له فیسبوک کمپنۍ پرله پسې استعفاوې؛ ۲ نورو مهمو مدیرانو هم پرېښوده !

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د انسټګرام ټولنیزې شبکې دوو موسسینو له خپلو دندو استعفاوې وکړې.
په دوی کې یو یې کوین سیسټروم او بل یې مایک کرګر نومیږي.
لومړنی د دغې ټولنیزې شبکې اجرایه او دویم یې د تخنیکي چارو مدیر و.
انسټګرام، چې له ۶ کلونو راهیسې د فیسبوک د مالکیت برخه ګرځیدلې، دا دوه تنه یې له لومړنیو موسسینو څخه ول.
له فیسبوک سره اختلافات
دوی په داسې وخت له خپلو دندو استعفاوې کړي، چې د دوی او د فیسبوک د بنسټګر مارک زاکربرګ ترمنځ د اختلافاتو خبر ورکړل شوی.
د دغو اختلافاتو جزیات روښانه نه دي.
په دې اړه په رسمي ډول نه د انسټګرام دغو موسسینو او نه هم د فیسبوک كمپنۍ مشرانو خپل نظر څرګند کړی.
د نوي خلاقیت هڅه
له دې سره د انسټګرام دغو موسسینو له فیسبوک کمپنۍ څخه د خپلې استعفا په تړاو په خپره کړې ګډه اعلامیه کې د استعفا یو دلیل د خپلو نویو خلاقیتونو هڅه ښودلې.
دوی ویلي، چې له انسټګرام سره تر ۸ کلن او فیسبوک سره تر ۶ کلن کار وروسته له خپلو دندو څخه مخه ښه اخلي.

د فیسبوک د مشر غبرګون
د فیسبوک کمپنۍ مشر مارک زاکر برګ ویلي، چې له دغو دوه تنو سره یې ګډ کار نه په واقعیت کې خوند اخیستی. دده په وینا دغه دوه کسان د محصولاتو د تولید په برخه کې د خارق العاده استعدادونو لرونکي وو.
نورې استعفاوې
څه موده مخکې د واټس اپ ټولنیزې شبکې بنسټګر یان کووم، هم له فیسبوک سره مخه ښه کړې وه.
هغه د واټس اپ شبکه پر فیسبوک پلورلې او له دغې شبکې سره ګډ کار کاوه.
د فیسبوک شبکې انسټګرام په ۲۰۱۲ کې د یو میلیارد ډالرو په بیه واخیسته.
انسټګرام په نړیواله کچه تر ۱ میلیارد ډالرو کارونکي لري.
معلومه نه ده، چې دا استعفاوې به پر فیسبوک كمپنۍ کوم منفي اغېز وکړي کنه؟