د خیبر پښتونخوا په نوښار سیمه کې د حقانیه مدرسې په جومات کې چاودنه شوې ده

د خیرپښتونخوا په نوښار کې د حقاني مدرسه

د خیبر پښتونخوا په نوښار سیمه کې د حقانیه مدرسې په جومات کې چاودنه شوې ده.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا د نوښار په اکوړه خټک کې د حقانیه مدرسې په جومات کې چاودنه شوې چې مرګ‌ژوبله لري.

د پاکستان رسنۍ د چارواکو په حواله وايي، چاودنه نن د جمعې له لمانځه وروسته شوې ده.

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز ټلویزیون د نوښار د پولیسو د مشر په حواله ویلي، مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

راپورونه وايي، د جمعیت علمای اسلام مشر او د مدرسې نایب مهتمم مولانا حامد الحق حقاني په چاودنه کې ژوبل شوی، او د هغه زوی ثاني حقاني یې د پلار ژوبلېدل تایید کړي دي. یاد ګوند د حقانیه مدرسې اداره پر مخ وړي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید جیو نیوز ته ویلي، لومړنۍ پلټنې ښيي چې دا یو ځانمرګی برید و، خو پولیس لا هم د پېښې د څېړلو لپاره کار کوي.

د حمید په وینا، په چاودنه کې درې تنه وژل شوي، او د حقاني په ګډون ګڼ کسان ژوبل شوي دي.

 هغه زیاته کړه، چې د حامد الحق حقاني روغتیايي وضعیت نازک دی.

د پاکستان دنیا نیوز او جیو نیوز ته نوموړي ویلي، عموما د حامد الحق حقاني او حقانیه مدرسې د امنیت لپاره له ۲۰ زیات پولیس سرتېري ګمارل شوي وي، او د جمعې د لمانځه پر مهال نور هم ځای پر ځای کېږي.

د چارواکو په خبر، په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ژوبل شوي دي.

تر دې دمه د چاودنې مسولیت چا نه ده منلې.