اروپايي ټولنه وايي، د افغانستان سوله کې د تضمینوونکو رول لوبوو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې دوی د افغانستان د سولې په بهیر کې د ضمانت کوونکو په توګه رول لوبولو ته چمتو دي.
ددې ټولنې د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ په لوګزامبورګ کې په یوه غونډه کې د امریکا له خوا په افغانستان کې د طالبانو سره د سولې په وروستیو هڅو او په کې د اروپايي ټولنې پر رول بحث وکړ.
په یوې شریکه اعلامیه کې چې د لوګزامبورګ له غونډې وروسته د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو خپره کړې، د افغانستان د سولې په روان بهیر کې د ضمانت کوونکې په توګه ددې ټولنې رول ته چمتوالی ښودل شوی دی، خو دا نه دي ویل شوي چې دوی به دې سولې په دې بهیر د کوم لورې څه ډول ضمانت کوي.
د اروپايي ټولنې په پریکړه لیک کې راغلي دي چې د افغانستان سولې په پروسه کې د ښکیلو اړخونو د موافقې په صورت کې دا ټولنه ددې پروسې ضمانت او په دې برخه کې سیاسي او مالي ملاتړ ته چمتو ده.
اروپايي ټولنه څه ډول سوله غواړي؟
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو په پریکړه لیک کې ویل شوي چې د افغانستان د سولې پروسه باید پراخ بنسټه وي، د افغان حکومت لخوا تایید شي، تاوتریخوالی کم کړي، له افغانستان څخه نړۍ ته د تروریزم د ګواښ مخه ونیسي، د ټولو افغانانو بشري حقونه خوندي کړي، او د افغان دولت او د افغانستان د اساسي قانون دوام یقیني کړي.
د جرمني خبري اژانس وايي، اروپايي ټولنې د 2018 م کال له نیمايي څخه د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هڅې څارلې. راپور وايي که څه هم واشینګټن په افغانستان کې جګړه ختمول او خپل سرتیري ایستل غواړي، خو د امریکا یو شمیر متحدان په دې کار کې د افغانستان د راتلونکې امنیتي وضیعت او دغلته د بشري حقونو د راتلونکې په اړه اندېښنه لري. په عین حال کې اروپايي هیوادونه د ناټو د غړیو یو لوی شمیر جوړوي چې له امریکا وروسته افغانستان کې ښکیل دي.
د دوشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو په شریکه اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې د افغانستان د سولې پروسه د ټولې نړیوالې ټولنې بشپړ ملاتړ او رغنده ښکلتیا غواړي.
اروپايي ټولنه د څه ضمانت کوي؟
که څه هم د بهرنیو چارو د وزیرانو په اعلامیه کې د ضمانت خبره شوې، همدارنګه د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فیډریګا موګیریني کابل ته دوه اونۍ مخکې د سفر پر مهال هم ورته وړاندیز کړی و. خو جرمني خبري اژانس وايي، په دې اعلامیه کې ددې ضمانت د څرنګوالي په اړه لږ څه ویل شوې. ان چې د اروپايي ټولنې ځینې خپلو غړيو هیوادونه هم د دوشنبې د ورځې تر خبرو مخکې په دې اړه د وضاحت غوښتنه کړې وه.
د جرمني خبري اژانس د یو ډیپلوماټ له قوله ویلي، په دې ضمانت کې هیڅ پوځي ښکلتیا یا سوله ساتنه نه ده شامله. بلکې یو داسې څارنه ده چې ډاډمنه کړې په افغانستان کې د د بشري حقونو په برخه کې لاس ته راوړنې، سوله او امنیت ساتل کیږي.
دوحه کې افغان حکومت او طالبان مخ کیږي
جرمني خبري اژانس وايي، له هغه وخته چې واشینګټن د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د افغانستان د سولې هڅې پیل کړي، په دې برخه کې کم پرمختګ شوی، ځکه طالبان تر اوسه د افغان حکومت سره خبرو ته نه وو چمتو.
خو د راپور په وینا تازه د طالبانو په دې دریځ کې یو څه نرمښت راغلی دی او طالبانو په یوې تازه اعلامیه کې د افغان حکومتي چارواکو سره په دوحه کې خبرې کول په یو ډول تایید کړې . د اپریل په نیمايي کې جوړیدونکې د دوحې غونډه د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو یوه غیرې رسمي او مشورتي غونډه بلل شوې چې د واشینګټن د استازي زلمي خلیلزاد په هڅو جوړیږي.
طالبانو په یوې تازه اعلامیه کې ټینګار کړی چې که د افغان حکومت چارواکي په دې غونډه کې برخه اخلي نو د حکومت په استازیتوب نه بلکې خپل شخصي نظریات به شریکوي. خو د افغانستان اجرایه ریاست وايي، حکومتي استازې به د دوحې په خبرو کې د حکومت په استازیتوب ګډون وکړي.
په قطر کې د افغانانو ترمنځ دې جوړیدونکې غونډې ته تر لسو ورځو کم وخت پاتې دی. او کابل حکومت او سیاسي لوري هڅه کوي چې دې غونډې ته یو شریک هییت چمتو کړي.
څارونکې وايي، دا غونډه د ښکیلو غاړو ترمنځ د اعتماد جوړونې او د راتلونکو نورو رغنده غونډو د جوړولو لپاره ډېره مهمه ده.
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به افغان سیاستوال، پخواني جهادي مشران، طالبان، د افغان حکومت استازي د امریکايي چارواکو سره یو ځای برخه ولري.
تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د هڅو د څارنې لپاره د سولې د رهبرۍ شورا د جوړولو اعلان کړی و.
د سولې په چارو کې د افغان حکومت یو چارواکي عمر داودزي ویلي، دا شورا به د افغان حکومت لپاره د خبرو اترو کرښې ټاکي، او د دوحې په غونډه کې به د ګډونوالو لیست چمتو کوي.
ښاغلي داودزي ویلي، د دوحې په غونډه کې د حکومت ګډونوال به په مذاکراتو کې نه ښکیل کیږي بلکې یوازې به د سولې په اړه له طالبانو سره نظریات تبادله کړي.
تر دې مخکې په ورته توګه یوه غونډه په مسکو کې هم جوړه شوې وه، خو له اوسنۍ هغې سره یې یوازینۍ توپیر دا وو چې د مسکو غونډه کې د افغان حکومت په استازیتوب هیچا برخه نه درلوده او په دوحه کې به افغان حکومت هم ګډون ولري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.