څو جملې چې د نورو د باور ترلاسه کولو لپاره یې ویلی شئ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: عطا محمد میاخېل
د نورو اعتماد تر لاسه کول، د ډېری کسانو لپاره ځانګړی ارزښت لري، ځکه چې ستاسو په ژوند او ټولنیزو اړیکو باندې د پام وړ اغېزې لرلی شي. د ځینو جملو بیانول، له تاسو سره مرسته کوي، چې په ورځنیو اړیکو کې د همکارانو، دوستانو او حتا د بېوزله کسانو اعتماد تر لاسه کړئ.
د دې لیکنې په دوام مو تاسو ته ځینې جملې لیکلي، چې په تکرارولو سره به یې نه یوازې د مقابل لوري اعتماد تر لاسه کړئ، بلکې د مثبتو او اغېزمنو خبرو اترو ضمانت به موهم کړی وي.
په خبرو دې پوهېږم
حتا که چېرې تاسو د مقابل لوري، له لید لوري سره مخالف هم یاست، نو هغه ته دا وښیئ، چې خبرو ته یې ارزښت ورکوئ، په دې شرایطو کې، مخکې تر دې، چې خبرې یې رد کړئ، هغه ته ووایئ: (زه ستا خبرو ته درنښت لرم) له دې وروسته خپل نظر بیان کړئ. په دې صورت کې نه یوازې هغه ته د نالیدلي نیولو احساس نه پیدا کېږي، بلکې په تاسو باندې یې اعتماد لا پسې زیاتېږي.
زما په اند…
که چېرې غواړئ، په خبرو اترو کې بریالي شئ، نو باید د مقابل لوري اعتماد تر لاسه کړئ. د دې جملو بیانول، لکه: ( زما په اند … ) یا ( بل وړاندیز … ) مقابل لوري ته مو دا احساس ورکوي، چې تاسو انعطاف منونکي یاست. که چېرې داسې وښیئ، چې د لید زاویه مو تړلې نه ده او کولای شئ، موضوع له بېلابېلو زاویو څخه وارزوئ، نو د مقابل لوري اعتماد مو تر لاسه کړی دی.
په دې اړه دې نظر څه دی؟
تاسو باید دا وښیئ، چې ستاسو لپاره د مقابل لوري نظر ارزښتمن دی. که چېرې د خبرو په پیل کې یې نظر وغواړئ، نو دا اعتماد مو هغه ته ورکړی دی، خو که چېرې هغه فکر وکړي، چې تاسو د هغه له نظر پوښتلو څخه مخکې، په خپله مو قضاوت کړی دی، هغه هم ستاسو په وړاندې دفاعي حالت غوره کوي، له دې امله، د خپل نظر له بیانولو وړاندې، هرومرو د خپل مقابل لوري نظر وغواړئ.
زه څه کولای شم؟
د دې جملې په ویلو سره، چې ( زه څه کولای شم؟ ) په حقیقت کې دا ثابتوئ، چې د مثبتو بدلونونو په اړه انعطاف منونکی یاست، تاسو باید په یوه مکالمه کې دا څرګنده کړئ، چې په خپل ځان کې د مثبتو بدلونونو د رامنځته کولو لپاره اړینه انګېزه لرئ، په دې شرایطو کې نه یوازې نور په ډېرې هوساینې او آرامۍ سره خپل نظر څرګندوي، بلکې په تاسو باندې یې اعتماد هم څو برابره کېږي.
زه په بشپړه توګه غوږ یم
د مکالمې په پیل کې د دې جملې ویل: ( ما په بشپړه توګه غوږ نیولی دی) د یوې اغېزمنې مکالمې تضمین کوي. په حقیقت کې دا ښکاره کوئ، چې یوازې د خبرو کولو لپاره نه یاست راغلي، بلکې د مقابل لوري خبرو ته هم د زړه له کومې غوږ نیسئ.
د ترافیکي ګڼه ګوڼې له امله بښنه غواړم
څېړنو ښودلې، هغه افراد، چې د خبرو اترو په پیل کې د هغې تېروتنې له امله، چې کړې یې ده، بښنه غواړي، د نورو لپاره د اعتماد وړ دي. په حقیقت کې تاسو د دې جملې په ویلو سره، لکه: وبښه، چې په تمه پاتې شوې یا د ترافیکي ګڼه ګوڼې له امله، له تاسو څخه بښنه غواړم. له خپل مقابل لوري سره همدردي کوئ او هغه ته دا احساس ورکوئ، چې په څنګ کې یې یاست، نه یې پر وړاندې.
تېروتنه زما وه
ښایي فکر وکړئ، چې تېروتنه کول، ستاسو تېر او سابقه د مقابل لوري په وړاندې خرابوي، خو واقعاً داسې نه، بلکې برعکس یې ده، تاسو د خپلې تېروتنې په منلو سره، هغه ته دا ثابتوئ، چې هر نقد او نیوکه منئ او د خپل شخصیت د ښه والي لپاره هڅه کوئ، همدا کار د دې سبب ګرځي، چې مقابل لوری مو په تاسو باندې اعتماد وکړي او هغه هم په خپل وخت کې، خپله تېروتنه ومني.
څېړنو څرګنده کړې، هغه افراد، چې نه غواړي دا ښکاره کړي، چې بشپړ او د خوښې وړ دي، له هغو کسانو څخه ډېر جذاب دي، چې غواړي ځان بشپړ او بې عیبه ښکاره کړي.
کولای شې مرسته وکړې؟
کله چې مرستې ته مو اړتیا لرله، نو له خپل مقابل لوري څخه وغواړئ، چې مرسته درسره وکړي، په حقیقت کې دا ثابتوئ، چې په هغه باندې مو اعتماد کړی دی. په دې کار سره په ځان باندې د هغه اعتماد هم زیاتوئ او له یو بل سره به بریالۍ همکاري ولرئ.
زه ستاسو په نظر باندې اعتماد لرم
وروسته له دې، چې له مقابل لوري څخه مو وغوښتل درسره مرسته وکړي، هغه ته دا فرصت ورکړئ، چې خپل نظریات بیان کړي. دا چې هغه وپوهېږي، چې کولای شي، په ځینو مسایلو کې په تاسو باندې کنټرول ولري، یانې دا چې د هغه اعتماد مو تر لاسه کړی دی.
له تاسو پرته نه شم کولای، چې دا کار ترسره کړم
د دې جملې په ویلو سره، خپل مقابل لوري ته دا ښکاره کوئ، چې په هغه باندې مو اعتماد کړی دی او د هغه له لوري د هرې مرستې تر لاسه کولو لپاره چمتو یاست. په حقیقت کې، په دې کار سره مو، خپله اړیکه د اعتماد او مثبت لید پربنسټ را منځته کړې ده او هغه ته هم دا څرګندوئ، چې همکاري ستاسو د اړیکې د بریا کیلي ده.