هغه وېرې، چې د پرمختګ مخه نیسي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: عطا محمد میاخېل
موږ ټول غواړو، چې پرمختګ وکړو او هغو موخو ته ورسېږو، کومې چې په خپل ذهن کې یې لرو، خو ولې ډېر کم کسان خپلو هیلو ته رسېږي؟ د دې لیکنې په دوام له هغو وېرو څخه یادونه کوو، چې له تاسو څخه د تصمیم نیونې ځواک اخلي، خو که چېرې زده کړئ، په هغو وېرو باندې غلبه وکړئ، کومې چې وړتیاوې مو ننګوي، وبه کولای شئ، خپلو هغو موخو ته ورسېږئ، چې یادې ننګونې یې ورته رسېدل ناشونې کوي، په واقعیت بدل کړئ.
له ماتې څخه وېرېږئ
په ژوند کې چې هر څومره لرې موخې ولرئ، نو په ډېرې سختۍ سره به وکولای شئ، هغو تمو او هیلو ته د عمل جامه ور واغوندئ، کومې چې له ځانه څخه یې لرئ، په پایله کې، ځکه چې له ماتې څخه وېرېږئ او فکر کوئ، چې خپلو د پام وړ موخو ته به ونه رسېږئ، غوره ګڼئ، چې یوه پښه په بله واړوئ او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هېڅ ګام پورته نه کړئ، خو د فکر په دې بڼې سره یوازې ځان شاته پاتې کوئ او هېڅکله به ونه شئ کولای، په هغو وړتیاوو باندې پوه شئ، کومې چې ستاسو په وجود کې نغښتې دي، اجازه مه ورکوئ، چې له ماتې څخه وېره په تاسو باندې غلبه وکړي.
هغه وېرې، چې د پرمختګ مخه نیسي، پوښتنه کوئ ولې؟ ښه معلومه ده، له کوم عمل پرته او یوه پښه په بلې باندې اړول به مو په زیان تمام شي، موږ ټول د ژوند په بېلابېلو برخو کې له برخلیک جوړونکو شېبو سره مخامخ کېږو، که چېرې لاس وښورو، نو ژوند به مو را جوړ کړي او دا یوازې زموږ په خپل تصمیم پورې تړاو لري، چې له دې فرصتونو څخه بې پروا شو، یا له هغو څخه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ګټه واخلو. په یاد مو وي، چې هېڅ ستر بریالیتوب له زحمت او کړاو پرته نه شي تر لاسه کېدای.
هغه بریالي کسان، چې په ټلویزیوني خپرونو کې حضور پیدا کوي، په یو مخیزه توګه لوړ مقام ته نه دي رسېدلي، تاسو یې یوازې د زحمتونو پایله وینئ، په داسې حال کې، چې دې بریا ته د رسېدو لپاره، له څومره لوړو او ژورو څخه تېر شوي دي، نو که چېرې په کوم کار مو لاس پورې کړ او د خپلې خوښې پایله مو ترلاسه نه کړه، فکر مه کوئ، چې ماتې مو خوړلې ده، بلکې له دې تجربې څخه درس واخلئ، دا تجربه به درسره مرسته وکړي، چې وروسته تېرې تېروتنې تکرار نه کړئ.
له بریا څخه وېرېږئ
په ډېر احتمال سره، له بریا څخه وېره به مو ډېره کمه اورېدلې وي، هو، هماغه ډول چې ډېری کسان له ماتې څخه څخه وېرېږي، داسې کسان شته، چې د ماتې په څېر له بریا څخه وېرېږي. د ټولنیزو اړیکو ښه والی، فردي پراختیا او دنده ایزه لوړتیا د بریا بېلګې دي، چې ډېری کسان یې په اړه فکر کوي.
که د هر ډول بریا په لټه کې یاست، نو لومړی باید دا وقعیت ومنئ، چې هېڅ بریالیتوب له بدلون پرته نه شي ترلاسه کېدای، یانې همداسې، چې ګام په ګام بشپړې بریا ته نږدې کېږئ د ځینو چارو په بهیر کې به بدلون را منځته شي، ځکه له دې بدلونونو سره عادت شوي نه یاست، ښایي په پیل کې ښه احساس ونه لرئ.
سپارښتنه کېږي، چې له دې بد احساس څخه، چې وېرې او اروایي فشار ته ورته دی، ونه وېرېږئ، ځکه چې دا وېره یوازې د بریا د پړاو یوه طبیعي برخه ده او کوم عجیب و غریب څیز نه دی.
