که د خپل فیسبوک د (User Name) او (Password) خوندي کول غواړئ، نو داسې وکړئ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: سیداغا حیران
د فېسبوک کارن لپاره په زړه پورې معلومات؛ په اوسني وخت کې د نورو اپلیکیشنو په نسبت تر ټولو زیات د فېسبوک اپلیکیشن کارول کېږي؛ حتا تاسي هم تر ټولو زیات پرهمدې میډیا تم یاست.
د دې اپلیکیشن د لا ډاډمن امنیت لپاره مهمي برخې په نظر کې ونیسئ؛ ځکه، چې څوک ونه کړای شي چې ستاسي د فېسبوک کارن او پټ نوم باندې برلاسی شي. زه به درته دا وښیم، چې څنګه دغه فېسبوک کارن په امنیت کې وساتو، او ځان نور هم ډاډمن کړو، که چیرې ستاسي د فېسبوک کارن (User Name) او پټ نوم (Password) هم چاته په لاس ورشي او څوک یې ونه کاروي د دې کړنې لپاره لاندې برخې ترتیب کړئ:
لومړی: تاسي باید خپل فېسبوک پرانیزئ او عمومی برخه غوره کړئ لکه لاندې شکل انځور، چې درته ښکارې.
222 1 که د خپل فیسبوک د (User Name) او (Password) خوندي کول غواړئ، نو داسې وکړئ
په پورتنې انځور کې ښې اړخ ته درې سرپه سر نښان درته ښکارې او د صحیح نښان یې هم تر څنګ دی.
په همدې تړونې به زور ورکړئ او لاندې شکل انځور به درته پرانستل شي.
received 323792181805957 که د خپل فیسبوک د (User Name) او (Password) خوندي کول غواړئ، نو داسې وکړئ
په پورتنې انځور کې ښکتنۍ برخي ته نظر وکړئ او په Settings & Privacy تړونې باندې زور ورکړئ. کله مو چې دغه چاره ترسره کړه په درېم انځور کې لکه څنګه چې لاندې درته ښکارې.
received 2259111227746198 که د خپل فیسبوک د (User Name) او (Password) خوندي کول غواړئ، نو داسې وکړئ
په پورتنې انځور کې د Settings په تړونې زور ورکړئ. چې دغه چاره مو تر سره کړه بیا به په ښکتنې انځور نظر وکړئ.
received 262423864450503 که د خپل فیسبوک د (User Name) او (Password) خوندي کول غواړئ، نو داسې وکړئ
په پورتنې انځور کې په Security and Login تړونې زور ورکړئ. چې دغه چاره مو هم ترسره کړه بیا به په ښکتني پنځم انځور نظر وکړئ.
received 899121000478077 که د خپل فیسبوک د (User Name) او (Password) خوندي کول غواړئ، نو داسې وکړئ
په پورتنې انځور کې به په Get Alert about unrecognized تړوني زور ورکړئ.
د پورتنیو ټولو انځورونو په اخیر کې یعني شپږم نمبر انځور لکه څنګه چې لاندې درته ښکاري.
received 356782674875991 که د خپل فیسبوک د (User Name) او (Password) خوندي کول غواړئ، نو داسې وکړئ
په پورتنې انځور کې درې مهمی نقطي دي، چې عبارت دې له Notification, Messenger او Email برخې په دې هر یو تړونې زور ورکړئ او تړوني له Off څخه On حالت ته راولۍ؛ کله مو چې دغه کړنه ترسره کړه تاسي ته به یو پیغام راشي لکه لاندې شکل.
received 269034960455726 که د خپل فیسبوک د (User Name) او (Password) خوندي کول غواړئ، نو داسې وکړئ
نو له دي ټولو کړنو وروسته اوس چې تاسي فېسبوک په کوم بل Devices یا مبایل کې پرانیزئ او تاسي چې په کوم نمبر یا ایمیل فېسبوک جوړ کړي هغي نمبر یا ایمیل ته به یو شپږ رقمی عدد راځې نو هغه عدد ستاسي لپاره ډېر اړین دي، تر څو د فېسبوک پرانستلو په وخت کې هغه عدد له تاسي څخه غوښتونکی دی تر څو خپل فېسبوک اکونټ پرانیزئ، پرته له هغه شپږ رقمي عدد چې ستاسی مبایل نمبر یا ایمیل ته درغلی نشئ خلاصولي.

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.