ژباړه: عطا محمد میاخېل
موږ ټول کله وخت په خپل ژوند کې له داسې شرایطو سره مخامخ کېږو، چې باید بښنه وغواړو او له هماغه کوچنیوالي څخه را ښودل شوي دي، چې کله کوم ناسم کار ترسره کړو، نو باید بښنه وغواړو، خو که هېڅ غلطي مو نه وي کړي څنګه؟ که یوازې ګناه مو داوي، چې خپله واقعي څېره مو ښودلې وي، ځان ښودنه او تظاهر مو نه وي کړئ، څنګه؟
کله وخت په ډېرې آسانۍ د هغو څیزونه په اړه، چې بښنې غوښتلو او توضیحاتو ورکولو ته اړتیا نه لري، بښنه غواړو او ډېری وخت هم بښنه غوښتل پرته له دې، چې پوه شو، په ناخبره توګه یې ترسره کوو، خو په حقیقت کې نباید داسې وي.
کله چې نوی کار و بار مې پیل کړ، څو موده وروسته مې دې ته پام شو، چې هر وخت د بښنې غوښتلو په حال کې یم او دومره مې دا کار ترسره کاوه، چې داسې احساس مې کاوه، چې باید داسې ټي شرټ یا کمیس واغوندم، چې پرې لیکل شوي، بښنه غواړم. ما د لا ډېرو توضیحاتو او ټاکنو لپاره، چې درلودې مې او دغه راز د هغو تصمیمونو لپاره، چې نیول مې او حتا یوازې د دې لپاره، چې شتون ولرم، بښنه مې غوښتله. پوهېږم، چې یوازې نه یم او کولای شم تصور یې کړم، اوس چې دا لیکنه لولئ، زما د خبرو د تائید لپاره خپل سر خوځوئ.
د دې لیکنې په دوام، په دې باندې رڼا اچوو، چې د کومو دلیلونو له مخې، له نورو څخه، له بریده زیاته بښنه غواړئ او فکر کوئ، اړ یاست چې د خپل کارونو په اړه، نورو ته توضیحات ورکړئ.
د نه ډاډمنتیا احساس
تر اوسه داسې پېښ شوي دي، چې داسې احساس وکړئ، اړیاست چې نورو ته توضیحات ورکړئ، د بېلګې په توګه: ولې مو سینګار نه دی کړی؟ یا داسې پېښ شوي، چې د خپل فېټنېس له روزونکي څخه مو د دې لپاره بښنه غوښتې وي، چې کوم حرکت مو په سمه توګه نه دی ترسره کړی؟ بښنه غوښتل او توضیحات ورکول، ستاسو د نه ډاډمنتیا احساس او ستاسو دنننۍ اندېښنې ته ورګرځي او دا څرګندوي، چې د هغه چاپېریال او شرایطو په اړه، چې په پکې مېشت شوي یاست، د اندېښنې او خواشینۍ احساس کوئ. ډېر سخت او ستونزمن کار دی، چې د هوساینې او آرامتیا احساس وکړئ، په داسې حال کې، چې په خپل ځان باندې ډاډه نه یاست.
د شخصیت کمزورتیا
کله چې ډېره زیاته بښنه غواړئ، نو داسې سیګنالونه استوئ، چې څرګندوي، د ارزښتمن اوسېدو احساس نه کوئ او داسې فکر کوئ، چې په یوه لیدنه کتنه یا خبرو اترو کې، په کافي اندازه ښه نه یاست. نن له بده مرغه، د ډېری کسانو د ژوند کیفیت د نورو له قضاوتونو او ناسمو معیارونو سره تړل شوی دی او هره ورځ له نورو سره د خپل ځان د پرتلنې په حال کې دي. دا کسان داسې تصور کوي، که نورو ته ورته نه دي، نو باید له هغوی څخه بښنه وغواړي او هغوی ته توضیحات ورکړي.