کله چې په کوم نوي کار لاس پورې کوئ په پیل کې یې هیجاني، انرژي لرونکی او په عین حال کې اروایي فشار لرونکی یاست. تل د وېرې یوه برخه مو له دې امله ده، چې خدای مه کړه ماتې ونه خورئ او بله برخه یې د بریا له کبله ده. هغه کسان، چې له بریا څخه وېرېږي، له ځانه پوښتنه کوي: که چېرې بریالی شم، نو څه به وشي؟ داسې نه، چې ټول خلک خپل کارونه ماته وسپاري او ونه شم کولای، چې ترسره یې کړم. وړاندیز کوو، د هغو پېښو لپاره، چې تر اوسه نه دي پېښې شوي، مخکې تر مخکې پروګرام مه جوړوئ.
د هغه چا لپاره، چې له بهر څخه قضیې ته ګوري، دا ډول پوښتنې ورته احمقانه ښکاري، په داسې حال کې، چې ستاسو لپاره همدا بېځایه اندېښنې دومره جدي او واقعي دي، چې حتا په اړه یې فکر کول، هم تاسو په اروایي فشار اخته کوي. پرځای د دې، چې بېځایه اندېښنه وکړئ، ځان ته ووایئ: سمه ده هغه پوښتنې مې چې اوس په ذهن کې دي، داسې څیزونه دي، چې ښایي په راتلوکې کې یې په اړه فکر وکړم، خو واقعیت دا دی، چې اوس دې پوښتنو ته ځواب ورکول په درد نه خوري، بل وخت کولای شم، چې ورته یوه لاره چاره پیدا کړم.
اړتیا نه شته، چې د هغو پېښو لپاره، چې تر اوسه نه دي پېښې شوي، مخکې تر مخکې تصمیم ونیسئ، دا کار یوازې د دې سبب ګرځي، چې بې دلیله وډار شئ او ونه شئ کولای، چې په نورو پړاونو کې سمې کړنې ترسره کړئ.
تر ډېره هغو چارو ته مخه کړئ، چې په اوس وخت کې یې ترسره کولای شئ او د هغو څیزونو په اړه اندېښنه مه کوئ، چې ستاسو له کنټرول څخه بهر دي، پر ځای د دې چې د راتلونکو پېښو په اړه فکر وکړئ، له خپل ټول ځواک څخه کار واخلئ، چې هغه خنډونه لرې کړئ، کوم چې اوس مو په مخکې پراته دي، موخه دا نه ده، چې په بشپړه توګه له راتلونکې څخه بې پروا شئ، بلکې اړینه ده، هغه خنډونه، چې ښایي په راتلونکې کې مو په لاره کې را زرغون شي، تشخیص کړئ، خو اړتیا نه شته، چې د لرې کولو لپاره یې مخکې تر مخکې اقدام وکړئ.
د نورو له قضاوت کولو څخه وېرېږئ
ډېری کسان په دې باور سره ستر شوي دي، که چېرې په ژوند کې هرې بریا ته ورسېږو، نور به مو ملاتړ وکړي او زموږ په بریا باندې به خوشاله شي، خو واقعیت کولای شي بل څیز وي.
په رښتیني او واقعي ژوند کې، ډېری کسان شته، چې ښایي د خپلې شاوخوا کسانو په بریا باندې خپه شي، دا ډول کسان د نورو له بریالیتوب سره حسد لري.
د هغوی لپاره دا ارزښت نه لري، چې څه لاسته راوړنې لرو او حتا هغه کار مو چې ترسره کړی دی، د بشر په ګټه وي، بیا به هم په موږ باندې قضاوت وکړي، که چېرې له بریده زیات د خپلو شاوخوا خلکو نظرونو ته ارزښت ورکړئ، نو له یوې مودې وروسته به په داسې کس بدل شئ، چې پرځای یې نور خلک تصمیم نیسي او له ځانه هېڅ اراده نه لري، پرېږدئ د نورو هرڅه چې زړه وغوښتل ستاسو د تصمیمونو په اړه ووایي.
