ژباړه: نجم الرحمن ناصري
انسان درې لایې لرونکی دی وجود، روان او روح. انسان په یوه لایه نشو پېژندلای او څېړلای. انسان هغه موجود دی چې له دریو لایو څخه چې پورته وویل شوې جوړ شوی. ځاني، روحي او رواني اړتیاوې موجودې دي چې د وجود د هرې لایې د اړتیا په پوره کولو نورې لایې هم د سکون او آرامش احساس کوي.
همدارنګه هغه درد او رنج چې له یوې لایې څخه پیلېږي، د نورو لایو د درد موجب هم کېږي. ځینې اړتیاوې په یوه لایه احساس کېږي، خو د بلې لایې لخوا پوره کېږي. باید پوه شو چې اړتیا له کومې لایې څخه سرچینه اخلي او د کومې لایې له خوا پوره کېږي.
له بل پلوه امکان لري چې یوه اړتیا د ټولو لایو لخوا احساس شي، مثلا خوړو ته اړتیا چې په پوره کولو یې درې واړه لایې د سکون احساس کوي. باید په روح او روان د هغو اړتیاوو د اغیز په هکله پوه شو چې نه دي پوره شوې او ووینو چې ایا د انسان ټولې اړتیاوې باید پوره شي؟ او که پوره نشي څه پایلې به ولري.
د انسان روحي اړتیاوې ډېرې پیاوړې وي او که پوره نشي یادګار پاتې کېږي؛ ژورې کېږي او شکل یې بدلون کوي او په بېلابېلو ډولونو انسان ته درد ورکوي. معمولاً دردېدلی انسان د خلکو د دردولو موجب هم کېدای شي. اوس دا اړتیاوې، پېژندګلوي یې، اهمیت او اغېز یې د وجود پر بېلابېلو لایو درپېژنو:
الف – وجودي اړتیاوې
پوره کول یې د وجود پر سکون سربېره د روح او روان د سکون لامل هم کېږي.
۱- هوا (آکسیجن): په ځان کې د انرژي د تولید یوازینی لامل دی او ډېرښت یې په ځان کې د وجود، روح او روان د سلامتي لامل کېږي.
۲- اوبه: د اوبه څښل د وجود اړتیا پوره کوي سربیره پر دې د روح او روان د لذت لامل هم کېږي.
۳- خوراک: پر خوراک سربېره، چې په وجود کې د انرژي د تولید لامل کېږي، هغه روحي او رواني فشارونه، چې د نه خوړلو له عمله پیدا کېږي له منځه وړي او روح او روان سکون ته رسوي.
ب: رواني اړتیاوې
دا اړتیاوې د وجود لخوا پوره کېږي او پوره کېدل یې د سکون لامل کېږي.
۱- زدهکړه: د هر څه زده کول اعم له ژبې، د ژوند ورځني مسایل، علوم چې د فکري ودې لامل کېږي.
۲- لوبه: لوبه کول تمرکز ډېروي د خلاقیت او د استعدادونو د روزلو موجب کېږي، تکراري افکار له منځه وړي او روح او روان ته سکون بښي.
۳- جنسي: دا اړتیا له ۹۵ سلنه څخه ډېر له روان څخه نشأت اخلي.
ج – روحي اړتیاوې
دا اړتیاوې له مهمو اړتیاوو شمېرل کېږي او نسبت رواني او ځاني اړتیاوو ته خپلواکه دي. دا اړتیاوې د کورنۍ او ټولنې لخوا پوره کېږي.
۱- خپلواکي (آزادي): خپلواکي د انسان له غټو روحي اړتیاوو څخه ده. ذهن باید له منقبض کوونکو افکارو څخه آزاد وي. له ماشومانو څخه د خپلواکۍ اخیستل او د خپلو فکرونو تحمیل په هغوی بد اغېز کوي او د انفعال موجب یې کېږي. انسان باید له هر پلوه خپلواک وي.
۲- پاملرنه: پاملرنه د روح له اهمیت څخه ډکه اړتیا ده چې باید پوره شي. او دا اړتیا د ماشومتوب په دوران کې ډېر حساسیت لري.
ماشوم ته باید بې قید او شرط څخه پاملرنه وشي، ځکه که دا پاملرنه یوازې د ناروغۍ په حالت کې ډېره شي، نو ماشوم د دې لپاره چې د کورنۍ پام د ځان خواته واړوي، ځان په ډول ډول ناروغیو اخته کوي.