ژباړه: عطامحمد میاخېل
په عاطفي اړیکه کې د نظر اختلاف طبیعي دی او هره اړیکه ممکن له ستونزې سره مخ شي. هو هغه څه چې ارزښت لري، د حل کولو تګلاره یې ده. تاسو څه ډول د خپلې عاطفي اړیکې ستونزې حل کوئ؟ که خوښېږي مو، چې د یوې مینهناکې اړیکې د ښې کېدو پر تګلارو پوه شئ، نو لاندې لیکنه لولئ.
د خبرو کولو لپاره پروګرام جوړ کړئ
کله چې ستونزې پیلېږي، نو له مقابل لوري سره د اړیکې ټینګښت سختېږي، له هغه ځایه چې تاسو او د ژوند شریک مو له یو بل څخه خپه یاست، له یو بل سره د خبرو کولو لپاره لېوالتیا هم نه لرئ، خو په دې وخت کې خبرې اترې یو له مهمو کارونو څخه دي، چې باید په خپل ژوند کې لومړیتوب ورکړئ، له دې امله لاندې ټکو ته پام وکړئ:
ـــ د بېلګې په توګه هره ورځ پنځلس دقیقې د هغو پروګرامونو په اړه، چې د ورځې په اوږدو کې یې لرئ، د خبرو کولو لپاره ځانګړې کړئ، یا د ورځې په منځ کې، د خپل ژوند شریک ته زنګ ووهئ او د کار د وضعیت پوښتنه یې وکړئ.
ـــ د ستونزو په اړه د خبرو کولو لپاره د یوه مناسب وخت ځانګړي کول هم له ډېر زیات ارزښت څخه برخمن دی. په دې شرایطو کې ستاسو ډېری اروایي فشارونه (سټرسونه) له منځه وړي او ګډ نظر ته د رسېدو لپاره، لاره خلاصېږي.
ـــ هڅه وکړئ، چې د خبرو کولو شرایط آسانه کړئ. مثلاً که د ژوند شریک مو کاري سټرس لري، لومړی هغه ته دا ښکاره کړئ، چې ملاتړی/ ملاتړې یې یاست، په هغو شرایطو کې، چې تاسو دواړه د آرامتیا احساس لرئ، خبرې اترې پیل کړئ.
په عمومي ځایونو کې له یو بل سره خبرې وکړئ
که داسې احساس کوئ، چې ښایي د خپلو خبرو اترو په لړ کې غوسه شئ او چیغې ووهئ، غوره ده چې د خبرو لپاره عمومي ځایونه، لکه پارک، رسټورانټ او کافي شاپ وټاکئ، په دې شرایطو کې به خپله آرامتیا په ښه توګه وساتئ.
ښه اورېدونکی و اوسئ
که د اړیکې یو لوری داسې احساس وکړي، چې خبرې یې نه اورېدل کېږي، نو په ستونزو باندې به مو یو بله ستونزه ور زیاته شي. له دې مسئلې څخه د مخنیوي لپاره، غوره ده، اورېدل تمرین کړئ.
سربېره پر دې:
ـــ د خبرو کولو پرمهال د خپل مقابل لوري سترګو ته ځیر شئ. کله چې د ژوند شریک مو خبرې کوي، شاوخوا ته له کتلو، په خپل موبایل کې له بوختېدلو او داسې نورو کارونو څخه ډډه وکړئ.
ـــ د خپل مقابل لوري په خبرو باندې د «هو» «پوهېږم» یا «ښه ده، دوام ورکړه» ټینګار وکړئ. دا کار مکالمې ته د دوام ورکولو لپاره، هغه ته اړینه انګېزه ورکوي.
