ليکنه: مدثر دعوت
د کريکټ بورډ د پريکړي په اساس اصغر افغان يوځل بيا د کريکټ د ۳ واړه فارمټونو لوبډلمشر وټاکل سو.
شايد دا پريکړه د ويسټ انډيز په وړاندي د يو ورځنيو لوبو د لړۍ او يوې ټيسټ د بايللو له کبله سوې وي خو دا پريکړه په افغانستان کي دننه د ښه راغلاست او مخالفتونو سره مخ سوه.
د افغانستان کريکټ بورډ پخواني لوبډلمشر او اوسني لوبغاړي ګلبدين نائب د کريکټ بورډ پريکړه و غندله او ويې ويل چي ده اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کي لوبه نکوي.
د ګلبدين په وينا اصغر د نړيوال جام پرمهال د محمدنبي او راشدخان په مرسته د افغانانو د احساساتو سره لوبي وکړې او ملي بيرغ ته يې هيڅ احترام ونکړ،ددې پرځای چي اصغر څارنوالۍ ته معرفي سي يوځل بيا لوبډلمشر وټاکل سو.
نوموړی وايي نبي زما ښه ملګری وو خو د نړيوال جام پر مهال يې زما د لوبډلمشرۍ او د اصغر د ملګرتيا په خاطر د افغانستان لپاره لوبه نه کوله، دده په وينا چي څو ځلي تر اطاقه ورغلم خو دوی(اصغر،نبي،راشد) مي په وړاندي بې تفاوته وه.
ګلبدين نائب وايي اصغر د خپل ورور لپاره زما کريکټ ۲ کلونه خراب کړ،د ځان لپاره يې د سميع شينواري کريکټ خراب کړ خو کله چي هشمت الله شاهدي د افغانستان لپاره لوبه کوله دادی د ويسټ انډيز له لوبو يې ليري کړ او په لوی لاس يې کريکټ ورخرابوي.
نائب وايي ما په ژوند کي دوه ځلي ژړلي،لومړی چي کله مي لور وفات سوه او دويم ځل په نړيوال جام کي د ملګرو د ناځوانۍ په خاطر.
ګلبدين نائب په خپل ويډيويي خبرو کي د کريکټ نورو اړخونو ته هم اشاره وکړه چي د کريکټ د تباهئ لوی لامل يې عاطف مشعل ياد کړ.
دده خبري چا مثب او چا منفي نيولي خو د کريکټ بورډ رئيس فرهان يوسفزی هم مجبور سو په فيسبوک کي پوسټ وکړي او ګلبدين نائب څخه يې غوښتنه کړې چي کريکټ دي نه پريږدي او د افغانستان لپاره دي لوبه وکړي،ليکلي يې دي، د ځان په اړه فکر مکوه د افغانستان په اړه فکر وکړه.
په عموم کي د يوسفزي پوسټ د نصيحت په شکل ليکل سوی.
يوسفزی ليکي:
((تاسو زمونږه اتل یاستۍ او اوسئ به تل،
Gulbadin Naib :
هیڅڪله د ځان لپاره فڪر مڪوئ د هیواد لپاره،د ڪریڪټ د مینوالو لپاره ، او د لویې افغانستان لپاره فڪر وڪړي او لوبو ته آدامه ورڪړه ،
تاسو باید ځانته نه بلڪي افغانستان ته وګوري،
هیڅڪله د ځان هیلې د ځان استعداد وړتیـا په نورو پوري مه تړي بلڪې ځان د نورو لپاره ولوبوي ،
د ڪریڪټ د مینوالو د زړونو د ترلاسه ڪولو او ڪریڪټ ته د لا خدمت لپاره دا ښه لاره نده، چي تاسو اوس انتخاب ڪړي ده،
په درنښت،
د افغانستان ڪریڪټ بوروډ عمومي مشر:))
د کريکټ بورډ د رئيس دې پوسټ ته ۹۵% سلنه کسانو منفي نظرونه ورکړي وه چي پوسټ بيرته ډيليټ کړل سوی.