که د موبایل لوکیشن مو بند هم وي، بیا هم فیسبوک ستاسې ځای معلومولی شي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د یو څه نویو معلوماتو له مخې فیسبوک پوهیږي چې تاسې چېرته یې، سره له دې که ستاسو د موبایل لوکیش اپشن (د موقیعت نښه) هم بنده وي.
د ټولنیزو رسنیو کارونکي همېشه د پابندیو په تړاو فکر کوي او محتاط وي خو اوس داسې معلومات خپاره شوي چې فیسبوک پر خپل کارونکو په هر حال کې نظر ساتي که یې لوکیشن بند وي یا خلاص.
د ساینس او ټیکنالوژۍ څارونکي ادارې ګزموډوني په خپل رپوټ کې ویلي ده چې د فیسبوک کارونکي که په خپل موبایل کې خپل لوکیشن هم بند کړي نو فیسبوک کولی شي هغه پیدا کړي.
دغه اداره وایې فیسبوک د کارونکي د آي پي ادرس څخه موقیعت په اړه کې معلومات پيدا کوي.
د فیسبوک د موقعیت د موندلو په څېړنه کې د جنوبي کلیفورنیا د پوهنتون استاد پروفیسور الیګزنډرا کرولووا هم تجربې کړي چې وروسته معلومه شوې فیسبوک د خپلو کارونکو د موقعیت په باره کې پوهیږي.
د پروفیسور کرولووا په تجربه کې د فیسبوک ځیني طریقي کارول شوي چې یې خپل لوکیشن اف کړی او په خپل پروفایل کې يې هم ښار او ځای په تړاو معلومات نه ؤ ساتلي، خو کله چې د خپل فیسبوک څخه پوسټ کوي ورسره سمدلاسه پر ټائملائن د ځای په تړاو معلومات خپریږي.
ددوی د تجربې له مخې همدا لامل دی چې فیسبوک کولی شي د ای پي ادرس له لارې د خپلو کاروونکو د موقیعت په باره کې معلومات پيدا کړي.
د ګزموډو د معلوماتو له مخې د ای پي ادرس له لارې انټرنیټي کمپنۍ ته د هغوی د کاروونکو د ځای، ښار، ولایت او زپ کوډ په باره کې ټول معلومات کیږي.
دا معلومات بیا مختلفي کمپنۍ د کاروونکي د موقیعت، عمر، دلچسپۍ او ځينو نورو په تړاو په اعلاناتو کې استعمالوي او فیسبوک هم همداسې کوي.
ګزموډو اداره د فیسبوک کاروونکو ته مشوره ورکوي او وایي که چېرته غواړئ موقعیت مو معلوم نشي نو له خپل موبایل څخه د فیسبوک اپلیکشن ډیلیټ کړئ.
بل لورته فیسبوک هم د ګزموډو ادارې په دغه څېړنه خبرې کړي او ویلي یې دي چې دا یو مرکب عمل دی او د انټرنیټ کارونکي له پيله له دې څخه خبر دي.