لیکنه: عبدالرحمن راشد
ژباړن: بشر دروېش
د امریکا پر وړاندې چې هر هېواد ودریږي، سمدستي یا په ځنډ په ګونډو کیږي. امریکا ډېرځله د خلکو په ماتولو کې له خپل اقتصاد څخه د پوځ پرځای ګټه اخلي. نښې نښانې دا دي، چې د ترکیې لپاره هم دا وسلې د استعمال لپاره چمتو شوي.
ترکیه له المان او چین څخه پیاوړې نه ده، هغو هېوادونو دا غوره وګڼله چې ټرمپ سره لانجو ته دوام ورنه کړي. چین او المان د ټرمپ ادارې سره مذاکرو ته کیناستل، امتیازات یې ورکړل او د لفظي شخړو بحران یې رامنځته نه کړ.
د واشنګټن ستونزه څه ده؟
واشنګټن له ترکيې څخه څو غوښتنې لري، چې ترټولو مهمه یې له ایران سره د دغه هېواد د راکړې ورکړې درول دي. بله مهمه غوښتنه په ترکیه کې د جاسوسۍ په تور د نیول شوي امریکایي کشیش (مذهبي څېرې) خوشې کیدل دي.
امریکا د ایران په تحریمولو کې د درېیو هېوادونو مرستې ته ډېره اړتیا لري:پاکستان، ترکیه او سعودي عربستان.
دې هېوادونو له امریکا سره ښې اړیکې لرلې، په دوی کې ترکیه د ایران د سوداګرۍ اصلي لاره ده. ترکیه د لویدیزو هېوادونو له نظره خاص مقام لري، دا هېواد د ناټو یوازینی مسلمان غړی دی. ترکیه د روسیې او امریکا ترمنځ د سړې جګړې د شرایطو په بیا تکرار کې مهمه ونډه لوبولی شي.
ټرمپ له ترکیې غواړي، چې د ناټو د غړي په توګه ورته وښيي، چې په دې برخو کې یې ملتیا کوي کنه؟ واشنګټن نه دا زغمي، چې ترکیه له روسیې څخه ستراتیژیکې وسلې وپېري او نه دا، چې له ایران سره سوداګرۍ ته خپلې دروازې پرانیستې وساتي.
د واشنګټن په باور په داسې وضعیت کې ترکیه د ناټو د غړي په توګه قانع کوونکی رول نه شي لرلی.
ترکیې ظاهراً په یوه برخه کې هم امریکا خوشاله نه کړه، ځکه خو د دواړو لورو ترمنځ اړیکې د بحران مرحلې ته ورسیدې. له ټولو جنجالونو وروسته د ډونالډ ټرمپ حکومت پر ترکیې ځینې محدودیتونه وضع کړل، دا فشارونه تر ډېره پر اردوغان د سمبولیک فشار نښې دي.
د فشارونو په لړ كې امریکا د ترکیې د دوو وزیرانو بانکي اکونټونه وتړل او ګمرکي تعارفي یې پرې لوړه کړه. دا بندیزونه محدود وو، خو پایلې یې ملاماتونکې وې. د ترکیې لیره (پولي واحد) یې له سختې ماتې سره مخ کړ.
د شېخ او کشیش پر سر ناندرۍ
د دغه بحران اصلي دلیل یو ترکي شېخ او یو امریکایي کشیش دي. اردوغان د ټرمپ دولت تورنوي، چې د ترکیې د اپوزیسون مشر فتح الله ګولن ته یې پناه ورکړې. ګولن مخکې د اردوغان خلاف د یوې ناکامې کودتا په سمبالولو تورن شوی. د ټرمپ اداره بیا شرط ږدي، چې که امریکایي کشیش د ترکیې له لورې خوشې شي، دوی به بندیزونه پای ته ورسوي.
زما په اند نه د ګولن په سر ترکیه او امریکا وران دي او نه د امریکایي کشیش پرسر، دا هسې رسنیزې پلمې دي، چې دوی پرې خلک مصروف کړي.
