د ناکامېدلو څو عمده لاملونه: هڅې باید دومداره وساتل شي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
ژباړه

که ستاسو څخه چا وپوښتل چې ناکامي څنګه تعریفوئ نو ورته ووایاست، ناکامي د بریا یوه عمده برخه ده او د دې سبب کېږي چې تاسو خپلې تېروتنې نورې تکرار نه کړئ.

د ناکامي عمده سببونه دا دي:

هغه پلانونه چې مو د بریا لپاره جوړ کړي وه په هغه کې پاتې کېدل او د پلان نه عملي کول زموږ د ناکامي سبب کېږي.

د خپلو تېروتنو نه منل او هغه په پرله‌پسې ډول بیا تکرارول، چې په دې ډول هېڅکله بریا ته نه رسېږو.

د خپلو ګټو لپاره نورو ته زیان رسول، که دا په قصدي ډول وي یا هم غیرقصدي وي.

د خپل ځای او مقام نه پېژندل. په دې نړۍ کې دا چې تاسې اشرف المخلوقات یاست، نو هر انسان باید لومړی ځان وپېژني ترڅو بریا ته ورسیږي.

د خدمت کولو احساس نه درلودل او د دې په نه پوهېدو چې تاسې هم ضرورتونه لرئ، چې د نورو د خدمتونو په وسیله له منځه ځي، نو اړینه دا ده چې هېڅکله باید یوازې خپل ځان په هکله فکر ونه کړو تل د نورو په فکر هم واوسو چې زموږ خیر بل چاته هم ورسېږي.

په دوامداره توګه د خپلې علمي سطحې لوړولو کې پاتې راتلل، موږ د خپل درس او تحصیل په هکله ډېر پام وکړو ځکه د همدې درس په وسیله موږ ډېرو بریاوو ته رسېدلی شو.

په دې جمله باندې اتکا کول چې زه جامع الکمالات یم؛ نو هېچاته اړتیا نه لرم ځکه نړۍ کې هېڅ داسې څوک نشته په یواځې توګه ټول کارونه ترسره کړي فقط خدای دی چې له ځانه پوره دي.

ناسالم رقابت او له نورو سره د ځان مقایسه، هغه څه چې الله ج موږ ته راکړي په هغه شکر نه اوباسو، او تل لوړو ښاخونو ته لاس اچوو، چې پلانۍ/ی داسې دی زه ولې نه یم، زه ولې داسې نشم کولای؟ دا او دېته ورته په سلګونو نور مثالونه شته چې موږ نه پرېږدي چې له خپلو امکاناتو او ژوند څخه خوند واخلو.

که موږ دا کارونه ترسره نه کړو موږ کولای شو د خپلې ناکامۍ مخه ونیسو.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.