ليکوال: مدثر دعوت
د شپږيزې کريکټ لېګ سيالۍ په کابل کې جريان لري.
د روان زېږديز کال له پيله د کرونا وېروس په نړۍ کې د نورو کاروبارونو ترڅنګ د ورزش نړۍ هم په ټپه ودروله.
د تېرې يوې مياشتې راهيسې په نړيواله کچه يو ځل بيا ورزش پيل سوی،چې د کارابين پرېمر ليګ،د انګلستان او پاکستان،همدارنګه د انګلستان او اسټراليا ترمنځ د کريکټ لوبې او په نړيواله کچه د فوټبال او ټينيس مشهورې لوبې د يادونې وړ دي.
خو دا ټولې لوبې د کرونا وېروس له وېرې بيله نندارچيانو ترسره کېږي.
يوازنی لېګ او لوبې د شپږېزې دي چې مينوال کولای سي د نيږدې څخه لوبغاړې وويني او خپلې لوبډلې تشويق کړي.
اوسنيو ورځو کې هم په افغانستان کې هره ورځ محدودې د کرونا وېروس پيښې ثبت کېږي،خو نه هم مينوال او نه هم کريکټ بورډ دا وېره لري چې کرونا وېروس به د لوبغالو او عامو کسانو په منځ کې اغېز وکړي.
نن چې افغانستان کې د شهيدانو د اونۍ په وياړ عمومي رخصتي وه د سهار او ماسپښين دواړو لوبو کې په سلګونه ښځينه او نارينه د خپلو لوبډلو د ملاتړ لپاره راغلي وه.
په دوی کې اکثرو کسانو ماسک اغوستی او واټن يې مراعت کړی،خو ځينو که څه هم د ماسک څخه استفاده نده کړې،ټولنيز واټن يې هم ندی مراعت کړی،پداسې حال کې چې د مينوالو په منځ کې سپين ږېرې او ماشومان هم شتون لري.