د هغو کسان ګډې ځانګړتیاوې، چې له بریده زیاته بښنه غواړي
که څه هم د بښنې غوښتلو نښې نښانې یوه عامه ستونزه ده، چې هرڅوک کولای شي، تجربه یې کړي، خو په هغو کسانو کې ځینې ګډې ځانګړتیاوې شته، چې په پرله پسې توګه بښنه غواړي:
له بریده زیات یووالی او همغږي
هغه کسان، چې له بریده زیات د نورو احساساتو او غوښتنو ته ارزښت ورکوي، تر ډېره له نورو څخه د بښنې غوښتلو په حال کې دي، په داسې حال کې، چې واقعاً غلطي کوي.
په اړیکو کې تسلیم اوسېدل
هغه کسان، چې په خپلو اړیکو کې، له نورو څخه ډېره زیاته بښنه غواړي، تر ډېره خپل مقابل لوري ته دا پیغام ورکوي، چې د خپلو شخصي سرو کرښو یا فردي اړتیاوو د لرلو له امله د ګناه احساس کوي، په دې اساس، دې ته چمتو دي، چې مقابل لوری یې هرڅه ووایي، په سر سترګو یې ومني.
له بریده زیات نرمښت او مهرباني
که د سولې او آرامتیا ساتلو او دغه راز د شخړې او جګړې د مخنیوي لپاره اندېښمن او خواشیني واوسئ، نو په احتمالي توګه له بریده زیاته بښنه غواړئ، په هر حال تاسو غوره ګڼئ، چې بېځایه بښنه وغواړئ، تر دې چې بحث او مناظرې ته ننوځئ.
په بېساري انظباطي چاپېریال کې روزنه
تاسو څه په یوه ډېر سخت او محدود ښوونیز چاپېریال کې روزل شوي او څه په داسې یوه کورنۍ کې روزل شوي وئ، چې والدین مو ډېر زیات قانوني او با دیسیپلنه وو، نو خپله د ماشومتوب دوره مو په مبهمه وېره کې تېره کړې ده، چې دا وېره د دې سبب شوې، چې په پرله پسې بښنه غوښتلو سره، د دننني رضایت او خوښۍ احساس ته لاسرسی پیدا کړئ.
پرېښانه اوسېدل
په دنننه کې د ناکرارۍ له احساس سره ژوند کول، چې تل د نورو د خوښۍ او رضایت په لټه کې دی، د دې سبب ګرځي، چې په ټولنیزو موقعیتونو او اړیکو کې له بریده زیات پرېښانه واوسئ او له بېځایه او پرله پسې بښنې غوښتلو څخه د وسیلې په توګه د ځان د آرامه کولو لپاره کار واخلئ.
څنګه په باور او ډېر اعتبار سره ژوند وکړئ؟
له ښه مرغه تاسو کولای شئ، د خپل فکر بڼې ته بدلون ورکړئ، ترڅو په خپل ځان باندې په ډېر باور سره ژوند وکړئ، که څه هم دا کار آسانه نه دی، خو له روغتیا پال (ډاکټر) او مشاور څخه مرسته غوښتل کولای شي، د کمزورتیاوو او د هغوی د له منځه وړلو لپاره یوه لاره وي. کله چې ستاسو ټول پام د نورو د خوشاله ساتلو په لور وي او له یوازېتوب او رټلو څخه وېرېږئ، نو ستاسو ژوند هغه ډول نه دی، له کوم سره چې مینه لرئ او خپلو غوښتنو ته ارزښت نه ورکوئ.
په پایله کې اروایي روغتیا مو له ډېرو لورو تر اغېزې لاندې راځي. کله چې تل د وېرې په حال کې یاست، نو له اندېښنې او پرېښانۍ سره هم مخامخ کېږئ او د نا کافي اوسېدلو احساس کوئ. تل د نورو د خوشاله ساتلو لپاره هڅه، له ځانه سره ښه احساس نه لري او پایله به یې ناهیلي، خواشیني او اندېښنه وي.
