غږیز کتاب اورئ، اړتیا نشته چې ټول حواس مو کتاب ته وي، ځکه چې تاسو سترګې ازاد کتل کولی شي، غواړی څه ووینۍ روا واخلۍ نو کولی شئ، غږیز کتاب مو د کار خنډ نه ګرځي.
البته چې اکثره وخت؛ د بعضو کارونو سرته رسول د کتاب د اورېدو سره نه کېږي، خو ډیری وخت داسې کارونه شته چې د غږیز کتاب ورسره اوریدلی شو.
کولی شو کله چې په لار قدم وهو، ورزش کړو، په موټر کې سفر کوو او داسې نور کارونه…
۲ــ د غږیز کتاب په اورېدو مو، لاسونه ازاد دي
واقیعت دا دی چې غږیز کتابونه (( هندزفري)) دي مطلب دا چې کولی شو په د ورزش په وخت کې تولستونی واوري او کلیپلینګ کولی شي په پخلنځي کې یې واوري چې د شپې ډوډۍ تیاروي.
غږیز کتابونه د هغه چا لپاره چې هغوي د چاپي کتابونو اړول را اړول ورته ستونزمن یا هم د پاڼو ساتنه ورته سخته وي، نو کولی شي له غږیز کتابونو خوند واخلي او ترې ګټه پورته کړي.
۳ــ غږیز کتاب هنري لارویان لري
د یو چا د غږ اورېدل د داستان په شخصیت اغېز کوي، هغه کسان چې په هنري بڼه کتاب په غږیزه بڼه وايي فکر کوي د کتاب لیکوال ماته لکچر راکوي او د همغه لیکوال د شخصیت ښکارندوی ښکاري.
او د ویونکي غږ له داستان سره کمک کوي، او د چاپي کتاب نه یې هنري اغېزه زیاتېږي.
۴ــ د غږیز کتابونو په اورېدلو سره وخت په اسانه تېږي.
موږ په ډيره لږه اندازه فکر کوو؛ او ډېر تمرکز مو په لوبو او ساتیریو وي او کم تمرکز مو په تیر ( ضایع شوي) وخت وي. نو له همدې امله وخت پرواز کوي او موږ ښکته ځو.
تر ډېره په اوږدو سفرونو ځو لاره خورا ستړې کېدونکې وي، خو د غږیز کتاب په اورېدو سره هم مو له وخت نه ګټه اخیستې وي او هم اوږده لاره راباندې اسانه شوې وي.
۵ــ غږیز کتابونه مو له یواځیتوب ژغوري
د غږیز کتابونو درلودل له یواځیتوب سره مبارزه ده.
په ټول کې ویلی شو چې د یواځیتوب په وخت کې د انسان تر ټولو ښه ملګری کتاب دی چې انسان له یواځیتوب ساتي او ذهن یې له منفي فکرونو ژغوري.
کوم وخت چې د جالبو شخصیتونو داستانونه اورم او د هغه په اړه په خیالي فکر کې ډوب وم، نو غږیز کتاب هغه ملګری ته ورته دی، چې ته یوازې اتاق کې ناست وې او دوی درته کیسه کوي.
۶ــ غږیز کتاب تاسې یوې بلې نړۍ ته وړي، او له ورځني ناخوالو او خفګان مو ژغوري
فکر وکړئ خپلې دندې ته هره ورځ روان یاست د تګ په وخت موټر کې د ناست ملګری نه تنګ راغلي یاست؟ هره ورځ د موټر له تګه ستړي شوي یاست؟ د غږیز کتاب په اورېدو سره کولی شئ دا هر څه له منځه یوسئ. نو هر کله چې موټر کې یا هم لاره کتاب اورئ تاسو به یوې نوې نړۍ ته ځئ او خپل هواس به مو د ښار له شوره د موټر له شته سوارلۍ څه جم او د لاره به درباندې نېږدې کېدونکي تمامیږي.
۷ــ د غږیز کتابونو په اورېدو سره مو خسته کېدونکي کارونه اسانه کېږي
د تېښتې لاره نشته… نو باید هغه ستړېکېدونکي کارونه هم سرته ورسوم.
د لوښو مینځل، نظافت او اتو کول او د کور هر ډول پاک کاري؛ که پوه شو نو کولی شو د دې هر څه تر څنګ غږیز کتاب هم واورو؛ ګټه به مو دا کړې وي یو به مو د کور کارونه په اسانه ترسره کړې وي او بل مو کتاب اورېدلی وي.
