کرونا وېروس يو ځل بيا پر باليووډ سېنما اغېز کړی.
تېر ۲۰۲۰ز د نورو کارونو او ورزشونو تر څنګ پر سېنما هم اغېز وکړ او سخته ضربه يې ورکړه.
د هاليووډ څخه تر باليووډ پورې مشهور اداکاران او ادا کارانې په کرونا وېروس اخته سوه،شوټينګونه په ټپه ودرېدله او سينماوو ته د خلکو پر تګ بنديز ولګېدی.
په تېرکال کې داسې فکر نکېدی چې د کرونا وېروس له کبله به په راتلونکو نيږدو کلونو کې خلک سېنماوو ته ولاړسي خو د ۲۰۲۱ز په راتګ سره په باليووډ سېنما کې بيرته د فلمونو د جوړولو چارې پيل سوې او پر سېنماوو ۸۰% بنديز لېري سو.
خو بيا هم په نېږدې ورځو کې د باليووډ مشهور لوبغاړې کرونا وېروس نيولي چې عامرخان، ويرن داون، آرما داون،کريتي سانون او د فاطمې ثنا شېخ نومونه يادولای سو.
د دوشنبې په ورځ فاطمې ثنا پرخپل انسټاګرام باندې سټوري خپره کړې وه او دا يې منلې وه چې په کرونا وېروس اخته سوېده.
دې ليکلې چې د کرونا وېروس ازموينې مې مثبته پايله ورکړه،اوس احتياطي اقدامات پلي کوم او ځان مې په کورکې قرنطين کړیدی.
فاطمه ثنا شېخ په ډنګل فلم کې مشهوره سوه او د ټګز اف هندوستان په نامه فلم په ګډون يې په يو شمېر نورو فلمونو کې هم کارکړیدی او ډېر ژر يې شهرت ترلاسه کړ.