په ځان دا ومنئ، چې نه شئ کولای د خلکو د افکارو مخه ونیسئ، ځکه که هرڅه وکړئ، په پای کې څنګه یې چې خوښه وي، نیوکه به درباندې وکړي، ورو ورو به د تګلوري په دوام دا زده کړئ، چې د نورو بېځایه قضاوت او نیوکې وړاندې تر دې، چې په تاسو پورې تړاو ولري، په حقیقت کې د هغه څه هینداره ده، چې خپله دي.
وېرېږئ، چې له تېر سره مخه ښه وکړئ
د تېرو لسو کلونو په اړه فکر وکړئ، چې ځوان وئ، هغه وخت ژوند آسانه نه و؟ واقعیت دا دی، چې هغه وخت مو د ترسره کولو لپاره کم کارونه لرل او په همدې دلیل ژوند مو آسانه تېریده.
که چېرې د نننیو واقعیتونو له وېرې، تل په تېر پورې ونښلئ، نو له پرمختګ څخه به پاتې شئ. په تېرې پورې نښتل، ښایي دې ته مو اړ کړي، چې داسې تصمیمونه ونیسئ، چې په هېڅ وجه له اوسنیو شرایطو سره مو سمون نه لري.
وېرېږئ، چې یوازې به پاتې شئ
د ټولو خوښېږي، چې په نورو باندې ګران وي او ترې ملاتړ وکړي. پرته له شکه، له دې چې تاسو ته درنښت وشي او د هغو کارونو لپاره، چې ترسره کوئ یې، وستایل شئ، نو خوند به واخلئ، خو کله وخت هغه څه چې له ژوند څخه یې غواړئ، د نورو له موخو سره په ټکر کې دي. په دې باندې ځان پوه کړئ، بریا هغه مهال ترلاسه کېدای شي، چې تصمیم ونیسئ، داسې یو کار ترسره کړئ، چې ډېری خلک یې له ترسره کولو سره مینه او لېوالتیا ونه لري.
ومنئ، ښایي اړ شئ، چې د بریا تګلوری په یوازې ځان ووهئ، ځکه ډېری کسان دا روحیه نه لري، چې ستاسو په شان، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، ډېرې زیاتې هڅې وکړي، باید له ډېرو خنډونو سره لاس و ګرېوان شئ، په داسې حال کې، چې کم خلک به مو درک کړي. له دې امله ښایي فکر وکړئ، تر اوسه په دې تګلوري باندې هېڅوک نه دي تللي، کوم چې تاسو پرې روان یاست، خو اصلاً دا ډول نه ده، داسې کسان هم شته، چې له ورته ستونزو سره مخامخ شوي دي.
ښایي د تګلوري جزئیات توپیر ولري، خو په ټوله کې تر ډېره بریالیو کسانو، کابو ورته ستونزې تجربه کړې دي، دومره هم چې فکر کوئ یوازې نه یاست، د ژوند په هر پړاو کې به له ستونزو سره مخامخ شئ، چې له تاسو وړاندې داسې کسان وو، چې په دې ستونزو او سختیو باندې یې غلبه کړې ده، که چېرې بل څوک کولای شي له دې ستونزو څخه تېر شي او تر شا یې پرېږدي، نو ولې تاسو ونه شئ کولای؟
وېرېږئ، چې وخت به مو بېځایه تېر شي
له بده مرغه وخت تېرېږي، خو ما تر اوسه کوم خاص کار نه دی ترسره کړی. دا هغه کلمې دي، چې ډېری کسان یې په خپل ذهن کې لري، په ځانګړې توګه هغه کسان، چې په ژوند کې د یو نوي تګلوري په لټه کې دي.
هر څومره چې عمر مو ډېرېږي، نو تر ډېره د وخت تېرېدو ته مو پام کېږي او هڅه کوئ، چې له خپل وخت څخه ډېره زیاته ګټه واخلئ.
که چېرې د زده کړې او یا کوم کار د ترسره کولو لپاره مو وخت په پام کې نیولی وي، نو ډاډه اوسئ، همدا څیز مو چې زده کړی او یا کوم کار مو چې ترسره کړی دی، نو په ژوند کې به مو د نوي تګلوري لپاره زمینه برابره کړي. پرځای د دې، چې د کوم کار په ترسره کېدو او نه ترسره کېدو باندې شک وکړئ، نو د هغه کار د نه ترسره کولو د پایلو په اړه فکر وکړئ او له ځانه وپوښتئ، که چېرې تصمیم ونیسم، چې دا کار ترسره نه کړم، څه به پېښ شي.