موږ ټول خپل ځانګړي لومړیتوبونه لرو او نباید دې لومړیتوبونو ته د ارزښت ورکولو له کبله بد احساس پیدا کړو، ستاسو ژوند په تاسو پورې تړلی دی او د ټولو کسانو لپاره کوم ځانګړی چوکاټ نه لري. که د خپلو ټاکنو په تړاو ښه احساس لرئ، نو باید هماغه کار وکړئ، چې خوشاله کوي مو، کله وخت انسانان تاسو نه درک کوي او دا کومه ستونزه نه ده. اجازه مه ورکوئ، چې ټولنیزې رسنۍ او ټکنالوژي مو دې ته اړ کړي، چې د خپلو ټاکنو په تړاو نورو ته توضیحات ورکړئ، ځکه په دې کار سره، خپل ځان د نورو قضاوت ته سپارئ او کومه پایله چې ترلاسه کوئ، په ځان باندې نه باور، د نه خوندیتوب او پرېښانۍ احساس به وي. اوس څنګه کولای شئ، چې دا معیوب څرخ ودروئ؟
یوه ژوره ساه وباسئ او یو ګام شاته واخلئ
مخکې تر دې، چې خوله مو د بښنې غوښتلو لپاره پرانیزئ، نو یوه ژوره ساه وباسئ او مکث وکړئ. آیا واقعاً اړینه ده، چې بښنه وغواړئ، آیا ستاسو تېروتنه د کوم چا د ځورېدو لامل شوې ده؟ آیا داسې کوم کار مو کړی دی، چې کوم چاته بد احساس ورکړئ؟ یا دا چې یوازې له یوه بد احساس څخه د مخنیوي لپاره، غواړئ بښنه وغواړئ؟ له بښنې غوښتلو څخه مخکې یو ګام شاته اخیستل او مکث کول، د دې سبب ګرځي، چې له خپل ځان سره دا مشخصه کړئ، چې آیا واقعاً توضیحاتو ورکولو او بښنې غوښتلو ته اړتیا شته او که نه.
خپل عصبي تحریک کوونکي وپېژنئ
موږ ټول کمزوري ټکي یا حساسیتونه لرو، چې د دې سبب ګرځي، ترڅو غبرګون ښکاره کړو، ځینې کسان په سکوت او بښنې غوښتلو سره غبرګون ښکاره کوي. که په دې باندې پوه شئ، چې کوم څیزونه مو اعصاب تحریکوي، کولای شئ زده کړئ، په آګاهانه توګه د هغو توپیري غبرګونونو په اړه، چې ښایي ښکاره یې کړئ، فکر وکړئ.
خپلو خبرو او کلمو ته فکر وکړئ
ښایي د هغو افرادو برخه وئ، کله چې تاسو څخه پوښتنه کېږي یا د لا رونټیا لپاره، بښنې غوښتلو او یا د ډېرو توضیحاتو ورکولو ته ځان اړ وګڼئ. د بښنې غوښتلو پرځای هڅه وکړئ، چې پوښتنه وکړئ، حتا که د کوم څرګند څیز په اړه هم وي، هېڅ ستونزه نه شته، چې د لا ډېرو جزئیاتو غوښتنه وکړئ یا پوښتنه وکړئ، چې په دې باندې ډاډه شئ، چې د مقابل لوري موخې ته مو پام شوی دی او که نه.
له بده مرغه د ډېری کسانو لپاره بښنه غوښتل په یوه عادت باندې بدل شوی او پرېښودل یې سخت او ستونزمن کار دی؛ له دې امله تمرین ته اړتیا لرو، ترڅو ناسم عادت پرېږدو. که فکر کوئ، چې د احساساتو او تحریکوونکو څیزونو په اړه لیکل، له تاسو سره مرسته کوي او کولای شئ، په خپلو افکارو باندې په غوره توګه مرور وکړئ، ترڅو له نا اړینې بښنې غوښتلو څخه مخنیوی وکړئ، نو ډېره ښه ده، لاس په کار شئ او دا یاددښتونه په هرځای کې له ځانه سره ولرئ، فکر مه کوئ، چې کولای شئ، په یو مخیز ډول دې موخې ته ورسېږئ، خو له لاملونو څخه خبرېدل به له تاسو سره ډېره زیاته مرسته وکړي، هرڅومره، چې ډېر د خپلو چلندونو په اړه معلومات ولرئ، نو په ښه توګه کولای شئ، چې کنټرول یې کړئ.