د مفرد شخص له لومړۍ کلمې یا له هماغه «زه» څخه ګټه واخلئ
که په خبرو کې مو تل د «ستا» له کلمې څخه ګټه واخلئ، نو خپل مقابل لوري ته دا احساس ور لېږدوئ، چې ټوله نیمګړتیا د هغه په غاړه ده. په بله وینا، داسې تر سترګو کېږي، چې د هغه د رټلو په حال کې یاست، له دې امله تر کومه ځایه چې شونې وي د «ستا» پرځای د «زه» له کلمې څخه ګټه واخلئ. مثلاً «ته هېڅکله خپل تخت نه ټولوې او نه یې هم منظموې.» دا جمله بیان کړئ «زه به درنه ډېره زیاته منندویه یم، که خپل تخت دې ټول او منظم کړې.»
خپله مینه څرګنده کړئ
که د ژوند شریک مو داسې احساس وکړي، چې تاسو هغه او کارونه یې نه ستایئ، له تاسو څخه خپه کېږي او دا موضوع به له ځان سره ډېرې ستونزې ولري، په همدې دلیل د مننې د کلمې بیانول لکه «مننه کوم» یا «زه په تا باندې ویاړم» په هره اړیکه کې اړین دي.
مثلاً که مېرمنې مو له خوړو خوړلو وروسته، لوښي ووینځل او پخلنځلی یې پاک کړ، له هغې څخه مننه وکړئ، چې پوه شي، چې له مینې او محبت څخه یې منندوی یاست. په دې کار سره به هغه هم متقابل چلند ښکاره کړي.
له خبرو کولو مخکې، فکر وکړئ
ښایي کله وخت د رامنځته شویو ستونزه له امله، ډېر زیات غوسه شئ او داسې جملې په خوله راوړئ، چې وروسته مو د پښېمانۍ سبب شي، یا دا چې د ژوند شریک ته مو بد احساس ور ولېږدوي، چې د جبران وړ نه وي، په دې شرایطو کې غوره ده، مخکې تر دې چې کومه خبره په خوله راوړئ، نو د پایلو په اړه یې ښه فکر وکړئ.
د خپل ژوند د شریک د خبرو له پای ته رسېدو مخکې، خبرې مه کوئ
د مقابل لوري د خبرو پرې کول او د هغه د خبرو په ځواب کې د توضیحاتو ورکول، یو د ستونزو د رامنځته کېدو له دلایلو څخه دی. که داسې عادت شوي یاست، چې د خپل ژوند د شریک د خبرو په منځ کې ور وغورځئ، نو غوره ده، چې همدا اوس دا عادت پرېږدئ او هغه/ هغې ته دا اجازه ورکړئ، چې ستاسو له ځواب مخکې خپلې ټولې خبرې پای ته ورسوي.
دا کار نه یوازې هغه/ هغې ته دا احساس ورکوي، چې خبرې یې ارزښت لري، بلکې تاسو به یې هم په موخه باندې ښه پوه شئ.
که ګرم تاسو یاست، بښنه وغواړئ
کله وخت، د دې لپاره چې یوه اړیکه پرمخ لاړه شي، بښنه غوښتل اړین دي. له دې امله هڅه وکړئ، چې له مقابل لوري سره رښتینی و اوسئ او چېرته چې اړینه وي، پښېماني مو څرګنده کړئ، له بښنې غوښتلو وروسته هم د هغه کار د جبرانولو په فکر کې اوسئ، کوم چې ترسره کړی مو دی.
د بېلګې په توګه، ووایئ: “زه واقعاً د دې له امله، چې ناوخته کور ته راغلم، بښنه غواړم، له دې وروسته به هرومرو تا خبروم…”
د حل لارې په لټه کې اوسئ
د ستونزو د حل کولو لپاره لومړی ګام، د هغو پېژندنه ده. واقعاً ستاسو ستونزه په کوځای کې ده؟ مثلاً که تاسو او د ژوند شریک مو له یو بل سره په دې وروستیو کې ډېرې لانجې لرلې، نو د دلیل په لټه کې یې و اوسئ، ښایي هغه ستونزه چې تاسو ورسره لاس و ګرېوان یاست، د خپل ژوند د شریک له ستونزې سره مو توپیر ولري.
