د میراحمد یاد لیکنه
د ماليې وزارت د مالیاتو راټولو په پروسې یوه لویه نیوکه دا وه چې مالیات په راڼه ډول نه راټولېږي، ډېره برخه یې د دولت خزانې ته نه ځي، یا دا چې ولس هېڅ مالیه ورکولو ته زړه نه ښه کوي. دا ستونزه د نورو برخو تر څنګ د کوچنیو مالیه ورکوونکو په برخه کې ډېره زیاته محسوسه وه. مالیه ورکوونکي عموماً له لاندې ستونزو سره مخ کېدل:
– د مالیې د مقدار په اړه نه پوهېدل
– په اړونده قوانینو او مقرراتو نه وو خبر
– د مالیې د تحویل په پروسې نه پوهېدل
– په دې نه پوهېدل چې د مالیه د نه ورکړې په صورت کې به کومې ستونزې سره مخ شي؟
– د راغلیو مامورینو په صلاحیتونو او په دې برخه کې له خپلو حقونو، نه وو خبر
د مالیې ټولولو مامورینو له دې دغه ګونګ فرصته ډېره زیاته ګټه اخیسته:
– یوه لاره یې دا وه چې مالیه ورکوونکو سره به یې ډېر تېز او تریخ چلند کاوه او د هغوی په زړه کې به یې وېره پيدا کوله.
– دویم دا چې د مالیاتو د مقدار په اړه یې شفاف معلومات نه ورکول او یو زوړ کاغذ به ورسره و چې د مالیاتو د لایحې په نامه به یوازې د نوم لپاره راخیسته او مالیه ورکوونکي یې ان د لوستو اجازه هم نه لرله.
– درېیم، د مالیه ورکوونکي له دې بې خبرۍ به ناوړه ګټه پورته کېده، ځینې وخت به یې ورته دومره ډېره مالیه محاسبه کړه چې هغه به یې ورکړې ته زړه نه ښه کاوه.
– تر څنګ به یې دا ګواښ هم ورکاوه چې که دومره مالیه تحویل نه کړي؛ نو دوی ورپسې پخوانۍ دوسیې هم را سپړي او په دې برخه کې به بیا د غوښنې جریمې خبره هم کېده.
– په دې پسې بله وسله دا وه چې مالیه ورکوونکي ته به یې د هټۍ د مهرلاک کولو اخطار ورکاوه او تریخ چلند به یې ورسره کاوه.
دا ټولې حربې به په دومره مهارت کارېدې چې مالیه ورکوونکی به بلاخره مامور سره جوړجاړي ته غاړه کېښوده، بیا به مامورینو پرېکړه داسې کوله چې موږ به درته په تعرفې کې لږه مالیه ولیکو او ددې په بدل کې تاسې موږ ته یو مقدار پيسې د شیرینۍ (رشوت) په توګه راکوې.
مالیه ورکوونکی به د فشار لاندې شو، بیا به یې مامور سره جوجاړی وکړ او د مالیې له ستونزې به یې ځان خلاص کړ.
تر څنګ یې بله طریقه دا وه چې د سیمې د مالیې مسئول به له یوه مالیه ورکوونکي خپله شیریني واخیسته، خو په بدل کې به یې دا تضمین ورکړ چې نور به د ماليې راټلوونکي درپسې نه راځي او په دې توګه به بې له ثبته او قانوني پروسې د یوه مالیه ورکوونکي مالیه نېغه د فاسد مامور جېب ته لاړه.
ډېر کله به داسې هم کېدل چې د مالیه ورکوونکي د مالیې قانوني مقدار به لږ راته، خو دا چې مامورین به فشار واردوه په دې خاطر به یې په بېلابېلو دلایلو او بهانو مالیه دومره لوړه وښودله چې مالیه ورکوونکی به خپله معاملې او جوړجاړي ته اړ شول. خو له بده مرغه یوازې رشوت په توګه ورکړې پیسې به له اصلي مالیې زیاتې یا د اصلي مالیې هومره وې، یعنې که چېرې مالیه ورکوونکي دا مقدار له قانوني لارې بانک ته تحویل کړې وی؛ نو نه به یې رشوت ورکاوه او نه به یې په ناقانونه توګه د مالیاتو کمولو لپاره د مامورین ږیره او زنه نیول.
پورته ټولې لیکنه کې د تېر وخت ژبه په دې خاطر نه ده کارېدلې چې یاده ستونزه ګني اوس بشپړه حل شوې ده، خو موخه دا ده چې پورته ستونزې او دومره پراخه فساد ته زمینې برابرولو کې یو لوی فکتور همدا د مالیه ورکوونکو ناخبري وه.
