د نړۍ تر ټولو ۱۰ لوړې او عصري فوارې چې پکې فلمي صحنې هم ثبت شوي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ژباړه او راټولوونه: عایشه حیدري

تاسو به ځينې طبیعي ځړوبي، چینې، خصوصاً اوبه شیندونکې چینې لیدلې وي، خو په نړۍ کې د انسان په لاس جوړې شوې داسې اوبه شیندونکې فوارې هم شته چې ستروالی یې انسان حیرانوي. یادې فوارې دومره زړه‌راښکونکې دي چې ډېری سیلانیان د دغو فوارو لیدلو لپاره هغو هېوادونو ته سفر کوي چې دا فوارې پکې واقع دي.
یادې فوارې په ټوله نړۍ کې پېژندل شوې فوارې دي، دا فوارې دومره سترې دي چې د ګينس د ريکارډونو کتاب کې یې هم ځای نیولی او د نړۍ ګڼ شمېر سندرغاړو او فلمي ستورو د دغو فوارو په شاوخوا کې د خپل فلمونو او سندرو صحنې هلته  ثبت کړې دي.
په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د نړۍ لس ښکلې، زړه‌راښکونکې، لوړې او مډرنې فوارې در و پیژنو. د لیکنې تر پایه زمونږ ملتیا وکړئ!

۱- د بلاژیو فواره


د بلاژیو فواره د متحده ايالاتو په لاس وګاس ښار کې واقع ده. دغه فواره د بلاژیو هوټل مخامخ  جوړه شوې ده، او په يوه مصنوعي سیند (د بشر په لاس جوړ شوی سیند) کې واقع ده.
د بلاژیو فوارې شاوخوا هره شپه له هیجان څخه ډکې سندرې ویل کېږي او ورسره نڅا کېږي، په دغه هوټل کې د سندرو او نڅا ننداره هره ورځ له ماسپښین وروسته تر مازدیګر پورې په هر دېرش دقیقو کې يو ځل، او د ماښام له اتو بجو څخه تر نیمې شپې پورې هرو پنځلس دقيقو کې یوځل وړاندې کېږي چې بلاژیو فوارې شاوخوا کې د بولل کېدونکو سندرو له ډلې یوه هم د ټیټانیک فیلم My Heart Will Go On سندره ده.

۲- ټرېوي فواره (Trevi)


ټرېوي یا فونټینا ډي ټرېوي (Fontana Di Trevi) فواره په ټولو نړۍ کې یوه نامتو او پېژندل شوې فواره ده، او د ایټالیا هېواد د روم په ښار کې واقع ده. د دغې فوارې لوړوالی ۲۶.۳ متره او پراخوالی یې ۴۹.۱۵ مترو ته رسېږي، له همدې کبله د باروک سبک او د اروپا ستره فواره شمېرل کېږي.
د دې فوارې په اړه یوه مشهوره افسانه شته چې که چېرې تاسو د دغې فوارې په اوبو کې یوه سکه واچوئ یوه ورځ به مو همدغه سکه یو ځل بیا روم ښار ته راولي.

۳- مونټ جوییک فواره


مونټ جوییک فواره یا (Montjuic) د اسپانیا هېواد د بارسلونا ښار د مونت جوئیک په سیمه کې واقع ده.
دغه زړه راښونکې فواره د بارسلونا نړیوال نندارتون لپاره په ۱۹۲۹ کال کې جوړه شوې ده، هغه مهال د رڼا لاندې د ساتېرۍ او سرګرمۍ لپاره ځینې نندارې ترسره کېدلې، او په ۱۹۸۰ کال په دغو لوبو، موسیقي او سندرې هم ور زیاتې شوې او د دغې فوارې ښکلا یې څو برابره ور زیاته کړه.
کله چې په ۱۹۸۰ کال کې د المپیک سیالۍ په اسپانیا کې ترسره کېدلې، د المپیک سیالیو د نورو چمتووالي ترڅنګ د دې فوارې د بیارغونې چارې هم بشپړې شوې. کله چې د مونټ جوییک فوارې ترڅنګ نندارې ترسره کېږي، د اسپانیا هېواد ډېر وګړي هلته راټولېږي او د ځینو لويو لويو نندارو لپاره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک ورته راځي.

۴- د شتمنۍ فواره


د شتمنۍ په نامه دغه فواره د سینګاپور ښار په یوه لوی سوداګریز مرکز کې چې سان‌تک سیتي(Suntec City)  نومېږي واقع ده. د د یادونې وړ ده چې شتمنۍ فوارې د ګينس د نړیوالو ريکارډونو په کتاب کې تر دې مهاله د نړۍ د تر ټولو سترې او زړه‌راښکونکي فوارې ریکارډ خپل کړی دی. د شتمنۍ فوارې څراغونه د ورځې په بېلابېلو او ځانګړو وختونو کې مړه کېږي، چې هغه کسان چې د دې فوارې لیدلو ته راغلي دي (سیلانیان او د سينګاپور خلک)، وکولای شي د ښه بخت سکې د دې فوارې له اوبو څخه راوباسي.
هر شپه له ۸ بجو څخه تر ۹ بجو پورې د ثروت فوارې په شاوخوا کې په ژوندۍ بڼه سندرې ویل کېږي او د لیزر لوبه لوبول کېږي، نو که چېرې سینګاپور ته سفر لرئ، د دې فوارې لیدل مه هېروئ.