ښایي تاسو له خپل خاوند څخه له دې امله خواشینې او خپه اوسئ، چې د کور په کارونو کې درسره مرسته نه کوي، په داسې حال کې، چې خاوند مو تاسو یو تمه کوونکی فرد ګڼي، نو د ستونزو د بررسۍ او د هغو د رامنځته کېدو د لامل په اړه یو وخت ځانګړی کړئ.
له خپلو اړتیاوو څخه خبرې وکړئ
وروسته له دې چې د ستونزو لامل مو وپېژانده، باید د خپلو احساساتو د څرګندولو لپاره د حل لارو په لټه کې واوسئ. د دې موخې لپاره غوره ده، چې د «زه» پر ځای د «ته» له کلمې څخه ګټه واخلئ. هر څه مو چې په زړه کې دي په خوله یې راوړئ، چې د ژوند شریک مو هغه اړتیاوې او نیمګړتیاوې، چې تاسو یې احساسوئ، وپېژني.
د بېلګې په توګه: «د کور کارونه دومره زیات دي، چې په سر باندې مې همداسې انبار شوي دي، خوښېږي مې چې کله وخت له تا څخه مرسته وغواړم.»
خپلې ژمنې ته ژمن واوسئ
وروسته له دې، چې د خپل ژوند له شریک سره مو خبرې اترې نتیجې ته ورسولې او د ښهوالي لپاره مو یې تصمیم ونیوه، مهمه ده، چې ټولو ته یې پابند پاتې شئ، پرته له دې هماغه تېرې ستونزې، حتا په بده بڼه به تکرار شي.
مثلاً که له خپلې مېرمنې سره مو ژمنه کړې وي، چې د کثافاتو سطل به هره شپه له کور څخه بهر وړئ، نو د دې کار په ترسره کولو کې لټي او ټنبلي مه کوئ. په خپلو ژمنو باندې وفا نه کول، اعتماد او د خبرو ارزښت مو تر پوښتنې لاندې راولي.
له یو بل سره ښې شېبې تېرې کړئ
د خپل ژوند له شریک سره د ښو شېبو وېشل، صمیمیت به مو لا پسې زیات کړي، په همدې دلیل هڅه وکړئ، چې کله وخت له رسمې دندې او کار څخه لرې د بېکارۍ څه وخت مو د ژوند له شریک سره تېر کړئ. که د اونۍ په اوږدو کې د دې کار لپاره ډېر وخت نه لرئ، خواشینی کېږئ مه، هغه څه چې مهم دی کیفیت دی، نه کمیت، له دې امله که وخت مو هر څومره لنډ هم وي، په ښه او غوره بڼه یې تېر کړئ. له یو بل سره د خپلې خوښې وړ فلم وګورئ یا له یوه سیاحتي ځای څخه د لیدنې لپاره، له ښار څخه بهر لاړ شئ.
بدني اړیکه ولرئ
په یوه عاطفي اړیکه کې بدني تماس ډېر زیات ارزښت لري. ښایي تاسو خپلې ټولې ستونزې حل کړې وي، خو که په فزیکي توګه د خپل ژوند شریک ته خپله مینه، لېوالتیا او ملاتړ څرګند نه کړئ، نو کار به مو نیم بشپړ پاتې شي. جنسي اړیکه، عمومي ځایونو کې د لاس نیول، په غېږ کې نیول، ښکلول او… د هغو لارو له جملې څخه دي، چې د ژوند شریک ته مو ستاسو ملاتړ ثابتوي، نو ترې مه یې سپموئ.
یو بل ته وخت ورکړئ
کله وخت اړینه ده، چې د خپل ژوند شریک ته وخت ورکړئ، چې خپله ورځ په یوازې توګه او یا له خپلو دوستانو سره تېره کړي. وخت ورکول به ستاسو اړیکه تازه وساتي. تړلی او منحصر اوسېدل ښه دي، خو تاسو باید خپل ژوند ولرئ او د خپل ژوند د مینې په نشتون کې وکولای شئ، خپلې اړتیاوې پوره کړئ، له دې امله کله ناکله د خپل ژوند شریک ته اجازه ورکړئ، ترڅو ستاسو له حضور پرته د خپل ژوند لپاره تصمیم ونیسي.