د اختلاف اصلي ټکي څه دي؟
د ترکیې او واشنګټن اړیکې څه موده کیږي،چې ترینګلې شوي او نور دلایل لري. په اصلي دلایلو کې د سوريې قضیه، له روسیې سره د ترکیې اړیکې او دغه راز له ایران سره د انقرې خورا اساسي او پياوړې سوداګریزې اړیکې دي.
د ټرمپ اداره په دې برخو کې له ترکیې څخه بشپړ عملي ملاتړ غواړي؛ په ځانګړي ډول د ایران او ترکیې د سوداګریزو اړیکو ترینګلتیا د واشنګټن تر ټولو مهمه غوښتنه ده.
ټرمپ د غوښتنو د پوره کیدو لپاره زیاته عجله هم نه ده کړې، د اردوغان پر وړاندې د هغه ځانګړی احترام د نورو امریکایي سیاستوالو نه خوښیږي، دوی د دغو سمبولیکو او محدودو بندیزونو پرځای ژور غبرګون ښودل غواړي.
ټرمپ لومړنی کس و، چې د اسراییلو پرحکومت یې د یوې ترکۍ ښځې د خوشې کولو لپاره فشار راوړ، دغه ښځه له حماس سره په مالي مرستو تورنه وه. ټرمپ د اردوغان د ساتونکو د خوشې کولوامر هم وکړ. دوی تورن وو، چې په اشنګټن کې د اردوغان د سفر پر وخت یې لاریون کوونکي په کوتکونو وهلي وو.
ټرمپ د نړۍ لومړنی مشر و، چې له اردوغان سره یې اړیکه وکړه او د بریالیتوب مبارکي یې ورکړه. ده په دغو هڅو کې له ترکیې سره د دوستانه اړیکو د خوندیتوب هلې ځلې وکړې.
ترکیه ایران نه دی!
ترکیه د ایران په شان انقلابي هېواد نه دی، د ترکیې ارزښت له اقتصاد څخه یې سرچینه اخلي، برعکس ایران خپل ارزښت پر سپاه پاسداران ډلې او نورو ترهګریزو شبکو پالي.
پردې سربېره ترکیه د یوې پرانیستې ټولنې په توګه لویدیځ ته ځانګړی سیاسي او پوځي مقام لري.
خو آیا ترکیه د دې جرئت لري، چې له امریکا سره په ناندرۍ بوخت شي؟ دا کار ډېرممکن نه ښکاري، ځکه ترکیه تر هرڅه ډېر پرخپل اقتصاد ویاړي، هغه اقتصاد چې له لویدیز سره د سوداګرۍ په پایله کې پياوړی شوی نه له ایران او عربي نړۍ څخه.
ترکیه نه شي کولی د ایران پر وړاندې د امریکا بندیزونه له پامه وغورځوي، سره له دې چې د اوباما د واکمنۍ پر وخت یې دا کار وکړ، خو ټرمپ اوباما نه دی. ټرمپ له ایران ټولو هغو هېوادونو ته د مجازاتو خبرداری ورکړی، چې له ایران سره ژورې اړیکې لري.
د امریکایي کشیش د نیولو مسئله، چې لا له وړاندې بیرته ازاد شوی او اوس په ترکیه کې نظربند دی، د دې سبب کیدای نه شي، چې د ترکیې اقتصاد پرې وځپل شي. ټرمپ په دې لوبه کې له دغه کشیش څخه د یوې وسیلې او فشار په توګه ګټه اخلي، د هغه نه خلاصون په کور دننه ټرمپ ته یوه سیاسي او انتخاباتي مسئله ده.
اوس ترکیې پورې ده، چې څنګه له امریکا سره لفظي جګړه ختموي. که دا جګړه ختمه نه کړي، ترکیه به په هرحالت کې بایلونکې وي!
سرچینه: الشرق الاوسط ورځپاڼه