د عطا محمد میاخېل ژباړه
اندېښنه مه کوئ، د وېرې ( ډار) له پاره هېڅ دلیل شتون نه لري. که څه هم زما د حل لاره دا ده. البته وېره شتون لري، خو نباید له کوم څه څخه ووېرېږئ، ځکه یوازې مینه ده، چې حقیقي ده. اجازه راکړئ، چې توضیح یې کړم، کله چې تاسو د الله (ج) په لارښوونو او دا چې څوک یاست، پوه شئ او ورته تسلیم شئ، نو د وېرې له پاره هېڅ څه شتون نه لري او دا واقعیت تاسو ته وایي، چې یوازې مینه حقیقي ده.
۱ ـــ خپلې وېرې ته پام وکړئ
هوښیارتیا د ژوند د ډېرو سختو ستونزو کیلي ده، کله چې تاسو ته د وېرې احساس پیدا شو، نو خپل ټول پام ور واړوئ، چې دا وېره ستاسو د بدن په کوم ځای کې ده؟ کوم لاملونه یې د ډېرښت سبب شوي؟ دا احساس څومره اوږد شوی؟ خپلې وېرې ته په ځیر کېدلو سره، دې ته مو پام کېږي، چې دا احساس ستاسو په دننه کې نه، بلکې ستاسو په بهر کې دی، پرته له دې نه شئ کولای، چې کنټرول یې کړئ.
۲ ـــ خپله وېره په غېږ کې ونیسئ
باید پوه شئ، چې د وېرې هر احساس د خوندیتوب احساس دی، هر کله چې د خطر احساس کوو، نو وېرېږو، دا وېره څه د تېرو غاښونو لرونکي پړانګ سره مخامخ کېدل وي او څه د ډېرو خلکو په وړاندې وینا کول وي، دا وېرې له نیوکو او سپکولو او دغه راز د پړانګ په وسیله له خوړلو څخه د مخنیوي او خوندیتوب دنده په غاړه لري. که چېرې دا حقیقت ومنئ، چې وېره نه شي کولای، ستاسو ټول بدن ونیسي، کولای شئ د مینې په احساس یې بدله کړئ.
۳ ـــ خپلې کیسې ته غوږ ونیسئ او بدلون پکې رامنځته کړئ
اوس هغې کیسې ته غوږ ونیسئ، کومه چې ستاسو وېره یې درته کوي. آیا غواړئ، که چېرې د وینا پرمهال کومه غلطي وکړئ، له ډېره شرمه به مړه شئ؟ آیا غواړئ ووایئ، که چېرې فلانکی لېنک ( تړون ) په خپل فېسبوک باندې خپور کړئ، نه یوازې له نیوکو سره به مخامخ شئ، بلکې خپل ټول دوستان به له لاسه ورکړئ؟ د خپلې وېرې ټولې کیسې ته غوږ ونیسئ او له ځانه پوښتنه وکړئ، آیا سمه ده؟ آیا مړ کېږم؟ آیا ټول دوستان به له لاسه ورکړم؟ ډېری وخت دا کیسې یوازې وهمونه دي، چې زموږ ذهن یې جوړوي، نو دا کیسه بیا ولیکئ او خپلې وېرې ته رښتیا ووایئ.
۴ ـــ دا جملې له ځان سره تکرار کړئ
ځانته یادونه وکړئ، چې هېڅ وېرونکی څیز شتون نه لري، په داسې یوه شعار یې بدل کړئ، چې له ځان سره یې هره ورځ تکراروئ ( په دې صورت کې د هېرولو شتونتیا یې ډېره کمه ده ) حتا که چېرې د آرامتیا احساس کوئ، نو دا واقعیت هره ورځ له ځان سره تکرار کړئ: د وېرې له پاره هېڅ څیز شتون نه لري، یوازې مینه حقیقي ده. کله مو چې در په یاد کړل، چې له نړۍ سره همغږي شوي یاست، ترڅو خپل د خوبونو ژوند جوړ کړئ، نو د ملاتړ احساس به وکړئ.