د کندوز د شېرخان بندر نوم به مو اوریدلی وي، دا بندر افغانستان او تاجیکستان سره نښلوي. دا مهم سوداګریز بندر د افغانستان د هغه مشهور سندرغاړي د نیکه (شېرخان) نوم ته منسوب دی، چې د افغاني موسیقۍ د نړیوالتوب په هڅو کې مخکښ یادیږي.
فرهاد دریا یادوو؛ د ده هنري تخلص دریا خو اصلي تخلص ناشر دی.
دریا تېرکال د ژوند له یوه خورا ستر نعمت څخه بې برخې او سخت ونړیده.
پروسږ کال بې موره شو، هغه وایي: زه لکه سیند وم، مور مې لکه د غره څنګ ته وه، پرې ډاډه وم او د نړۍ د ترټولو ستر قوت په حیث مې پرې زړه لوی و.
دریا د مور له مرګ وروسته نیږدې یوکال غلی و، اوس یې په یوه تازه مرکه کې د خپلو نوو هڅو او ارمانونو په زړه اړه سپړلی.
زموږ موسیقي باید نړۍ سره تعامل وکړي!
فرهاد دریا وایي د نړۍ د ډېرو بدلونونو په شان موسیقي هم بدله شوې، پاپ، رپ، فیوژن او نور مکتبونه عام شوي، خو موږ لا دې مکتبونو سره لازم تعامل نه دی کړی.
د دریا په وینا افغاني موسیقي باید له دغو مکتبونو سره وصل او په مرسته یې یوه لوړ سټېج ته ورسیږي.
ویډیو؛
تر ټولو مشهور دا افغان هنرمند وایي زموږ موسیقي باید ملي ریښې ولري، خو تمرکز دې پر نړیوالو معیارونو وکړي.
هغه دا خبره ردوي، چې ګواکې د دغو مکتبونو پيروي په ملي لحاظ زموږ موسیقۍ ته تاوان کوي. دریا د امریکا، فرانسې، انګلستان او نورو هېوادونو نومونه اخلي، چې په وینا یې هر یو د موسیقۍ په دغو مکتبونو کې خپل سبکونه او ځایونه لري.
دریا د نړۍ له موسیقۍ سره داسې تعامل غواړي، چې افغاني رنګ او زموږ د ژوند تصویرونه پکې خوندي وي.
دا کار یوازې نه شي!
دریا وایي لوړ ارمانونه لري، خو ځانته یې نه شي پوره کولای. هغه د افغان هنرمندانو بده ورځ او نه لاسنیوی یې د دوی د ارمانونو مخته ټولو نه لوی خنډ یادوي.
دی د هنرمندانو ځوان نسل ته ډېرځوریږي، وایي د ده په ګډون نورو هنرمندانو د ځوانانو سم لاسنیوی نه دی کړی.
دریا ځوانو سندرغاړو ته هیله من دی، چې ډېر به وځلیږي او ښې لاسته راوړنې به ولري، خو ضرور ګڼي چې ښه رهبري یې وشي، سمه انګېزه ورکړل شي او د منزل مقصود مسیر ته سیده شي.
دریا څوک دی؟
فرهاد دریا په ۱۹۶۲ په کابل کې زیږیدلی، په خټه پښتون دی او لومړنۍ زده کړې یې هم په کندوز کې د خپل نیکه په نوم نومول شوي شېرخان ښوونځي کې کړي.
لېسه او پوهنتون یې کابل کې لوستی، له ۱۹۸۰ راهیسې یې د موسیقۍ فعالیتونه پيل کړي او د افغانستان په ژوندیو هنرمندانو کې په نړیواله کچه تر ټولو ځلیدلی هنرمند یادیږي.
دریا د ډاکټر نجیب د حکومت او خپلې ځوانۍ پرمهال د «ګروه باران» په نوم د یوې مشهورې هنري ډلې غړی و.
هغه پرموسیقۍ سربېره د بشري حقونو، سولې، ملي یووالي په برخه کې هم فعال دی. دی له ۲۰۰۶ راهیسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سولې سفیر دی.
د دریا سندرې
فرهاد دریا ته پر پښتو سربېره فارسي، ازبکي، انګلیسي او اردو ژبې هم زده دي. ده پردغو ژبو هم سندرې ویلي، چې له افغانستانه بهر یې په شهرت زیاتیدو او موثریت کې ډېره مرسته ورسره کړې.
دریا د موسیقۍ په اولو کلونو کې رومانتیکې سندرې ویلې، خو له ۲۰۰۳ وروسته په یوه جدي هنرمند بدل شو.
دریا پر دې کال د «سلام افغانستان» په نوم خپل ترټولو مشهور البوم په داسې وخت بازار ته وویست، چې افغانستان تازه له اوږدو جګړو وروسته د نسبي ارامۍ او نظام څښتن شوی و.
ویډیو؛
ده په دغه البوم کې له ژونده زړه تورو افغانانو ته د یوه نوي ژوند هیله او پيغام ورکړ، په دغه البم کې د سولې، ملي یووالي او له جګړې مخکې ماضي ته د افغانستان د ستنولو ارمانونه او پيغامونه نغاړل شوي وو.
شخصي ژوند
فرهاد دریا په ۱۹۹۳ کې له سلطانه امام نومې نجلۍ سره واده وکړ او په ۱۹۹۵ ورسره امریکا ته لاړ.
دوی دواړه د هجران په نوم یو ۲۱ کلن زوی لري.
فرهاد دریا څه موده مخکې د هجران د زوکړې د کلیزې په مناسبت پرخپل فیسبوک له زوی سره یو ګډ عکس اچولی و، چې د دواړو د عمر کم توپير کیدای شو.