په کابل کې د کور او ښار جوړونې وزارت په ودانۍ کې چاودنه شوې او مرګژوبله لري

په کابل کې د کور او ښار جوړونې وزارت

په کابل کې د کور او ښار جوړونې وزارت په ودانۍ کې چاودنه شوې او مرګژوبله لري

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي، چاودنه نن له غرمې مخکې شوې خو په دې اړه یې نور جزییات ورکړي نه دي.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د ښار او کور جوړونې وزارت ویلي، په نننۍ چادونه کې دوه کسان چې یو یې انتحاري بریدګر و، وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند محمد کمال افغان رسنیو ته ویلي، یاد بریدګر تر دې وړاندې چې وزارت ته داخل شي، د طالبانو د ځواکونو له لوري ووژل شو.

ښاغلي افغان د انتحاري بریدګر په ګډون د دوو کسانو وژل کیدل او د درې نورو ټپي کیدو تایید کړي دي.

تر دې مخکې د تېر کال د دسمبر په یوولسمه د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت په ودانۍ کې په شوې چاودنه کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني په ګډون یو شمیر کسان وژل شوي وو.

پر خلیل الرحمن حقاني د برید مسولیت داعش وسله والې ډلې منلی و.

په وروستیو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې امنیتي پېښې ډیرې شوې دي.

د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په کندوز کې د کابل بانک مخې ته په یوه چاودنه کې لږ ترلږه ۵ تنه ووژل شول او ۷ نور ژوبل شول.

 په ځینو نورو راپورونو کې د کندوز په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ تنه ښودل شوی دی.

د کندوز د انتحاري برید مسوولیت هم د داعش خراسان څانګې په غاړه واخیست او ویې ویل، هغه طالبان یې په نښه کړي وو چې د معاش د اخیستلو لپاره کابل بانک ته ورغلي وو.

دا بریدونه وروسته له هغه کېږي چې روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان او سیمې په امنیتي وضعیت ځانګړې ناسته وکړه، چې پکې یې په افغانستان کې د داعش د ګواښونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه وښوده.