مور او پلار چې په ماشومتوب کې یې ستاسې له تمې سره ستاسو غوښتنو ته رسیدهګي نه وي کړې او ډېر نور کسان چې په ژوند کې یې دردولي وی، دغه څه کله کله ستاسو په وجود کې دومره ژور ټپ رامنځته کوي، چې له ځان سره وایی: «هېڅکله یې هم نه بښم»
«ځینې کسان هېڅ د بښلو ارزښت نه لري»، «ځینې پېښې هېڅ د بښلو نه دي»؛ خو له بلې خوا مذهبي مشران او ارواپوهان وایي چې بښنه کول مو د وجدان له عذابه ژغوري او فشارونه مو له منځه وړي، چې دغه څه د روغتیايي او رواني مسایلو لپاره حیاتي ارزښت لري.
هر څوک کېدای شي یوه ورځ تېروتنه وکړي.
فکر وکړئ تاسې خپله تېروتنه کړې ده او له مقابل کس څخه یې د بښنې تمه لری.
بښنه په شخص کې هیجاني او عاطفي حالت پیدا کوي.
عاطفه، غوسه له منځه وړي؛ خو غوسه بیا د انسان مثبته انرژي له منځه وړي او کېدای شي کله ناکله خو يې د تباهۍ سبب هم شي.
کېدای شي تر اوسه مو د ډېرو بدو پېښو لکه وهلو– ډبولو او يا قتل خبرونه اورېدلي وي.
پوهېږئ! قتل ډېری وخت د ډېرې غوسې پايله وي.
اوس فکر وکړئ چې که د خاوند او مېرمنې تر منځ هم بښنه نه وي او ژوند يې له خپګان او غوسې ډک وي، برخليک به يې څه وي؟