د افغانستان د ښځو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګوندې دې وزارت کوم داسې قانون تصویب کړی چې په اساس یې نارینه له 14 ثانیو زیات ښځو او نجونو ته نه شي کتلی.
د ښځو چارو وزارت وروسته له هغې په دې اړه عکس العمل څرګند کړ چې ځینو رسنیو د ټولنیزو رسنیو هغو ټوکو ټکالو ته هوا ورکړه چې ګوندې د ښځو د چارو وزارت داسې یو قانون تصویب کړی چې که یو نارینه کومې ښځې یا نجلۍ له 14 ثانیو زیات وګوري، لس زره افغانۍ جریمه کیږي.
خو اوس د افغانستان د ښځو چارو وزارت دا خبره رد کړی دی او وايي داسې کوم قانون یې نه دی تصویب کړی.
داسې ښکاري چې د فیسبوک او ټولنیزو رسنیو یو شمیر فعالانو د داسې یو جعلي خبر په خپرولو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هغه شپاړس ورځني کمپاین د مسخرو هڅه کړې چې تازه په افغانستان کې د بیلابیلو ادارو له خوا پای ته ورسیده.
خبر له کومه پیدا شو؟
اصلا په دې وروستیو کې د هندوستان د کرالې ایالت د پولیسو یو بیروکرات چارواکي ریشراج سینګ په دې وروستیو کې دغلته یو دلې ښځو سره د خبرو پر مهال کله چې د ښځو د خوندیتوب په اړه غږیده، وویل چې له دې وروسته به پولیس هغه کسان جرمانه کړي چې لارو کوڅو کې خلک ګوري.
د پولیسو دې هندي چارواکي د خپل دې اعلان کړي قانون په اړه د هندوستان پر ځینو قوانینو حوالې هم ورکړې. خو وروسته د هندوستان ټایمز ورځپانې د یو قانون پوه له خولې وویل، دا یوه احمقانه خبره ده، او د هند په قوانینو کې د داسې څه لپاره ځای نه شته.
افغانستان او هندوستان دواړه سږ کال د هغو هیوادونو دې لیست په سر کې دي چې تر بل هر هېواد زیات په کې ښځې هم په کورونو او هم په لارو، کوڅو او کارځایونو کې د نارینه وو له خوا له ځورونو سره مخ کیږي.
سږ کال افغانستان له هندوستان وروسته په نړۍ کې دویم هیواد بلل شوی چیرې چې په کې ډیرې ښځې د نارینه و له خوا له تاوتریخوالي، ځورونې او زورزیاتي سره مخ دي.
د ښځو په اړه د افغانستان قوانین
د افغانستان اساسي قانون په دې هیواد کې ښځو ته د سړیو برابر حقونه ورکړې، او د ژوند په ټولو چارو کې یې د هغوی ونډه تضمین کړې. همدارنګه په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ګڼ نور فرعي قوانین هم په تیره یوه نیمه لسیزه کې تصویب شوې، او د بډاینې او پیاوړتیا لپاره یې هڅې روانې دي. خو په ټولنه کې یې د عملي کیدو په برخه کې لا هم ګڼې ستونزې پرتې دي. په افغانستان کې د قوانینو طرحې عموما د اړوند وزارتونو او ادارو له خوا جوړیږي، حکومت یې ولسي جرګې ته استوي، که د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له خوا تصویب شي، بیا یې ولسمشر توشیح کوي او د عدلیې وزارت یې خپروي. هیڅ ا داره یا وزارت په خپل سر قوانین نه جوړولی او نه نافذولی شي.