په جینیوا کنفرانس کي افغانستان ته د میلیارډونو ډالرو مرسته اعلان سوه

رنګین تجريدي ډیزاین

خبریال: فضل الله فضلي
نن د افغانستان لپاره د سیمه ییزي همکارۍ د ګډي ناستي دریمه ورځ وه، چي پکښي د افغانستان لپاره د ۶ میلیارډو ډالرو مرسته اعلان سول.
د افغانستان د ماليې وزارت وايي چي دغه مرسته د دې ناستي یا جینیوا کنفرانس شاملو هیوادونو برېتانیا، اسټرالیا، کاناډا، فنلنډ، چاپان، دنمارک، نیدرلینډ، ناروې، هند، سویډن، ایټالیا او اروپايي ټولني په ګډه اعلان کړه.
127211302 3859383700759021 6984665195377806773 n.jpg? nc cat=106&ccb=2& nc sid=8bfeb9& nc ohc=I4mAlWQaHWoAX hb83J& nc ht=scontent.fkdh1 1 په جینیوا کنفرانس کي افغانستان ته د میلیارډونو ډالرو مرسته اعلان سوه
یادي مرستي د افغانستان سره د راتلونکو ۴ کلونو لپاره کیږي، خو ځني هیوادونه یې په مشروط ډول د یو کال لپاره کوي.
ایټالیا بیا افغانستان کي د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ۳۵ ميلیونه ډالرو مرسته ژمنه وکړه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني دې کنفرانس ته د وینا پر مهال لومړی پر افغان سوله او وروسته پر دولت جوړوني، بازار موندني او د ادارې فساد سره د مبارزې لپاره پر نوي کمېسیون بحث وکړ.
127184852 3474509742625243 6813304615248497336 o.jpg? nc cat=1&ccb=2& nc sid=730e14& nc ohc=61Hr0VpQWlcAX tYx8A& nc oc=AQkxyn nOtjsldBuNr8kwuDShM9uoOogoTFUikQd6LvT5q4THReGeU5KSCDNrcuR0tY& nc ht=scontent.fkdh1 1 په جینیوا کنفرانس کي افغانستان ته د میلیارډونو ډالرو مرسته اعلان سوه
ولسمشر غني وویل د هیواد لپاره داسي سوله غواړي، چي د افغانستان د اساسي قانون او د بشري حقونو له نړیوالو ارزښتونو سره برابره وي.
پدې کنفرانس کي د د مرسته کوونکو هیوادونو په اړه د ماليې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدران وویل چي پاته هیوادونه لکه؛ امریکا، سعودي عرب او نړیوال بانک لا خپله مرسته نه ده اعلان کړې او دوی هم خپلي مرستي د افغانستان سره اعلانوي.
127196470 3859382627425795 708999603008339495 n.jpg? nc cat=103&cb=846ca55b ee17756f&ccb=2& nc sid=8bfeb9& nc ohc=EbQ1XF8x JUAX9xfRDH& nc ht=scontent.fkdh1 1 په جینیوا کنفرانس کي افغانستان ته د میلیارډونو ډالرو مرسته اعلان سوه