پلار؛ د خپلو والدینو په ارزښت پوه شئ!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ کله چې پلار دې تا رټي، نو له تا سره مینه لري.
۲ ـــ کله چې در باندې فشار راوړي، نو خیر دې غواړي.
۳ ـــ کله دې چې چپ او خاموشه ولیده، نو په حقیقت کې ستا د راتلونکې په اړه فکر کوي.
۴ ـــ کله چې په تا باندې لګښت کوي، نو پوه شه، چې ځان یې په بشپړه توګه بې برخې کړی دی.
۵ ـــ کله چې خاندي، نو پوه شه، چې تا خوشاله کړی دی.
۶ ـــ کله دې چې غوسه ولیده، نو پوه شه، چې د هغه نصیحت ته دې غوږ نه دی نیولی.
۷ ـــ کله چې په ځان پسې د کوټې دروازه تړي، نو پوه شه، چې ژاړي.
۸ ـــ کله چې په هغه باندې غږ لوړوې، پوه شه، چې درناوی ورته نه لرې.
۹ ـــ کله چې ځان ستړی او سرګردانه وینې، پوه شه، چې هغه له تا څخه نا خوښه دی.
۱۰ ـــ کله دې چې ولیدل، د مرګ په ټغر پرېوت او نور یې ونه شو کولای، چې له تا سره خبرې وکړي، نو پوه شه، چې یوه ستره تکیه ګاه دې له لاسه ورکړې ده او په ژوند کې دې تشه را منځته شوې ده، چې نور د پلار په یادولو نه ډکېږي.