اوس د مالیې وزارت اعلان کړی دی چې په کابل کې د مالیه ورکوونکو د هڅونې یو کمپاین پیل کوي او که یې دلته اغېز مثبت ؛ نو تر ولایاتو به یې هم وغځوي.
د مسئولینو په وینا دا کمپاین به یوه اونۍ دوام وکړي او په لاندې برخو کې د پوهاوي په موخه به کېږي:
– پر وخت د مالیاتو د ورکړې ارزښت
– د مالیاتي جریمو خطر راکمول؛ او
– د اړونده قوانینو او مقرراتو په اړه معلومات
کمپاین تر دې حده ډېر ښه دی، موږ چې خصوصاً په کوچنیو مالیه ورکوونکو کې کومې ستونزې یادې کړي ښایي ځینې موارد يې دلته ذکر شوي، ولې مهمه خبره دا ده چې دغه کمپاین به تر ولسه څنګه رسېږي او ولس ته د پوهاي ورکولو لارې چارې کومې دي، په دې برخه کې دغه موارد یاد شوي دي:
– سیمینارونه او ورکشاپونه
– د لوحو نصب
– رسنیز تبلیغات
– د جوماتو له لارې
دا ټولې لارې هم ګټورې دي، خو اصلي نیمګړتیا دا ده چې په کمپاین کې یوازې مالیه ورکولو ته د خلکو په تشویق تمرکز کړی دی، یعنې دلته حکومت یوازې خپل غم کوي او غواړي چې خلک مالیه ورکړي، خو په دې برخې تمرکز لږ دی چې خلکو ته به دا کمپاین کومې ګټې لري؟
خلک د مالیې له ورکړې ځکه تښتي چې په دې برخه کې پوره معلومات نه لري او د کمپاین باید ډېر د خلکو په ګټه را وڅرخي؛ نه د حکومت، ځکه ستونزه د حکومتي مامورینو له خوا جوړيږي او خلک همدا مامورین د حکومت استازي بولي.
د کمپاین کومه محتوا او د محتوا د وړاندې کولو کومې طریقې چې ښودل شوي، دا که یوازې یو نمایشي حرکت نه وي؛ نو د خلکو په ګټه تمامیدی شي، ځکه خلک له مالیو یوازې په دې خاطر تښتي چې ډېره زیاته ورښودل کېږي او د هغوی یې ورکړې ته تابیا نه راځي.
اصلي موخه دا ده چې د حکومت او تر منځ شته خلا چې اوس یې مامورین خپل فساد لپاره په دروغو ډکوي، دا باید د مالیې وزارت له خوا د قوانین په روښانولو او اسانه تفسیر ډکه کړي، ځکه همدا اوس مالیه ټولونکي د حکومت او مالیه ورکوونکي تر منځ د درېیم سړي رول لوبوي. که چېرې وزارت د همدې درېیم سړي په ختمولو کار وکړي یا لږ تر لږه داسې معلومات وړاندې کړي چې دغه درېیم سړی پکې د فساد لاره برابره نه کړي؛ نو معلومات به مخامخ تر مالیه ورکوونکي ورسېږي او هغوی به یې نه یوازې قانون ته د درناوی لپاره تحویل کړي، بلکې دغه لنډه او شفافه پروسه به یې لا ډېر وهڅوي.
لنډه دا چې د مالیاتو د نه ورکړې یا پکې د فساد ستر لامل دا دی چې د وزارت او مالیه ورکوونکو تر منځ واټن ډېر دی، تشه شته او دا تشه د اړوند قوانینو او مقررو په اړه ناسم پوهای وړاندې کړې ده. مامورین له دغه تشې د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي او خپل فساد ته پکې لاره برابروي، که چیرې دغه تشه په سمو معلوماتو ډکه شي، د فساد فرصت کمېږي، خلک په ډاډه زړه مالیه تحویلوي، وېره نه احساسوي او ځان پخپله د قانون پر وړاندې مسئول احساسوي.
ددې موخې لپاره یاد کمپاین مناسب اقدام دی، خو په دې شرط چې لږ ډېر د ولس په ګټو هم وڅرخېږي، یوازې نمایشي بڼه ونه لري، په ناسمو معلوماتو ډکه شوې خلا په سمو معلوماتو ډکه کړي، په داسې وسایلو ترسره شي چې عام ولس ورته اسانه لاسرسی ولري او په داسې ژبه وړاندې شي چې خلک پرې پوه شي؛ نه دا چې پخوانۍ ناخبره یې لاپسې ډېره او لاره ترې ورکه شي.