ژباړه
ـ سیاستوالو انسانان په دوو برخو وېشلي: توکي او دښمن، یانې یوازې یوه طبقه پېژني چې هغه هم دښمن دی.
ـ زما لوړ پرواز کول هغه دي، چې لسو جملو کې یو څه ووایم چې نور وګړي دا لس جملې په یو کتاب کې وایي.
ـ له نورو انسانانو سره اوسېدل خرابوالی رامنځته کوي.
ـ باید په دوه ګوني تضادونو کې شک وکړو، د کوم ځای څخه معلومه ده چې دا تضادونه یو بل سره تړلي نه اوسي؟ په فلسفه کې معین له نا معین څخه ډېر ارزښت لري، په هماغه ډول چې د رښتیا د ښکاره کېدو ارزښت لږ دی.
ـ د یو حکم غلط والی د دې سبب کیږي چې هغه حکم رد کړو، غلط احکام د انسانانو د ژوند لپاره اړین دي او د هغه رد کول لکه د ژوند رد کول دي.
ـ د هغه کسانو خبره چې وایي مینه ځان غوښتنه ده، خندا لرونکې ده ځکه هر څه زموږ د ځواک پر اساس دي.
ـ ژوند د هغه کسانو دی چې ښه راغلاست ته یې ورځي.
ـ کوم کسان چې خپل ځان کې د حقارت احساس کوي، په نورو باندې رحم کوي خو د خپل غرور له کبله څه نه وایي! یانې درد کاږي او غواړي له نورو سره همدردي وکړي. کوم کسان چې له نورو سره خواخوږي کوي هغه د خپل درد درلودلو له کبله دی.
ـ کوم کسانو ته چې وایي دوی ډېر ښه اخلاق لري، که موږ د هغوی تېروتنې وګورو، نو موږ به په بدۍ یاد کړي که هغه زموږ ملګري هم وي.
ـ هغه څه چې د انسان لوړوالی ښکاره کوي د هغوی کارونه نه ده، ځکه د هغوی بیخ او ریښه معلومه نه ده کوم څه چې د هغه په وسیله انسان پېژندلای شو د هغه ایمان دی.
ـ انسان نشي کولای له خپلو غرایزو څخه وتښتي، کله چې د ځاني خطر څخه لري شي بېرته خپلو غرایزو ته ګرځي.
ـ انسانان له نورو سره د مرستې او ساتنې لپاره اړیکه ټینګوي.
ـ کوم کسان چې غواړي د مشهورتیا خواته لار شي، د خدای څخه واټن نیسي.
ـ د فلسفې څخه غواړم چې د حقیقت پسې لاړ نشي، ځکه حقیقت اړتیا نه لري چې تر شاه یې څوک ولاړ اوسي.
ـ د نېکمرغۍ خطر دا دی چې انسان د نېکمرغۍ په حالت کې هر ډول سرنوشت مني او هم هر ډول انسان .