
په کندز کې د طالبانو امنیتي چارواکي وایي، د کابل بانک د ودانۍ مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې پنځه کسان وژل شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د امنیه قوماندانۍ د ویاند، جمعه الدین خاکسار له قوله راپور ورکړی چې په وژل شویو کې د طالبانو وسله وال او ملکي وګړي شامل دي.
د رویټرز د راپور له مخې، ښاغلي خاکسار ویلي، بریدګر خپل چاودېدونکي مواد د کابل بانک د ودانۍ مخې ته وچاودول.
تر دې دمه د برید مسؤولیت کومې ډلې نه دی منلی.
یاد برید یوه ورځ وروسته له هغه ترسره شو چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه غونډه کې په افغانستان او سیمه کې د داعش د خراسان څانګې له لوري د متوجه ګواښونو په اړه بحث وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ مرستیالې دوروتي شي په دغه غونډه کې ویلي، متحده ایالات په افغانستان او پاکستان کې د داعش د نفوذ او د خلکو د استخدام له پلوه اندېښنه لري.
داعش ډلې په تېرو څه باندې دریو کلونو کې، چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د لیندۍ ۲۱مې پر مهال د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر، خلیل الرحمان حقاني، د وژنې په ګډون، د ګڼو خونړیو بریدونو مسؤولیت منلی دی.
1 Trackback / Pingback
Comments are closed.