
د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان ولایت څانګي د کندوز ښار په مرکز کې د کابل بانک مخې ته د پرونۍ د چاودنې مسولیت ومنه.
د فرانس پرس خبري اژانس د داعش د یوې اعلامیې په حواله چې نن (د فبرورۍ ۱۲مه) د دې ډلې د عماق په نوم پر ټیلګرام چینل کې خپره شوې ویلي، ځانمرګي برید کې د طالبانو هغه حکومتي کارمندان په نښه شوي وو چې د کابل بانک مخې ته د معاشونو ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.
په کندوز کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند، جمعه الدین خاکسار پرون ویلي و، “په کندوز ښار کې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه کسان، چې ملکي وګړي او د دې ډلې د امنیتي ځواکونو غړي هم پکې شامل دي، وژل شوي دي”.
هغه دا هم وويل چې په دې پېښه کې اووه نور کسان ټپيان شوي هم دي.
خو د طالبانو دوو سرچینو، وروسته تایید کړه چې په دې چادونه کې ۱۴کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
دا برید یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان او سیمه کې د داعش د خراسان ولایت څانګې لخوا د رامنځته شویو ګواښونو په اړه د بحث لپاره یوه غونډه وکړه.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ مرستیالې ډوروتي شي د دوشنبې په ورځ په جوړه شوې غونډه کې ویلي و، “متحده ایالات په افغانستان او پاکستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې لخوا د جنګیالیو د استخدام په اړه اندیښمن دي”.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته داعش ډلې د لیندۍ د ۲۱ مې نیټې د برید په ګډون چې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني پکې ووژل شو، د ګڼو مرګونو بریدونو پړه منلې ده.