سترګې خبرې کوي؛ د سترګو لید په اړه مو څو ځانګړنې

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه: حماد هلال

د سترګو لید په لاشعور کې یوه پیاوړې اړیکه جوړوي، چې دا اړیکه د نقاشي شوو سترګو او عکسونو سره هم جوړېدای شي. دا واقیعت د کورنل پوهنتون څېړونکو ثابت کړو.

دې څېړونکو د سوۍ عکسونه د کورن فلکس تریکس په بکسونو ولږول او له لویانو یې وغوښتل چې د دې بکسونو څخه یو وټاکي، څېړونکو هغه پایله لاسته راوړه چې غوښتله یې. ډېری خلکو د هغې سوۍ عکس ټاکلی و، چې مستقیم یې خلکو ته کتل.

هغه وخت چې د شرمناکې، نا ارامه کوونکې او غمجنې موضوع په اړه خبرې کوو، یا خپل داخلي احساسات او افکار پټوو، نو زموږ د سترګو لید اړیکه کمزورې کېږي.

د هغه چا سره د خبرو کولو په وخت کې چې مینه ورسره ولرو، درناوی یې کوو او یا یې د لاس لاندې کار مخ ته وړو، نو زموږ د سترګو لید اړیکه ډېریږي. د سترګو لید میزان په اساس خپلې اړیکې قضاوت کوو، څومره چې د سترګو لید ډېر وي همدومره زموږ اړیکه هم نزدې ده.

مېرمنې له سړیانو ډېر له هغه چاسره چې خبرې کوي، د سترګو لید ساتي، همدا لامل دی چې مېرمنې په ناسته او سړیان  په ولاړه خبرې کول خوښوي.

خلک معمولا په لفټونو، سب ویزونو، بسونو او مصروف ټرینونو کې د سترګو لید څخه مخنیوی کوي. په لفټ او نورو ځایونو کې موږ خپل سمارټ مبایلونه کاروو، ځکه چې دا د هغې ناامني کنټرول کولو یوه غوره وسیله ده، چې موږ یې د خپل محرمیت په وړاندې وېره احساس کوو.

په هغه ځای کې چې ډېر انتظار کوونکي اوسي ځیني کارکوونکي د سترګو په واسطه خپل پیغام انتظار کوونکو ته لېږي او اشاره کوي: زه په کار کې ډېر مصروف یم اوس نشم کولی ستا کار ترسره کړم. کارکوونکي هم کله یې چې ریس یوه سخته پوښتنه کوي، یا غواړي کوم کس ته یو کار وسپاري نو دوی ځان تېرباسي او د سترګو لید بل طرف ته اړوي. زده کوونکو نه چې کله استاد غواړې د تېر درس پوښتنه وکړي دوی هم خپل لید بل طرف ته اړوي.

کله چې کوم شخص دروغ وایي یوازینۍ لاره، چې موږ پوهوي د هغه سترګې دي. ځيني کسان او په ځانګړي توګه کوچنیان چې کله دروغ وایي نو سترګو ته په مستقیم ډول نشي کتلی. ځیني خلک چې دروغجن وي هغه تل هڅه کوي، چې د دروغ ویلو په وخت کې د خلکو سترګو ته مستقیم وګوري ترڅو خلک پرې باور وکړي.

که چېرته یو ویناوال د خبرو کولو په وخت کې، د سترګو ښه لید ولري او وشي کولی په ټولو خلکو یو شان نظر وساتي، نو دا به د ګډونوالو په نظر با هوډه، با تدبیره، او هوښیار ویناوال وي.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.