د افغانستان او زِمبابوې ترمنځ دوو ټېسټ لوبو کې د فالو آن (Follow on)په نوم اصطلاح دوه ځلې وکارول شوه.
لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، چې ۱۳۱ منډې یې وکړې او زِمبابوې یې په ځواب کې ۲۵۰ منډې وکړې.
دې وخت کې زِمبابوې د فالو آن قانون څخه کار واخیست او افغانستان ته یې د دویمې پاڼۍ توپوهنې بلنه ورکړه.
افغانستان د زِمبابوې منډې په دویمه پاڼۍ کې ورخلاصې کړې او زِمبابوې ته یې ۱۷ منډې هدف ورکړ.
چې زِمبابوې دا هدف پوره کړ او افغانستان ته یې په لس وېکټو ماته ورکړه.
دویمه لوبه کې افغانستان هم د زِمبابوې پر وړاندې ورته عمل وکړ.
افغانستان ۵۴۵ منډې وکړې او زِمبابوې ته یې د دویم ځلې توپوهنې بلنه ورکړه، چې ټارګېټ فالو آن کړي.
د آن اصول فالو (Follow on)
د فالو آن لپاره هغه ټیم مناسب دی یا یې صلاحیت لري، چې په ټېسټ لوبه کې لومړی یا هم دویم توپوهنه وکړي.
یوې لوبډلې چې ډېرې منډې کړې وي او دا باور لري، چې په دویمه پاڼۍ کې هم مقابله لوبډله هدف نه شي پوره کولای؛ نو د دویمې پاڼۍ بلنه هم ورکوي.
یعنې په ټېسټ لوبو کې معمول داسې دی، چې هره لوبډله په نوبتي ډول دوه پاڼۍ لوبوي، خو فالو آن بیا د معمول خلاف دی، یوه لوبډله سر په سر دوه پاڼۍ کولای شي.
په فالو آن کې مهمه خبره د درې پاڼیو لوبول دي، که چېري تر ټاکلو پنځه ورځو پورې هدف پوره نه شو او لوبغاړي هم ونه سوځېدل لوبه ډرا کېږي.
خو دا پرېکړه د زیاتو منډو لرونکې لوبډله ځکه کوي، چې د لوبې د مساویتوب مخه ونیسي او بریا خپله کړي.
مثلاَ که چېري افغانستان په دویمه ټېسټ لوبه کې د زِمبابوې له سوځېدو وروسته یو ځل بیا خپله دویمه پاڼۍ پیل کړې وای، نو ښایي تر څلورمې ورځې پورې دوی لوبېدلای وای او بیا یوه ورځ د زِمبابوې دویمې پاڼۍ ته پاتې کېدې، چې کېدای شوای هغوی د ورځې تر پایه نه وای سوځول شوای، نو لوبه مساوي یا ډرا کېده.
یوه لوبډله هغه وخت د فالو آن پرېکړه کولای شي، کله چې مقابلې لوبډلې ته ۱۵۰ څخه نیولې تر۲۰۰ زیاتې منډې پاتې وي.
که لوبې فرسټ کلاس یا څلور ورځنۍ وي، بیا نو شرط ۱۵۰ منډې لیډ دی.
لوبې دوه ورځنۍ وي بیا نو سل منډې شرط دی.
فالو آن کې لوبه د چا په ګټه وي؟
دې کې ډېره پورې ګټه د هغه ټیم وي، چې د فالو آن پرېکړه یې کړې وي، ځکه دوی کولای شي، بیا د مقابل ټیم هدف ژر پوره کړي او ستره ماته ورکړي.
لکه اوس د افغانستان بریا زیاته ده، ځکه زِمبابوې خپله دویمه پاڼۍ پیل کړې او دې کې هم د افغان لوبډلې قرض ورخلاصوي، خو که زِمبابوې قرض خلاص کړي او بیا هم توپوهنې ته دوام ورکړي، نو افغانستان ته به هدف ورکوي، خو هدف یې ځکه ډېر لوړ نه وي، چې لوړې وېکټې یې لوېدلې وي او وروستۍ وېکټې یې هم ژر لوېدلای شي.
که زِمبابوې منډې پوره کړي او هدف افغانستان ته ورکړي، نو افغانستان بیا توپوهنه کوي او د زِمبابوې هدف به پوره کوي.
او که منډې یې پوره نه کړې، لوبه به افغانستان په یوه پاڼۍ او منډو وګټي.
د فالو آن ګټه
د فالو آن ګټه دا وي، چې بالرانو تیار لاین کابو کړی وي او د توپوهونکو کمزوري ورته معلومه وي او خپلې توپ اچونې ته دوام ورکوي.
د توپ اچوونکو مرال لوړ وي او کولای شي، چې مقابله لوبډله لکه د لومړۍ پاڼۍ په څېر دویمه پاڼۍ کې له ستونزو سره مخ کړي.
چې ښه بیلګه یې دویمه لوبه کې راشدخان دی، چې لومړۍ پاڼۍ توپ اچونه کې یې هم ۴ وېکټې واخېستې او دویمه پاڼۍ کې یې هم د څلورمې ورځې تر وروستیو پنځه وېکټې اخیستي دي.
مقابل ټیم ته یې هم ګټه دا وي، چې له لومړۍ پاڼۍ توپوهنې څخه عبرت واخلي او دویمه پاڼۍ کې بیا هسې تېروتنې ونه کړي.
د فالو آن تاریخچه
د فالو آن لپاره تاریخچه ویکي پېډیا ۱۷۸۷ کال یاد کړی دی، ۱۸۳۵ ، ۱۸۵۴ ، ۱۸۹۴ ، ۱۹۰۰، ۱۹۴۶، ۱۹۵۱، ۱۹۵۷، ۱۹۶۱ او ۱۹۸۰ کې په کرکټ کې واقع شوي.
البته په دې کې د فالو آن سربېره د لوبډلې د ډیکلیر کېدو، میچ ډرا کېدو او نورو په اړه اصول شامل دي.،