
د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پيژندنې ریاست د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې په راتلونکو څو ورځو کې د درنې واورې او بارانونو خبرداری ورکړی دی.
د دې وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې چې نن چهارشنبه ( دکب په لومړۍ نیټه) یې خپره کړې کابل، کندهار، زابل، غور، دایکنډي، بامیان، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، میدان وردک، کنړ، لغمان، نورستان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، تخار، بدخشان، بغلان، سمنګان، بلخ او سرپل هغه ولایتونه دي چې ورښت په کې کیږي.
تر دې وړاندې په یوشمېر دغو ولایتونو کې واورو لارې سړکونه تړلي او خلکو ته یې زیانونه اړولي دي.