
الجزیرې د طالب سرچینو له قوله خبر ورکړي چې د کندز د نن سهار په انتحاري حمله کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه رسني په خپل ټیلګرام چینل کې په یو لنډ بیان کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو د کندز امنیتي چارواکو په دې پېښه کې د پنځه کسانو وژل کېدل او د اوه نورو ټپي کېدل تااید کړي دي.
رویټرز خبري اژانس په کندز کې د طالبانو د امنیې قومندانې د ویاند جمع الدین خاکسار له قوله ویلي،” دا انتحاري حمله نن سهار نږدې اته نیمې بجې په کندز ښار د کابل بانک د یوې څانګې مخې ته شوې”.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم رسنیو ته په پېښه کې د مرګ ژوبلې همدا شمیر تایید کړی او ویلي،” په دوی کې د طالبانو حکومت کارکونکي، د بانک امنیتي ساتونکي او ولسي وګړي شامل دي”.
خو په کندز کې لږ ترلږه دوه طالب سرچینو د وژل شویو شمېر له ۱۴ تر ۱۷ تنو ښودلی دی.
دغو سرچینو ویلی، “په وژل شویو کې د کندز ښار د څلورمې امنیتي حوزې د بلوک قومندان او د کندز پوهنتون یو استاد هم شامل دي”.
د پېښې عیني شاهدان وايي پېښه شاوخوا اته بجې رامنځته شوه.
دوی وايي د چاودنې غږ تر لیرو لیرو ځایونو اورېدل شوی دی چې له امله ښايي درانه تلفات اوښتي وي.
د کندز ښار یو اوسېدونکي او د پېښې عیني شاهد احمد وايي، “د کابل بانک مخته انفجار وشو، سهار نږدې اته نیمې بجې به وې، د چاودنې په وخت کې ګڼ شمېر مجاهدین بانک ته د خپلو معاشونو د اخیستلو لپاره راټول شوي وو، ویل کیږي چې ډېر تلفات هم دوی ته اوښتي دي”.
د پېښې یو بل عیني شاهد شاه ولي وايي، د پېښې سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابند شوې ده او هیچا ته د ورته اجازه نه ورکوي.
د شاه ولي په ټکو، له چاودنې وروسته یې ګڼ امبولانسونه ولیدل چې د پېښې له سیمې یې ټپیان او مړي د کندز د ۲۱۷ عمري قول اردو په نوم روغتون ته انتقالول.
کندز کې د طالبانو حکومت سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي چې تر اوسه د دې پېښې سره د تړاو په تور څوک نه دي نیول شوي.
تر اوسه د پېښې مسولیت هم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی خو له دې وړاندې د کندز او کابل په ګډون د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د رامنځته شویو پېښو مسولیت تر ډېره داعش وسله والو منلی دی، هغه ډله چې په افغانستان او سیمه کې یې د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه نړیوال هم اندېښمن دي.
همدا یوه ورځ وړاندې په افغانستان او سیمه کې د داعش خراسان څانګې د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې په دې اړه اندېښنه وښودل شوه.
په امنیت شورا کې د متحده ایلاتو استازې دوروتي شیا وویل چې د داعش خراسان څانګه په ځانګړي ډول په افغانستان او پاکستان کې لا هم د نویو کسانو د جذبولو وړتیا لري.
په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د ترهګرۍ ضد دفتر مشر د داعش خراسان څانګه د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ وبلله.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې په دې هیواد کې یې داعش ډله ځپلې خو په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته د ناامنۍ د ډېری پېښو مسولیت داعش ډلې منلی دی.
د تېر ۲۰۲۴ د ډیسمبر په ۱۱ مه په کابل کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني باندې د مرګوني ځان مرګي برید مسولیت داعش ډلې واخسیت، هغه چې د داعش د ځپلو او په افغانستان کې یې د سرتاسري امنیت د ټینګښت په برخه کې د طالبانو ادعا تر پوښتنې لاندې راوسته.
1 Trackback / Pingback
Comments are closed.