۵- د روسيې او مسکو د ملګرتیا فواره


د روسیې او مسکو د ملګرتیا فواره د روسیې هېواد د اقتصادي لاسته‌راوړنو په پارک کې واقع ده. یاد پارک اوس مهال د روسیې په مرکزي نندارتون بدل شوی دی. د روسیې او مسکو د ملګرتیا فواره د روسیې هېواد ترټولو لوړه، ستره او زړه‌راښکونکې فواره ده. د یادونوې وړ ده چې دغه فواره د سرو زرو له ۱۶  تندیسونو څخه د شوروي یووالي د جمهوریتونو د یاد په موخه جوړه شوې ده.

۶- ټیولي فواره (Tivoli)


دغه فواره چې د فونټانا ډيل اووېټو (Fontana Dell Ovato) په نوم هم يادېږي، د ایټالیا هېواد په ټیولي ویلا (سیمه) کې واقع ده. د ټیولي فواره د يو لړ وړو ابشارونو څخه چې د هګیو بڼه لري جوړه شوې ده، او یادې ټولې هګۍ د یو حوض په منځ کې ایښودل شوی دي او د هرې هګۍ له منځه اوبه بهېږي، دغو ټولو ځانګړنو د ټیولي فواره د نړۍ په یوې ښایسته او زړه راښکونکې فوارې باندې بدله کړې.  ویلا ټیولي فواره او د دغې فوارې شاوخوا شنه سیمه د ډېرو هغو کسانو لپاره په زړه پورې چاپېریال لري چې د ارامتیا لپاره له روم څخه دغې ساحې ته راځي.
د یادونې وړ ده چې د ټیولي فواره د یونسکو سازمان د نړیوالو میراثونو په لړلیک کې ثبت شوې ده.

۷- شاه فهد فواره


د شاه فهد فواره چې د جدې (جده) فوارې په نوم هم پېژندل کېږي د نړۍ تر ټولو لوړه فواره، او د عربستان سعودي په جدې سیمه کې واقع ده. د دغې فوارې اوبه د ۳۱۲ مترو په لوړوالي اسمان ته پورته کوي، او دغو اوبو ټول اسمان پوښولی وي، ان تردې چې دغه اوبه د جدې ښار له لرې پرتو سيمو څخه هم ښکاري.
په دغې فوارې کې د تصفیه شویو اوبو پرځای د سره سمندر تروشې اوبه کارول کېږي او د شپې له خوا د شاه فهد فوارې روښانه کولو لپاره  ۵۰۰ څراغونو کارول کېږي او همدغو څراغونو دغې فوارې ته په زړه پوری ښایست ورکړی دی.

۸- ارچیبالډ فواره


د ارچیبالډ فواره د استراليا هېواد د سیډني په ښار کې واقع ده او په عمومي ډول د اسټرالیا د یوې لویې او غوره فوارې په توګه د سیلانیانو د پاملرنې وړ ده. دغه فواره په ۱۹۳۳ کال کې د استرالیا او فرانسې د ګډ ګډون لپاره له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته پرانیستل شوه. د ارچیبالډ فوارې په جوړونه کې د روم او د یونان هنري اثارو او کلاسیک ادبیاتو څخه ګټه اخیستل شوې ‌ده.
د دغې فوارې په منځ کې د اپولو برنزي تندیس او په شاوخوا کې یې د هغو څارويو تندیسونه چې د روم او یونان په اسطورو کې یاد شوي   ایښودل شوي دي.

۹- سیمسن فواره


د سیمسن فواره د روسيې هیواد په سن پیټرزبرګ ښار کې واقع ده. د پیټرهوف Peterhof مانۍ د هغو ودانیو له ډلې ده چې د پخواني شوروي د تزاري واکمن او امپراتور يیټر الیکسیوېچ له لوري یې په ۱۷۱۰ کال کې بنسټ کېښودل شو. په دغې ماڼۍ کې بیلابیلې فواري شتون لري چې یوه یې د سیمسن فواره ده. دغه فواره په ۱۷۳۰ کال کې په پیټرهوف Peterhof بڼ کې جوړه شوې ده.
د سیمسن فوارې په منځ کې چې کوم تندیس اېښودل شوی د سیمسن تندیس دی، (سیمسن یا د لمر زوی، د یهودانو یو اتل دی چی د تورات په کتاب کې ورڅخه يادونه شوې ده.) د سیمسن فوارې ظاهري څېره داسې جوړه شوې چې په لیدو به یې دا سوچ وکړئ چې سیمسن د شیدو نل (اواره شیري) د خلاصون په حال کې دی.
د سیمسن فواره د روسيې بریا په شمالي جګړو کې د سوئد پروړاندی ښکاره کوي، او د روسیې د بریا یو نماد ده.

۱۰- سواروسکي فواره


د سواروسکي فواره د اتریش په اینسبروک سیمه کې واقع ده. دغه فواره د یوې خولې او سر بڼه لري چې ټوله په بوټو پوښول شوې ده، او دکرېسټال ولټن موزیم Kristallwelten چې د کریستال نړۍ مانا ورکوي مخامخ واقع ده.
دغه فواره په سواروسکي شرکت (د ډانیل سواروسکي شرکت چې د سوارتز په نوم هم پېژندل کېږي او د تېږو په توږلو او د ښیښو او کريستالونو په جوړولو کې مخکښ شرکت دی) پورې تړاو لري. د سواروسکي فواره د دغه شرکت په‌ هغې برخې کې جوړه شوې ده چې د چېرته چې د یاد شرکت کرېسټالونه د نندارې او خرڅلاو لپاره ایښودل کېږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.