خبر: بشر درویش
د فراه ولایت د خرماوو ونې، سږکال نږدې دوه زره کیلو حاصل ورکوي.
د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه بڼ د فراه ولایت د کرنې ریاست له خوا او د «الغرافه» موسسې په همکارۍ، نږدې شپږ کال مخکې جوړه شوې ده.
سرچینه زیاتوي؛ دغه بڼ، د یو څېړنیز فارم بڼه لري، چې ددې ګران بیې مېوې د څېړنې او توافق په موخه په دې ولایت کې جوړه شوې ده.
ددې بڼ پراخوالی نږدې ۱۰۰ جریبه ځمکه ده.
د یاد وزارت خپره شوې خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي؛ ټاکل شوې، چې سږکال به هم په دې بڼ کې د خرماوو سلګونه ونې کېنول شي.
په همدې حال کې خصوصي سکټور هم په ۲۷ جریبه ځمکه کې د خرماوو بڼ جوړوي.
باید وویل شي چې له دې د ننګرهار ولایت د خرما په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالي او حاصل خبر ورکړل شوی وو.