۸ ــ غږیز کتابونه هغه کسانو ته چې د کتاب ویل ورته سخت وي، ډېر ګټور دي
د ماشومانو او سپین ږیرو ته چې د کتاب سره تر ډېره اشنا نه وي او د کتاب لوستل ورته سخت تمامېږي،
نو هغه لپاره غږیز کتابونه تر ټول ښه لاره ده او د نړۍ د مطالعې لپاره یې هیلې زیاتېږي او هم کولی شي چې وخت ښه په تېر شي.
غږیز کتابونه د ړندو او هغه کسانو لپاره چې سترګې لید یې کم وي کولی شي غږیز کتاب واوري، او داسې خوند به ترې واخلي لکه هغه کسان چې سترګې یې جوړې وي.
په ۲۰۱۰ م کال کې په ییواسکیلا پوهنتون کې د یوې څېړنې په ترڅ کې د یو ښه داستان اورېدل د انسان مغز فعال ساتي.
۹ ــ غږیز کتابونه کولی شئ، په ډلییزه توګه واورئ
ډيری د کتابتون یا د مطالعې ځایونه لرو خو دا تجربه مو د کتاب ویلو کمه ده چې یو کتاب لولو او هغه له بل چا سره شریکه کړو. د غږیز کتابونو په وسطه کولی شو په هر ځای کې کینو او کتاب واورو او له بل کس هم په ورته وخت دغه کتاب راسره واوري کله چې څو نفره یو کتاب ته غوږ نیسي نو کولی شي دوی هلته په یوه موضوع بحث وکړي خپلې تجربې یې شریکې کړي نو دغه شریکول په مطالعه کوونکو مستقیم مثبت اغېز کوي.
د ساري په ډول : کله چې موږ د ماشوم غږیز کتاب اورو نو کولی شو هلته پلار مور یا هم د کور مشر هغه په ګډه سره واوري او د یو بل تجربې سره شریکې کړي او خپل مسولیتونه سره درک کړي.
۱۰ ــ غږیز کتابونه د خوب وخت کې ډيره ګټه لري
موږ ټول د شپې د خوب له ګټو خبر یو.
بې خوبي د ستړیا ، خسته ګۍ او د ورځنیو کارونو ضعیفوالی سبب ګرځي.
ډیری پوهانو د غږیز کتابونو په ګټو او ارامښت ویده کېدو او بې خوبۍ لیکنې کړې دي،
د غږیز کتاب په اورېدو سره مو حواس یوې خواته راټولېږي، او اهسته اهسته دغه حواس کمېږي او د خوب په طرف ځي.
۱۱ ــ غږیز کتاب تاسو سره د کتاب په خلاصولو کې همکاري کوي
د کتاب ویل په نني ژوند کې ستونزمن شوي ، مطلب دا چې د ژوند بوختیاوې انسان دې ته نه پرېږدي چې کتاب مطالعه کړې!
د کتاب مطالعه کول یو ځانګړی او مناسب ځای غواړي چې مطالعه کوونکی نه شي کولی چې په کار ځای کې هغه ته وخت ورکړي بعض کارځایونو کې دغه فرصت وي خو ډيریو ځایونو کې دغه موقع نه وي؛ نو داسې بوختیاوو کې د کتاب مطالعه او د هغه خلاصول ستونزمن دي.
د غږیز کتابونو یوه بله ګټه دا هم ده چې تر ډيره مشخص ځای نه غواړي او کولی شو تر ډیره په هر ځای کې کتاب واورو او کله چې ورځې ډير واورو حتمن خلاصېږي او د بل کتاب د اورېدو پرست راکوي.
۱۲ ــ د غږیز کتاب په اورېدو سره انسان د ارامښت احساس کوي
دا به مو ښه په یاد وي چې کله ماشومان وئ، او چا به چې کیسه درته کوله څومره خوند به یې کړ او په مینه به ورته غوږ وی!!
کله به چې مور و پلار یا هم نیا و بابا درته کیسې کولې ډيرې به مو په مینه اورېدې نو غږیز کتاب تاسو ته دغه خوښه خاطره د ماشومتوب یادوي.
ایا داسې څوک شته چې د کیسو له اورېدو یې بد راځي؟
۱۳ ــ تاسو کولی شئ ، غږیز کتابونه په وړیا ډول تر لاسه کړئ
غږیز کتابونه اوس ډیرو کسانو په غږیزه بڼه ویلي دي کولی شئ له ځینو سایټونو او یوتیوب چینلونو همدارنګه ټولیزو رسنیو ترلاسه کړئ.