د کرونا وژونکې وبا پرله‌پسې لوبلړۍ لغوه کوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

یاران سپورټس
د بنګله‌دېش او پاکستان کرکټ بورډونو پرېکړه کړې چې د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لړۍ به نه ترسره کېږي.
دواړو کرکټ بورډونو دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه، چې په پاکستان کې هم د کروناو ویروس مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي او د روغتیا نړیوال سازمان هم په هېوادونو غږ کړی، چې د دغې نړیوالې وبا څخه د ځان ساتلو په موخه ځانونه او نور خلک قرنطیني حالت غوره کړي.
د پاکستان او بنګله‌دېش کرکټ بورډونو د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۱۶مه اعلان وکړ، چې د پاکستان کراچۍ ښار ته د بنګله‌دېشۍ لوبډلې سفر وځنډول شو.
تمه وه چې بنګله‌دېش د مارچ میاشت په ۲۹مه پاکستان ته لاړه شي او هلته یو ورځنۍ او ټېسټ لوبې ترسره کړي.
د اپریل په لومړۍ نېټه د یو ورځنیو لوبو پیل لپاره نېټه په ډاګه شوې وه او د ټېسټ لوبو لړۍ د اپریل په ۵ مه پېلېدې، خو دا لوبې ښایي په دغې نېټه ترسره نشي او لا وځنډول شي.
له دې وړاندې بنګله‌دېشۍ لوبډلې په فبروري میاشت کې پاکستان ته د شل اوریزو او نورو لوبو لپاره سفر کړی و، چې بنګله دېشۍ لوبډله پکې ماته شوه او یو ځل بیا یې تکل  کړی و، چې پاکستان ته د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره سفر وکړي.
خو دا سفر د کرونا ویروس د وېرې له امله وځنډول شو او کله چې د کرونا تهدید پای ته ورسېږي بیا به لوبلړۍ ترسره شي.
له دې وړاندې د سویلي افریقا او هندوستان ترمنځ په هندوستان کې د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ د کرونا له امله لغوه شوې.
په هند کې د باامنه نړۍ درلودلو په موخه د لېجېنډري یا تاریخي تقاعد شوو لوبغاړو لوبې هم کروناو وېروس وېرې له امله لغوه یا کېنسل شوې.
د انګلستان او سریلانکا ترمنځ ټېسټ لوبې هم یاد ویروس د نه خپرېدو په خاطر لغوه شوې.
په اسټرالیا کې کورنۍ هېوادنۍ کرکټ لوبې هم لغوه کړل شوې.
د نیوزیلېنډ او اسټرالیا ترمنځ کرکټ سیالیو کېنسل شوي دي.
اوس مهال د پاکستان او بنګله‌دېش ترمنځ لوبې هم بې برخلیکه شوې او دا لړۍ به تر هغې روانه وي چې د کرونا وژونکې وبا پای ته نه وې رسېدلې.
pak vs bang.JPG

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.