یاران سپورټس
دا چې په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا خپره شوې او د روغتیا نړیوال سازمان په لارښوونه یې ټولې لوبې ځنډولې، نو تازه د انګلستان کرکټ بورډ هم راپور خپور کړی.
دې راپور کې راغلي چې د انګلستان لوبغاړي له یو بل سره اوس تماس نه ساتي، ګوښهنشیني یې اختیار کړې او هم د کرونا وایروس ټېسټ ورکوي.
له دې وړاندې د انګلستان کرکټ لوبډلې خپل سفر د سریلانکا هېواد ته د کرونا ویروس له وېرې ځنډولی و.
په انګلستان کې د ښارونو ترمنځ ډېرې کرکټ لوبې کېږي، چې کال و سر روانې وي، خو سږ کال د مارچ میاشت کې دا لوبې وځنډول شوې او لامل یې د کرونا وایروس و.
د انګلستان کرکټ بورډ ویلي چې سږ کال د دوی لپاره ډېر ښه کال و او غوښتل یې چې کرکټ ته ښه پرمختګ ورکړي.
تمه وه چې انګلستان کې د سل توپونو لیګ ترسره شي، د دې لوبو لپاره د جولایي میاشت ټاکل شوې او که چېري د کرونا تهدید خدای مه کړه اوږود شي، نو لوبې لغوه کولای شي.
د انګلستان کرکټ بورډ وایي، لا هم معلومه نه ده چې راتلونکي کې به څه پېښ شي، ځکه کرونا وایروس ټول نیونه غوره کړې ده او د ټولنې هر ډول وګړي پرې اخته کېدای شي.
تمه وه چې انګلستان کې کورنۍ کرکټ سیالۍ د یاد هېواد د مشهورو ښارونو ترمنځ راتلونکو څلورو اونیوکې پېل شوې وای، خو دا لوبې هم د کرونا له امله ځنډول کېږي.
د نوموړي هېواد کرکټ بورډ ویلي چې لوبغاړي په اېسولېټېنګ یا منزوي حالت کې دي او ځینې لوبغاړي چې د کرونا شک پرې کېږي، معاینه کېږي.
د مارچ په ۱۷مه د سېشنبې پر ورځ د انګلستان د کورني کرکټ او نړیوالو لوبو کرکټ بورډ غړو ترمنځ ناسته شوې ده.
د راتلونکو لوبو په اړه سره غږېدلي دي، خو د دوی موافقه همدا ده، کله چې د وژونکې ناروغۍ تهدید پای ته ورسېږي، نو بیا به لوبو ته ادامه ورکړي.
د کرېک بز وېبپاڼې لیکلي، چې سوري په نامه کرکټ کلب یوازینی انګلستانی کرکټ کلب دی، چې لا یې هم په عادي ډول خپلو تمریناتو ته دوام ورکړی.
د نوټېنګم لوبډلې لوبغاړي الېکس هېلس، چې د انګلستان ملي لوبډله کې هم لوبېږي، د مارچ په ۱۷مه تایید کړه، چې ده هم له نورو لوبغاړو ګوښه کېدل غوره کړي او چا سره تماس نه ساتي.
د انګلستان زیاتره کورنیو کرکټ لوبډلو خپلو راروانې لوبې ځنډولې.