کله چې مور او پلار په خپلو ماشومانو باندې چیغې وهي

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: عطا محمد میاخېل
ډېری وخت داسې پېښېږي، چې میندې او پلرونه په خپلو ماشومانو باندې چیغې وهي، پرته له دې چې د دې کار پایلو ته پام وکړي، یوازې په دې هڅه کې دي، چې خپله غوسه تشه کړي. نن هوډ لرو، د چیغو وهلو په اړه خبرې وکړو. ښایي تاسو د هغو انسانانو برخه وئ، چې په خپلو ماشومانو باندې چیغې وهي، یا ښایي کله نا کله دا کار کوئ او یا هم شونې ده، چې ډېر کم داسې پېښ شي، چې په خپلو ماشومانو باندې چیغې ووهئ.
خو که اصلاً دا کار نه کوئ، نو تاسو ته مبارکي وایم. دغه راز که چیغې وهل مو عادت ګرځېدلي وي، ښه نو بالاخره انسان دی، ښایي تر اوسه پورې نه پوهېدئ، چې په ماشومانو باندې چیغې وهل کومې بدې پایلې لري، چې موږ یې تاسو ته وایو، چې څنګه کولای شئ، دا عادتونه له خپل کورني چاپېریال څخه لرې کړئ.
تر ټولو لومړی؛ چیغې وهل تل بدې نه وي، هو سمه ده؛ چیغې وهل کله وخت ګټور او حتا اړین دي. چیغې وهل د خطر زنګ ته ورته یو څه دی، چې کولای شئ له هغه څخه په ډېر احتیاط ګټه واخلئ.
چیغې وهل، د ماشومانو لپاره هغه وخت یوه اخطاریه ده، چې په خطرناک ځای کې مېشتېږي، یانې چیغې وهل باید یوازې د اخطار ورکولو یوه تګلاره وي، نه د ورځنیو چارو د دوام لپاره د وهلو او ټکولو تګلاره.
چیغې وهل ماشومان له څه سره مخ کوي؟
که هوډ لرئ او هڅه کوئ، ترڅو ماشوم د کوم کار له ترسره کولو څخه را وګرځوئ او یا وې دروئ، تل چیغې وهل یې سمه لاره نه ده، که په ډېرې آرامۍ سره غبرګون ښکاره کړئ، نو په خپل ماشوم کې به ډاډ او مینه وروزئ، خو د دې موضوع برعکس هم صدق کوي؛ که تل کار مو په چیغو سره پرمخ یوسئ، نو د ماشوم مغز به مو د جګړې او تېښتې حالت ته چمتو شي.
چیغې وهل، ښایي د دې سبب شي، چې ماشوم ورته کړنه ترسره کړي او ستاسو په لور تهاجمي چلند ولري او حتا وغواړي تاسو ته زیان ورسوي، دغه راز چیغې وهل د دې سبب ګرځي، چې ماشوم مو د تېښتې لاره غوره کړي او یا هم په وېرې او ډار سره تاسو ته وګوري. څېړنو ښودلې، چیغې وهل، په اوږد مهال کې ماشومان هم له کلامي پلوه او هم له فزیکي پلوه تهاجمي کوي.
چیغې وهل ماشوم ته مو دا ورزده کوي، ترڅو چې چغي ونه وهئ، جدي نه یاست
په ډېری مواردو کې، موږ په دې هیله په ماشوم باندې چیغې وهو، چې هغوی دا زده کړي، چې بل ځل پرته له چیغې وهلو څخه کوم کار ترسره یا هم ترې ډډه وکړي، خو هغه څه چې رښتیا دي، په بشپړه توګه برعکس د دې دي! یانې موږ هغوی ته دا ور زده کوو، ترڅو چې چیغې ونه وهو، یانې جدي نه یو.
ستاسو لپاره څو ښې او غوره سپارښتنې لرو، ترڅو له تاسو سره مرسته وکړي، چې له چیغو وهلو پرته، ستاسو او د ماشوم ترمنځ مو د همکارۍ او همغږۍ احساس پیاوړی شي.
چیغې وهل، د اړیکې لپاره سمه بڼه نه ده
کله وخت موږ د دې ناسم باور پر بنسټ چیغې وهو، چې که په لوړ غږ سره خبرې وکړو او یا د یوې موضوع یادونه وکړو، نو ماشوم مو په ډېرې آسانۍ سره کولای شي، چې هغه موضوع یاد ته وسپاري او جدي یې ونیسي، په داسې حال کې، چې داسې نه ده.
ښایي له خپلو چیغو وهلو څخه لنډ مهالې او سطحي پایله ترلاسه کړئ، خو هغه ټکی، چې په ډېرې آرامۍ او د سمې تګلارې په مرسته یې یادونه کېږي، په ډېره اغېزمنه او ژوره توګه د ماشوم په ذهن کې ځای نیسي.
په چیغو وهلو سره نه شئ کولای، خپل پیغام په مستقیمه توګه خپل ماشوم ته ور ولېږدوئ، ځکه ماشومان د احتمالي یا واقعي خطر په وړاندې له ځان څخه د دفاع په لاره کې ډېر هڅاند دي او اصلي مطلب له لاسه ورکوي، خو که چېرې په آرامۍ سره خبرې وکړئ، دفاع ته اړتیا نه ویني او په هماغه څیز باندې تمرکز کوي، چې ستاسو موخه ده.
چیغې وهل باور او اعتماد له منځه وړي
که تل په چیغو او ګواښ سره، د خپل ماشوم په زړه کې وېره او ډار رامنځته کړئ، په تاسو باندې د هغه باور او اعتماد زیانمنېږي او بالاخره له منځه ځي. د چیغې وهلو پرځای، شرایط په بل ډول کنټرول کړئ او د ټوکو او ملتیا په احساس سره، خپل اړین اخطارونه او سپارښتنې هغه ته ور ولېږدوئ.
د یوه ځای یا موقعیت په وړاندې غبرګون ښکاره کول، که ستاسو د ماشوم له نظره، له ملتیا او همغږۍ سره مل وي، نو له راتلونکو، له یو بل سره غوټه شویو ستونزو سره به نه لاس و ګرېوان نه شي او امرونه به مو هم پرځای شي.
ټاکل شوې نه ده، چې تاسو بشپړ او بې عیبه وئ؛ خو آرامتیا مو وساتئ
کله وخت آرامه اوسېدل ډېر سخت او ستونزمن کار وي. کله چې کوچنی زوی مو د پنځلسم ځل لپاره، ستاسو د لاسي بکس شیان د ځمکې پرمخ شیندي، هرومرو ستاسو ماغزه خرابوي.
خو ستاسو آرامه پاتې کېدل به په یقین سره ښه پایله ولري او ماشوم به مو په تاسو باندې ډېر زیات اعتماد وکړي او داسې ماشوم به ولرئ، چې په تاسو باندې باور لري، له تاسو څخه نه وېرېږي؛ له تاسو سره نه جنګېږي او پر تاسو باندې مئین دی.
کله چې کوچني وئ، والدینو مو هر وخت په تاسو باندې چیغې وهلې، اجازه مه ورکوئ، چې دا عادت هم د مال او شتو په څېر ستاسو ژوند ته په مېراث کې ورسېږي. تاسو لا ډېر هوښیار والدین واوسئ، زغم او حوصله مو تمرین کړئ او مینه مو څرګنده کړئ.