د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د کلکتې لوبډلې پخواني لوبغاړي ګاتم ګمبیر د افغان لوبغاړي راشدخان په اړه جالیبې څرګندونې کړې.
ګاتم ګمبیر د سټار سپورټ ټلوېزیون په یوې خپرونه کې ویلې، چې راشدخان په آی پي ایل سیالیو کې ورځ تر بلې بهتره کیږي او ښې لوبې ترسره کوي.
ګمبیر زیاته کړې، چې هیڅ توپوهونکی د راشدخان د پټ راز په حل کېدو نه دی توانېدلی.
د هند آی پي ایل په روان پړاو کې افغانان
د هند آی پي ایل په روان پړاو کې د یوې لوبډلې سنرایزر حیدراباد سره درې افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران لوبیږي.
ددې لیګ په درېیمه لوبه کې د یکشنبې په ورځ سنرایزر حیدراباد د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې پر وړاندې سیالي ترسره کړه، چې کلکتې په لسو منډو بریا خپله کړه.
په یاده لوبه کې سنرایزر حیدراباد لوبډلې دوه افغانان محمدنبي او راشدخان ولوبول، چې راشدخان څلورو اورونو کې ۲۴ منډي ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.
ددې ترڅنګ نبي بیا څلورو اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې او دوې ویکټې یې واخیستلې. نبي د توپ اچونې ترڅنګ توپوهنه هم وکړه، په ۱۱ توپونو یې ۱۴ منډې جوړې کړې.
حیدراباد خپله دویمه لوبه سبا چهارشنبه د رویال چلینجرز بنګلور پر وړاندې ترسره کوي.